وروستي پرلیکه شوي

د غرغښت ټولنې د خواخوږی او تسلیت پیغام!

د غرغښت ټولنې د خواخوږی او تسلیت پیغام!
انا لله و انا الیه راجعون!
په ډیر خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چې د استاد سلطان محمد ” جلات” والد حاجي صاحب خیال منان په حق رسیدلې.
د غرغښت ټولنې مشرتابه د ارواښاد مړینه یوه ستره ضایعه او په دې لوی غم کې د دوی کورنی سره ځان شریک بولی.
د غرغښت ټولنې مشرتابه د استاد محترمې کورنی او دوستانو ته د خواشینی مراتب څرګندوي او دلوی او بخښونکي خدای جل جلاله د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او محترمې کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر غواړي.
په درنښت:
د غرغښت ټولنې مشرتابه له خوا
نیټه: ۲۰۲۱- ۱۲-۱۹