وروستي پرلیکه شوي

د پښتو نړیوالې ورځ لمانځ غونډه په هالنډ کې ډیر ژر…

بسم الله الرحمن الرحیم !
د غرغښت ټولنې او کلتوري بنسټ خبرتیا!
غرغښت ټولنه او کلتوري بنسټ هوډ لري چی د پښتو نړیواله ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځي، ددغه مورنی خوږې ژبې د لمانځ غونډه کې علمي/پوهنیز ، مشاعره، موسیقي او د ماښام ډوډی په نظر کې نیولي شویدي.
د غرغښت ټولنې قدرمنو غړو او ټولو پښتنو ته په پښتانه مینه او درنښت بلنه ورکول کيږي چی دخپلې مورنی خوږې ژبې د لمانځنې په غونډه کې فعال ګډون او په خپل راتګ سره دغه د لمانځنې غونډه لا پسې ښکلي کړی.
پته: Bolstoen 34A Amsterdam
نېټه : 14/06/2026
وخت: د ماسپښین 13:00 بجه
په درنښت :
د غرغښت ټولنې مشرتابه
یادونه: د لمانځنې په غونډه کې د ګډون د اطمنان او معلوماتو لپاره لاندو شمېرو سره تماس ونیسی .

+31633366745
+31657996960