وروستي پرلیکه شوي

د ټولنې تګلاره

د “ غـرغښت ‘’ د خير او ښېګڼې ټـولـنه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په نړۍ کې ډول ډول ټولنيز سازمانونه شته چې د ژوند په مختلفو اړخونو کې د خلکو سره مرستې کوي. په عمومي توګه دغه  سازمانونه د خلکو لپاره وړيا يا د لږې ګټې په وړاندې ګټورکارونه سرته رسوي.انجمنونه،اتحاديې،کلتوري،  مذهبي او خیريه ټولنې، د ورزش کلوبونه،د خپلې خوښې کار ټولنې، ښوونځي، روغتونونه، د هستوګنې شرکتونه او داسې نور د دا ډول ټولنيزو سازمانونوپه ډله کې راځي. ټولنيز سازمانونه د دولتي مؤسسو تر څنګ د اولسونو ټاکلي اړتياوې پوره کوي. څنګه چې دغه ټولنې د مالي پلوه کمزوري دي، نو اړونده دولت د هغوی اړتياوو ته په کتلو سره د  کارځای او ترانسپورتي وسايلو په اړه لازمې مرستې ورسره کوي . ددې لپاره چې نوموړي سازمانونه خپلې دندې په ښه توګه سرته ورسوي نو د اړتيا په وخت کې يې دولتونه ځينې مصارف هم سبسيدي کوي. ټولنيز سازمانونه د خپلو فعاليتونو د ښه تنظيم لپاره ټاکلي تګلارې او تشکيلاتي جوړښتونه جوړوي.

له نېږدې څلوېښتو کلونو را په دېخواپه مليونونو افغانان په خپل هېواد کې د جګړو او زور زياتيو له امله اړشوي دي چې بهرنيو هېوادونو ته کډه شي. په دغو هېوادونو کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د ملي، مذهبي ، کلتوري او همدارنګه د خپلو کورنيو غړو د مړينې ، په وړ او مناسبه توګه د هغوی د تدفين مراسمواو خپل هېواد ته د هغوی د لېږدولو په مهال د خورا زياتو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. له دې کبله په بهر کې مېشتو افغانانو د اړوندو هېوادونو دشرايطو سره سم خپلو هېوادوالو ته دمرستو رسولوپه موخه د اړتياوو له مخې رنګارنګ ټولنې جوړې کړي دي.

د هالنډ په پاچاهي دولت کې هم د افغان کډوالو شمېر د ليدو وړ کچې ته رسيدلی دی. د جماتونو جوړولو، د خپلو ملي او مذهبي ورځو دلمانځلو ،د مورنيو ژبو د زده کړو او همدارنګه د خپلو وفات شويو خپلوانو د ابرومنو ښخولو او خپل هېواد ته د هغوی د لېږدولواقتصادي ستونزې دومره ډېرې دي چې په يواځې توګه يوه کورنۍ د هغو دسرته رسولو له عهدې څخه نه شي راوتلی. له لومړي سر څخه په يو سرتر سري ټولنيز سازمان کې د ټولو افغانانو په راغونډيدو سره ددغو ټولومسئلو حل د ټاکلوعلتونو له مخې ستونزمن کار و . نو ځکه ددې موخې لپاره يې د دغه هېواد په مختلفو سيمو کې د خپلو اړتياوو او امکاناتو سره سمې سيمه ييزې ټولنې جوړې کړې.

په هالنډ کې د خوستيانو زيات شمېر کورنۍ اوسيږي چې همېشه ددا ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وې. ددغو ستونزواوارۍ  ته په لومړي ځل د ارواښاد ميرزاعالم حميدي پام راوګرځيده چې د محترمو وروڼوسلطان جلات، ګل احمد تيماراو داسې نورو خوستيانو په هاند او هڅو يې د غرغښت په نوم د خير او ښېګڼې ټولنې بنسټ کښېښود. ډېر ژر د ټولنې اساسنامه د هالنډ مېشتو خوستيانو په پراخه غونډه کې تصويب او بيا د رسمي مراحلو د تېرولو په منظور دهالنډ دولتي مقامونو ته واستول شوه .

د هالنډ دولت اړونده مقامونو له خوا د ۲۰۰۱ ميلادي کال د مارچ په مياشت کې د غرغښت ټولنې د  اساسنامې تر تصويب وروسته نوموړي ټولنې په رسمي توګه خپل فعاليت پيل کړ. په نسبتاَ لنډه موده کې د غرغښت ټولنې د غړو شمېر زيات اود دندو او فعاليتونو ساحه يې پراخه شوه، نو ځکه پرخوستيانو برسېره په هالنډ کې د لويې پکتيا د ټولو مېشتوافغانانو د غړيتوب لپاره يې هم خپله غېږ پرانستله . هيله ده چې د وخت په تېريدو سره  به په غرغښت ټولنه کې دټولو اروپا مېشتو افغانانو لپاره د غړيتوب  زمينه مساعده شي .

په اوس وخت کې دغرغښت ټولنې غړي د خپلو کورنيوسره په ګډه دهېواد ملي اومذهبي ورځې لکه د هېواد خپلواکي، لوی او کوچنی اخترونه د خوشحاليو په ولولو کې لمانځي او د وفات شويو هېوادوالو د تدفين او خپل هېواد ته د هغوی په لېږدولو کې مالي مرستې کوي ؛ ادبي او کلتوري فعاليتونه پرمخ وړي؛ د افغانانو د غم او ښادۍ په مراسمو کې په اتفاق سره ګډون کوي.