وروستي پرلیکه شوي

دنوی عیسوی کال د را رسیدوله امله دغرغښت ټولنی دمبارکی پیغام

دنوی عیسوی کال د را رسیدوله امله دغرغښت ټولنی دمبارکی
پیغام
ګرانو هیودادوالو !
په هالنډ کی غرغښت ټولنه دنړی د ټولو ولسونو په منځ کی ۲۰۲۲کال جشن لمانځی ، خو هیڅکله یی هم خپل هیوادوال دیاده نه دی ایستلی .
ګرانو هیوادوالو غرغښت ټولنه دخپلو امکاناتو څخه په استفادی (غرغشت ویپ پاڼی ) له لاری ټولو افغانانو او دنړی سوله دوستو خلکو ته دنوی کال مبارکی وړاندی کوی .
مونږ د نړی دسوله دوستو خلکو څخه غوښتنه کووچه دافغانانو غږ واوری مونږ د هری خوا دفشار لاندی یو .
لوږه تنده ، بیکاری او اقتصادی مشکلات دافغانانو ژوند تریخ کړی دی ، مونږ په افغانستان کی سوله او وروروالی غواړو .
مونږ هیله لرو چه نوی ۲۰۲۲کال لوی څښتن تعالی په مرحمت دسولی وروری او سوکالی په لور ګامونه پورته شی .
پدی هیله چه دبهرنی جګړی څخه زمونږ ولسونه نجات پیدا کړی
(غرغښت ټولنه )
۲۰۲۱-۱۲-۳۱