زمونږ کلی
زموږ کلی :
ډیر کلي دجوړیدو په وخت د کورنۍ یا قبیلې د مشرپه نوم نومول کیږي خو زه چی کوم کلی یادوم دا ملکونډئ کلی دئ
ملکونډی د یوه اغزي نوم دئ چی اوښان یي خوري اوشاوخوا یو سلو پنځوس کاله مخکی په دې ټوټه ځمکه کی یوازی دملکوندي په نوم اغزي شنه کیدل د شاوخوا کلیو اوسیدونکو او هم د لیري ځایو خلکو به دلته اوښان،مېږی او نور څاروي د څر لپاره راوستل.
د ملکونډي کلی خوست ښار شمال ختیز لور ته په یو کیلومتري کی پروت دی ترڅنګ یي دوه لوی باغونه [ د وزیر باغ او میلمه کوټ باغ ] په نومونو پراته دي چی وزیرباغ د وزیرمحمد ګل خان په امر جوړ شوئ دی .د جوړیدو سره سم دولتي لوړ پوړو چارواکو لکه ناېب الحکمه ، او حاکم اعلی دکار ځای ؤ.تر هغی چی دخوست اوسنې بازار جوړ شواو ټولی اداری او شعبی نوی ښارته و لیږدیدلی وروسته بیا پدی باغ کی د ملی دفاع وزارت قوتونو مربوط په خوست کی د موجودی پلي فرقي یو جزوتام خای پر ځای ؤ. هغه وخت چی ملاریا او لاشمانیا موسسی په خوست کی په کار پیل وکړ وزیرباغ د ملاریا او لاشمنیا د پاره ځانګړی شوچی وروسته د ملاریا باغ په نوم ونومول شو خلکود ملاریا باغ په نوم و پیژند.
د میلمه کوت باغ د سردارانو له کورنې یا شاهي کورنۍ [ سردار شامحمودخان یا سردارهاشم خان ] له نوم سره تړاو لری په لمړیو کی د عمومی باغ او په ورستیو کلو کی میلمه کوټ باغ په نوم و نومول شو. دمیلمه کوټ باغ جوخت ختیز لور ته کله چی دویم زوړ بازار کله منار او بندیخانه فعال وو دخوست په سویه د هغی وخت د شرایطو سره سم دزوړ بازار تر څنګ روغتون جوړ و کله چی بازار او دولتی اداری نوی بازار او تاسیساتو ته نقل شوی ملکي روغتون د نوی بازار ترڅنګ جوړ شو پخوانې
ودانې یې دنورو ادارو لپاره ځانګړي شوی لکه دملکي روغتون په ودانۍ کی
۲
د پنځمی فرقی د توپچي جزوتام ځای پر ځای شو په اخیرو ۱۵ کلو کی د۱۳۸۰ لمریز کال را په دی خوا د دولت د لورونی له مخی چور واکو په خپل منځ کی سره تقسیم اوپه خپل سر يي کورونه پکی جوړ کړل دملکونډي کلي ختیزلور ته د خوست پخواني د سوداګریزې راکړې ورکړې دوه مرکزونه هریو لمړنی زوړ بازارچی د کاروان سراې[کرمسرای]سره جوخت پروت و. چی ویل کیږی اغلبآ په 6 او۷ پیړیو کی ودان شوی و. او دویم زوړ بازار چی تر دا ورستیو وختو یي یوازی د [ کله منار غونډۍ او بندیخانه د یادګار په توګه پاتی وو په ۱۳۴۴- ۱۳۴۵ لمریزو کلو د کله منار غونډۍ په سر امنیتی پوسته جوړه شوی ده او۱۳۸۱ لمریز کال را وروسته دبندیخانی په ځای دناټو قواو له جملی د امریکائي قواومنطقوی مرکز جوړشوی دی] پراته دي، دواړه بازارونه چي دتاریخ په مختلفو وختو کی ودان وو هر یو یي د ځانګړي او پوره څیړنی وړ دی .
د متون تویي[ رود ] د پسرلي او مني د موسمي اورښتونو سیلابونه همیشه
د ملکونډي کلي د کرنیزو ځمکو څه برخه له ځانه سره وړي. ملکونډي کلي د سیمی په تاریخي وده کی څرګند رول درلودلې دی چی په ځانګړي توګه له دوو اړخونو ډیر د یادونی وړ دئ.
لمړۍ : د امنیت او نظم راوستلو له اړخه .
دوهم : د ښوونې او روزنې د لمړني مرکز په توګه .
امنیتي وضعه او نظم راوستلو لپاره لاری چاری
په ډیرو پخوا زمانوکې چی د انسانانو ترمنځ د ګډی ګټې پرسر وېش پیدا شو ورسره د[ زما او ستا ] دبرخو ترمنځ توپیر دبحث وړ موضوع شوه ، اوهم د زورور برخه زیاته او دکمزوري برخه لږ شوه ځینو سپین سترګو زورورو د نوروبرخه هیڅ نه منله او هرڅه یی د ځان لپاره غوښتل ،د زمانی په تیرېدو د سړي سرغوښتنه په قبیلوي غوښتنه بدله شوه. ور سره جوخت قبیلوي یووالي را منځ ته شول ددی سره سم قبیلوي جنګونه شروع شول، دتاریخ په اوږدو کی
۳
ډیری جګړی شویدی ددی جګړو له لاسه ډیری کورنۍ او قبیلی د منځه تللي دي او یا د یو ځای نه بل ځای ته لېږدیدلې دي ،هغه قبیلی چه په یوه جغرافیه کی به سره اوسیدلی هڅه یی وکړه چی په ګډه دنورو له زور ظلمه ځانونه وساتي او دنوروڅخه اقتصادي منابع لکه د کرنی ځمکه همدارنګه د کار وسایل په زور لاس ته راوړي. دی یووالي دهغو قبیلو ترمنځ چی په یوجغرافیاوی محیط کی سره اوسیدل پخپل منځ کی یو لړ قراردادونه سره درلودل . دغو قراردادونو د قانون بڼه درلوده چی هر څوک یی په منلو مکلف وؤ.زموږ په پښتنی سیمو کی بر سیره پر دولتی قوانینو ولسی قراردادونه لکه [ جرګه ، مرکه ] چی فیصله ېي نرخ نومیږی اوهمدارنګه چیغه ، برمتا ،څلې تراوسه هم موجود دي ترهغه چی سیاسی مداخلې نه وی په کی ورګډی پورتنيو محلی قوانینو ډیری ښی لاس ته راوړنې لرلې . د محلی قوانینو [ دود او دستور ] د پلي کولو دپاره جرګه او مرکه د محکمی اساسي او اصلي بڼه وه جرګې او مرکې اجرایوي صلاحیت او قووت هم درلود فزیکی جزآ ، دکلي او قوم څخه شړل، نوغا د جزآ قانون بابونه وو او دي، چی په سر غړونکي عملي کیدل . په ۱۶-۱۷م پیړیو کی دهیوادونو ترمنځ سیاسی کرښی د نوی ډول دولتونو په بڼه شروع او کرار ،کرار وټاکل شوې، وروسته د مختلفو موسمي جیولوژیکي ، اقتصادي او سیاسي ځانګړتیاو په نظرکی نیولوسره د هیوادونو تر منځ سیاسي کرښی بدلی شوي دي چی دا لړۍ زموږ تر زمانی راغځیدلي ده ، سره لدی چی دتاریخ په بیلو بیلو وختو کی[ بلخ، بخدی ،خراسان او افغانستان] د یوه واحد جغرافیاوي موقعیت مختلف نومونه دي زموږ هیواد دهغه جیوپولیتیک موقعیت له مخی چی لري یي څو څو ځلی د استعماري کړیو تر یرغل لاندی را غلی دی د لنډ ی مودی لپاره د دغه اوهغه استعمارپه منګولو کی پاتی شویدی، د سکندرمقدوني عربو ، عثمانی ترکا نو چنګیزیانو، پارسیانو، انګریزانو ، روسانو ، امریکایانو تجاوزونه زموږ په خاوره ازمویل شوي دي.
۴
افغانانوهرزورګیر بیرته له خپلی خاوری شړلی دی خو له بده مرغه د استعماري لښکرو بیرته شړل [ په هر نوم چی راغلي وو] افغانانو ته د سر اومال په درنده تاوان او لوړه بیه تمام شویدي .
لابه د هیواد د ازادۍ لپاره دپخوانۍ جګړی څخه را پیدا شوی زخمونه نه وو جوړ شوي چی بلی جګړی به زموږدهیواد دروازی ته خیمي پلنی کړي وی که څه هم موږ افغانان په ټول کې پدی ویاړوچي زموږ خلک توریالي،میړني ،غیرتي ،ننګیالي او میلمه پال دي خو له بده مرغه باید دا ومنو چی زموږ د خلکو د ټولو ښو صفاتو څخه دښمن زموږدخلکو پر ضد ګټه پور ته کړی ده یو د بل سره یي جنګولي یوو . ټول وخت په خپل منځ کی د جنګ او جګړو له امله د زده کړې او پوهی له بهیر څخه وروسته پاتی شوي یوو،
سره لدی چی په نړۍ کی سیاسي کرښی ټاکل شوي وی افغانستان هم د امو نه تر جیلمه منل شوی سرحد درلود خو کله چی انګریزانو هند ونیو او دافغانستان تر پولی یی ځانونه ورسول.لمړی يي دامیرانو او سردارانوترمنځ د بی اتفاقی زهر وشیندل او بیا يي دداخلي بی اتفاقیو څخه په ګته اخیستو په ښکاره او پټو لاس وهنو پیل وکړ.
په دی وخت کی زموږ په هیواد کی ملک الطوایفی حاکمه وه هر چا چی به د مټورو زوردرلود واکمني یی کوله زورواکو قبیلو او قومونو به پر کمزورو قبیلو یا قومونو یرغلونه کول.
انګریزی استعمار لاس وهنو او یرغلونو هم د دی بی نظمه حالت څخه ګټه پورته کوله ،انګریزانو چی زموږ په ګاونډ کی اړولي وو له یوي خوا یی زموږ د خلکو د وروسته پاتیوالی او بدوي ژوند او له بلی خوا زموږ په هیواد کی د امیرانو یو او بل سره د جنګونو څخه ناوړه ګټه پورته کوله یوېي د بل په مقابل کی لمسول ، انګریزانو به پلمه کوله چی تاسی نه سره جوړیږئ ښه داده چی موږ مو سره جوړ کړو ځینو ته به یي پیسی ورکړې او نورو ته به یی نوری ښیګنی او لقبونه ور کړل په دی توګه به یي یود بل سره جنګول دوی به پدی توګه هیواد ته را ننوتل او په ډیره اسانه توګه به یې د ملک واګي تر
۵
لاسه کړلی او تل به یې کمزوری کس هڅاو او د واکمن کس د ماتولو لپاره به يې ور سره مرسته کوله په دی وسیله به يې په خلکو کی د نفاق اور بل ساتلو او واکمني به يې کوله. د هر کمزوری په سر کی په چی د پاچا کیدو خیال ور وګرځیدو دغه لار يې ډیره ښه پیزندله چید چا په لمن کی ځان وروغورځوي او د پاچا کیدو لپاره تری مرسته و غواړي دا کار تر دې وروستیووختو پوری هم دوام درلود ، هیواد په مستقیم او هم په غیر مستقیم ډول د دغه او یا دغه استعمار په منګولو کی بند پاتی شویدی . د جنګ او جګړو له امله د مخته تګ له بهیر ( علم ، تخنیک او سیاست ) څخه د نړۍوروسته پاتی هیوادونو په نوم لړ کی دافغانستان نوم له ورایا ښکاریده او ښکاري، هیڅ امیر یا پاچا په دی نه دئ بریالی شوی چی د نړۍ استعماري قوتونو مخکی لدی چی زموږ هیواد ته راشی مخه ونیسی یا په بله وینا د هیواد مختګ لپاره تدبیر او پلان ولري د خلکو یووالی ټینګ او هیواد ساتنی ته چمتووالی ولري او یا د مخته تګ او هیواد ابادولو په برخه کی د هغه ډیرو ښو امکاناتو څخه چی په هیواد کی موجود ديد ابادولو په لار کی ګټه واخیستل شی کوم چی نړیوال استعماري قوتونو يې دتر لاسه کولو د پاره پښی لڅی کړي او لستوڼي يې بر وهلي دي زموږ په خاوره يې بریدونه کړی دي او لا يې هم کوي .
لنډه داچی زموږ د هیواد په وروسته پاتی والی د بهرنیانو ونډه څرګنده ده خو د داخلي ستونزو په منځ کی په مختلفو وختو کی د ښه حاکم نه لرل د یو بل بد عنصر په توګه د یادولو وړ دي ، محترم لیکوال د اکاډیمیسن کاندید محمد ابراهیم عطایې (( دافغانستان پر معصر تاریخ یوه لنډه کتنه ) کتاب په ۵۴ مخ کی لیکي : د سدوزو سلطنت په ابدالي احمد شاه پیل او په ایوب شاه سدوزي پای ته رسیږي ، ددغی لویې سلسلی سقوط دا چی د نولسمی پیړۍپه پیل کی را څرګند شو دوی لسیزی وروسته یې سا ووته عمده عامل او علت يې د انګریز
۶
او ایران توطیې او مداخلې وې. تر زمان شاه وروسته سدوزي شاهان چی د تیمور شاه زامن او لمسیان وه پخپله هم ډیر نا پوه او بی همته خلک وه ، دوی د ایران او انګریز لمنی ته ځانونه په داوطلبانه توګه ور غورځول. خو هغوی۶
دوی استعمالول څو یو کمزوری افغانستان د کمزورو حکمرانانوپه اختیارکی منځته راولي او بیايې پخپله ولکه کې وساتي))
نولدی امله دا پورته څو لیکو ته په کتو سره ډیر وخت دهیواد مرکزی واکمني په لړزیدو وه، ليری پرتو سیموته یی واکمني نه رسیدله ، نو ځکه هر کور کلې او قوم مجبورؤ چی پخپله د خپل ځان ساتلو لپاره لاری چاری وټاکي په ځانګړی توګه دخوست مرکزي سیمي یا په بله وینا دزوړ بازار شا اوخوا پراته اوسیدونکي چی ورڅیرمه قومونود پړبانه له نوم څخه خورا په تنګ وو. دغلوو او غدیوڅخه به په ویره کی وو کله به چی د غلوو ډلي دسیمی په کوم کلي راغلی نو به یي د سیمی له خلکو څخه په زور خوراکي شیان غوښتل ، دتګ په وخت کې به یي که کوم ښه آس،خر، غوا یاغوایي خوښ شو هغه به یي د غنمو ، جوارو ، اوربشو او ږدنو له جووال سره بیول ، د سیمی اوسیدونکي دی ډول غدیو او داړو څخه خورا په تنګ وو.
مرکزي دولت دخوست سیمي د خلکو ترمنځ د نظم ټینګولو په خاطرداسی چاته اړتیا درلوده چی د مرکزي دولت رسمي استازي په توګه د دولت تمثیل وکړي نوځکه یي پدی موخه دخلکو په غوښتنه د ملال الدین اوجمال الدین په نومونود صبریو قوم دمچۍ کلي د یوی کورنۍ له دوو غړو څخه غوښتنه وکړه چی په دی سیمه کی دولتي چاری سمبال کړي ملال الدین او جمال الدین چی په خپل وخت کی په مروجه علومو پوه کسان وو په څنګ کی یي ښه جنګیالي ځوانان هم درلودل،یوازي جمال الدین یوولس زامن درلودل چی له هغوی څخه د دوو زامنو نومونه یو سالاراو بل یي ګلول نومیده، سالار په مروجه علوموپوره پوهیده نوځکه یي په خپل وخت کي د مولانا لقب ګټلی وه.له همدی کبله مولا نا سالار ته ددولتي چارو د سمبالښت دنده وروسپارل شوه. ګلول هم د سالار ترڅنګ دکور کلي د دود او دستور سره سم مرکې او جرګې تنظیمولې او هم
۷
یي د نورو قومونود غدیو یا دړو په وخت کې دخلکو راغونډونې یا په بله وینا د قومي اربکیو په بڼه د ولسي لښکر جوړول او د ښو اسانو ساتل او روزل [چی د اسانو تبیله یي تر دی وروستیو وختو پوری هم موجوده وه ] او هم یي د وخت ښه جنګي وسایل درلودل ، په دی وخت کی په ټول هیواد کی ملوک
الطوایفی حاکمه وه هر چیري زور حاکم وه دولت وجود نه درلود او که موجود هم وه خورا کمزورئ ؤ ، یوازی دا شوني وه چی خلک په پښتني دود او دستور سره راټول شی نو ځکه مرکه او جرګه دټولنیز نظم ښه وسیله وه .
لکه چی مخکی وویل شول د خوست پخواني زوړبازار [ چی تر داخیرو وختو پوری یي یوازی د کله منار غونډۍ او د خوست بندیخانه په یادګار پاتي وو] شاوخوااوسیدونکي د زورورو قومونو د غلوو،غدیو او دړو څخه په تنګ وو ددغه ستونزو دلیري کولو په موخه د مولانا سالار دوهم ورور [ ګلول ] چی برابره ونه یي درلوده او غښتلي مټور سړې وه ، د سیمي په ټولو کلیو وګرځیده او خلک یي دځان ساتنی لپاره او هم یي د بی اتفاقۍ له بلا څخه د خلاصون په خا طر د یووالي جرګی ته را وبلل، په نتیجه کی د [ دری خیلو کلي ] جمه او جومات کی یوه درنده غونډه جوړه کړه ، په غونډه کي ګلول د اربکیو مشر یا امیر وټاکل شو او هم په غونډه کی پریکړه وشوه چی : هیڅوک به دغلو غدیو ډلو ته په خپل جومات کی ځای نه ورکوي ، نه به ډوډۍ ورکوي اوهیڅ غوښتنه به یی نه مني او که چا ددی جرګی د پریکړو خلاف په کلی کی غلو ته ځای ورکړ قوم ته به د اربکیو په مټ ناغه [ جریمه ] ورڅخه اخیستل کیږي چی دغه جریمه به د جرم غټ والي او کموالی سره سم ټاکل کیده .
اربکي
اربکي یو منل شوی ولسی لښکرؤ چی اوږد محاله سازمان یا تشکیل یی نه درلود او نه یي تنخوا لرله د ملی غرورسره سم دملي اړتیا له مخی سیمی د ساتلو لپاره په خپله خوښه د ځانګړو پیښو د پیښیدوپه وخت کی په
۸
عنعنوی توګه خلک د اربکیو په ډول یو ټاکلی ځای ته سره را ټولیدل او دخپلی سیمی او هیواد څخه به یي دفاع کوله د خطرله منځه تلو سره سم به په اتومات ډول منحل کیدل ، اربکي اړتیا له مخی دوه وخته را غوښتل کیدل ، لمړۍ : د قوم په کوم کلي کی به کومه داسی پیښه را منځ ته شوه چی
یو کلي خلکو به په یووازی سر نه شواې حل کولاې نو د ټول قوم سره به شریک کیدله د قوم ټولو اربکیو به پکی برخه اخیستله ، هرکلي او قوم ټاکلي مشران درلودل چی د ځینو قومي مشرانو د مشرتوب درجه به د اړوند قوم ترسطحی وه اوځنی مشران به د قومونوپه سطحه مشران بلل کیدل هرقوم ښه منلي او زورورمشران درلودل هر یو ېي په خپل واردخپلی سیمی په ساتلو کی پوره ونډه درلوده ،همدارنګه د بهرنیانو سرهپه جګړو کی دپوره دپوره میړانی په ښودلو سره زموږ تاریخیویاړنی جوړی کړي دي]] دداړه مارو ، غلوو د غدیو په وخت کې د چیغی ډهول وهل کیدو ، په اول سر کی د هر نږدی کلي اربکي او ورپسی ټول نور اربکي باید د پیښی ځای ته ځانونه ورسوي که دښمن جنګ او جنجال کولو حتی د مرګ تر پولي دی ورسره مقابله وشی د سیمي په اصطلاح [ غږ ] یي د اربکیو امیرپه غاړه درلود . [ پاتی دی نه وي چی دچیغی ډهول د اوریدو په صورت کی هیڅوک هم بی تفاوته نه شول پاتی کیدلی ، پدی معنی چی د چیغی په وخت کی هرچا یوه دنده درلوده ] تر دی جرګی وروسته څوځله دغلوو ډلی متون او شمل ته راغلی د جرګی دپریکړو سره سم غله ونیول شول په ونو پوری وتړل شول او په دی لړ کی یوه پیښه څه داسی هم وه چی دغلوو یوه ډله سړی د اربکیوامنیتی ساحی ته داخل شوی وو اربکیو ونیول او بندیان یي کړل وروسته یي اړوند قوم ته خبر ورکړ چی سړي زموږ سره بندیان دي پدی اړه د اربکیو او اړوند قوم داستازو تر منځ جرګه جوړه شوه په دی جرګه کی پریکړه وشوه چی غل غل دی ، که څوک د غلاپه نیت سیمی ته داخلیږي او د سیمی د خلکو له خوا نیول کیږي اړوند قوم یي پوښتنه نه کوي هر قوم باید خپل برید او حد وپیژني . خو نوموړي کسان د ښه نیت د څرګندونی په توګه اړوند قوم ته ورخوشي شول .
۹
د[ دری خیلو ] کلي تر جرګی وروسته دخوست په مرکزي سیمه کي نسبي امنیت ټینګ شو دقومونو ترمنځ پور معلوم شو ، کرارکرارامنیت نورو سیمو ته هم وغځیده.
لکه څنګه چی په ټول افغانستان کي دولتي واکمنۍ وده کوله او خلک ورو ورو د محلي خانانود نفوذ له ساحی څخه را وتل او ورسره د مرکزي دولت حیثیت
او اعتبار زیاتیده ، په خوست کی هم په امن کی ګډ ژوند دملکونډي کلي څخه پیل او د غرو رغو ټولو لوړو او ژورو ته ورسید .
دویم :هیواد څخه دفاع او ازادۍ لپاره
دتاریخ په اوږدو کی چی هر څومره یرغلونه زموږ په خاوره شویدي د سیمی پښتني قومونو اربکیود مټ په زور هیڅ دښمن ارام ندی بریښې او د هیواد د ازادۍ لپاره په پوره میړانه جنګیدلي دي او د هیواد ساتنه ېي کړیده.
د دولت دجوړیدو سره سم دوه شیان پرخلکو ومنل شول. لمړۍ : مالیه چی دوی برخی یي درلودي :
الف : دهر جریب مځکی پر سر یوه ټنګه وه چی د یوي افغانۍ څلورمه برخه یا[ پنځویشت پولۍ ] هم ورته ویل کیده مالیه ټاکل شوی وه.
ب : دڅلویښتو څارویوپرسر یوڅاروی دمالیي په توګه اخیستل کیده چی دا مالیه تر ډیره پوري د میږو او وزو د رمو پر سرعملي کیدله په ځینو ځایونو کی د اوښانو ګلې هم پدی لست کی ورزیاتیدلی نور څاروی تر څلویښتو یاتر ټاکلی اندازی چا نه درلودل اویا هم ډیر لږتر سترګو کیدل. پاتی دی نه وی دپسونو او یا وزو رمی چی اندازه به یي [۶۰ ]څارویوته رسیده څښتن یي دلمړنیو [۴۰ ]څارویو پرسرمالیه ورکوله یعنی د[۲۰]نورو څارویو مالیه نه اخیستل کیده تر هغی چی بل نورم ته چی[ ۴۰ ]دي ورسیږي. دی مالیي ته
۱۰
چهل ویک [چیلی یک ]ویل کیده او هغه څوک چی دادنده یي پرمخ بیوله د چیلیکی په نوم پیژندل کیدلو .
د یادولو ده چی : په پخوا وختو کی دولت دخریدارۍ په نوم دخلکو څخه د دولتی عسکرو دپاره غلی دانی اود دولتی اسانو لپاره بوس په بیه اخیستل دغلو دانو ساتلو لپاره ګدامداراو دبوسو ساتلو لپاره بیطارټاکل شوی و .
دوهم : هشت نفرې چی [اشنپری ] تلفظ کیده په هرو اتو دخدمت وړ کسانو پرسر یو کس باید دولت ته ور کړ شوی وای دا هشت نفری دزمانی په تیریدو سره د منظمی اردو په جوړیدو او د مکلفیت په دوره بدل شو او په ټول افغانستان کی د مکلفیت عسکری دوره ومنل شوه خو د مشرقی په ځینو برخو، جنوبی اوجنوب غرب سرحدي سیمو کی له دی امله چی انګریزی استعمارله لاسه هره شیبه پر افغانستان دحملی یا په افغانستان کی د پخواپه څیر ګډوډیو جوړولو ویره موجوده وه حتی تر دی پوری چی انګریزانو د ګډوډیو اوږدولو دپاره نوي سوبه یعنی پاکستان جوړکړو تر دی اوس پوری هره لحظه موږ وینو، په هغه ډول چی موږ یی په رسمیت نه پیژنودوی هم په اوسنی سرحدقانع ندي یو متل دی [ پوروړی پورغواړي دوی لا نور غواړي].
دخوست لری پرتوسیموکی د[هشتنفری ، سړک اومکتب] سره حساسیت موجود ؤهغه څه چی د اقتصادي ودی او د ژوند د سطحی لوړولواو د علم او تخنیک زده کولو دپاره ښوونځی او سړک لمړني او ضروري عنصردي پدی برخه کی د هیواد دښمنانو زموږ خلکو ته ډیرمنفي تبلیعات کړی وو له بلی خوامرکزی دولت هم ددی لپاره چی همیشه ېي د خوست خلک جنګولي وي پوهی او تخنیک په برخه کی ډیره توجه نده کړي . ښوونځی او سړک چی د هر چا د پاره حیاتی ارزښت لری د وخت دولتونو د روانی پیړی تر نیمېي پوری لازم اجراات نه دي کړي اود منظم پلان له مخی په سیستماتیک ډول د ښوونځیو ، سړک او نورو دولتی خد متونو د پاره لاره هواره شوی وای منظم کار ندی کړی . مخکی له دی چی منظم پوځ اردو او پولیس جوړشی په خوست کی اجیر یا
۱۱ اجرتي عسکرګمارل شوی وو، چی هغوی ته به یی کوټوالیان ویل ،دکوټوالي په لاس خلکو ته دحکومت پیغام استول کیدلو.
او کله به چی سیمه یزه ستونزه پیداکیده دقومونو څخه به اربکي راټولیدل او خلک به په یو ډیر لوړ ملي غرور سره په خپلو خپلو مرکزونوکی راغونډیدل او داسی احساستي او هیجاني وضعه به جوړه شوه چی هیچا ځان نشو کنترولولې ان هر ځوان به غوښتل چی د غونډیده ځای ته ورشي،اتڼونه او سندری شورۍ به ویل کیدی ډولونو به غړمبهار جوړ کړی ؤ ځوانانو به دهغی وخت توری بیشکوزی[ ساتووی] او کمربندونه تر ملا تړلي وو کله چی بیا ټوپک پیدا شول چکمک، دانپور ګلیټای،ملخی، بوړې ، پنځه ډزی او یوولس ډزی به یی په اوږه وو په اتڼونوبه دقومی مشرانو [ اربکیو امیر] په لارښوونه د جنګی کړنلاری سره سم ځای پر ځای کیدل ،دهر چا د پاره به وظیفه د قوم کلي امیر له خوا ټاکل کیده . هغه وخت دا لنډۍ هم ډیره په زړه پوری وه ، تردا بوړې ټوپک دی ځارشم په اوږه ستا دی کاږه زه د خیاله ځمه دهرچا د پاره به وظیفه دقوم کلی امیر له خوا ټاکل کیده د ډهولونو وهونکواو محلی شاعرانو رول اودنده پر خپل ځای ډیره حساسه وه شاعرانو به ښکلی جنګي او داسی شورۍ [ شعرونه] ویلی چی د ملی پوزیانو روحیه به ېي لوړه ساتله د نمونی په توګه یو سروکی څه داسی ؤ . ژڼو ملیي وتړی توره په بوړي نی کیږی
جنګ په مغلګي نی کیږی
په دی وخت کی دیوه ځوان ذاتي جوهرښه ځلیدل کیدای شو هغه پښتني نومونه لکه اتل،ننګیالی،توریالی،میړانی،غښتلی[ مجاهد،غازي]او داسی نور القاب او بدرۍ [ بهادرۍ] یو ځوان د توری او میړانی په میدان کی ګټلاې شول [نه په سیاسی معامله کی ] خو کله به چی چاته په کور کلي کی د پاتی کیدو
۱۲
دنده وسپارل شوه دابه د یو ځوان مجبوریت ؤ چی د ټولیدو ځای ته نه شو ور تلای ځکه د جبهی شاء او د کور کلی ساتل هم ضروری وو.
۱۹۱۹م کال کله چی امیر امان اله خان دپلارنه وروسته دچارو واګی ترلاسه کړ د هیواد دازادی لپاره ېي دافغانستان په مختلفو برخو کی خلکو سره مشوری پیل کړی او دهر سمت د پاره ېي قوماندانان و ټاکل د امیر عبدالرحمن خان د وصیت سره سم امیرحبیب اله خان اوهم امیر امان اله خان، ببرک خان [ ځدراڼ ] ته ښه نیت درلود نوځکه امیر امان اله خان کابل ته وروغوښت ، او د انګریزانوڅخه دهیواد دازادولو په لارو چارو ورسره وغږید د ببرک خان په وړاندیز او غوښتنه د ا مان اله خان په منظوری محمدنادرخان چی دا وخت په قید کی ؤ د جنوبي سمت د قوواو مشروټاکل شو ببرک خان خپل کور کلي ته را ستون شواو د کابل څخه سپاه سالارمحمد نادرخان د راتګ د پاره سترګی په لار ؤ د محمدنادرخان سره دوه وروڼه شامحمودخان او شاه ولی خان هم ملګری وو کله چی دخوست مرکز دپخوانی زوړ بازار جامع جومات او اوسنی وزیرباغ او میلمه کوټ باغونو ساحه کی ېي قوواوی پلي کړی ببرک خان ځدراڼ د ۴۰۰۰ جنګیالو سره را ورسید د نورو قومونو جنګیالي هم ورسره یوځای شول.
هغه وخت انګریزانوپه سیمه کی څوقوی مرکزونه یا کیلی (قشلی ) درلودی دټل کیله چی ترټولو لوی او رهبری کوونکی مرکزؤ، دسپین اوم کیله( قشله ) د سروکي قشله ( کیله ) میررلي کیله اوبله ېي د هنګو کیله وه دپیواړ کیله قومي لښکری د تصمیم نیولو او د جنګی تګ لاری جوړولودپاره خوست مرکزپه متون کی د ملکونډي کلي ترڅنګ د زوړ بازارپرشاءوخوا جمعی جومات ملکی روغتون، میلماکوټ باغ اووزیرباغ سیمی ملی لښکرو جنګیالو ځلمو ډکی کړی وی دهر قوم او ډلی ځانګړی بیرغ به د هغی د پیژندل کیدو لپاره په رپیدوؤ د محمد نادرخان سپاسلار تر مشری لاندی ببرک خان او دسیمی نورو قومي مشرانو غونډه وکړه او په غونډه کی دجنګ کړنلاره و ټاکل شوه ، د سپاسلاردوه نور وروڼه شاولی خان د وزیرو،او تڼیو په استقامت
۱۳
، شا محمود خان ته د منګلو ځاځي میدان او ځاځیو او ورپسی د پیواړد قشلی نیولودنده سپارل شوی وه د د مسودو (ماسیدو) ځوانانو سروکی قشله دمخه
تردی نیولی وه او په قشله کی ۷۵ اوښان په خوراکی او جنګي شیانو بار تر لاسه کړي وو، هغه قومونه چی دمیررلی په استقامت پراته وو د میررلی کیله ماته کړه د ماسیدو( مسودو ) ځوانانوسره یو ځای بنو او ورپسی دره اسماعیل خان ته ورسیدل. د سپین اوم قشله نیولو لپاره افغانی لښکر چی مشري ېي ملی مبارز ببرک خان ځدراڼ کوله دملی جنګیالوزلمیانو له خوا محاصره او ونیول شوه انګریزان وتښتیدل دټل کیله چی د یو بل شمیر ملي جنګیالو له خوا محاصره شوی وه د سپین اوم مبارزینوپه ورتګ دانګریزی قوواو روحیه ماته شوه د یو شمیر انګریزي عسکرو د مرګ او ژوبلی وروسته نوروعسکرو کیله پریښوده اوپه پټه لار چی د کیلی څخه دباندی وتلي وه تښتیدلي وو، انګریزي عسکر به چی پدی وپوهیدل افغانان بر یالی کیږی نوپه کیله کی ټول پاتی خوراکي او نظامي شیان به ېي په اور وسوځول او دوی به وتښتیدل ، ملی مبارزین به په خلي کیله ورننوتل د ټل قشلی ته په ور ننوتو ببرک خان هم زخمی شوی و غازیان په ډیره میړانه هنګو کیلی ته ورغلل او دهنګو کیله هم ونیول شوه پدی توګه دپیواړ د غره په لمن کی قشله چی پیواړ قشلی په نوم یادیده د سیمی غازیان په ډیره میړانه وروختل او هغه خواته د ورکزیو قوم ځوانانوغوښتنه کوله موږ يې نه پریږدو چی تر اټک مو نه وی تیرکړي د پر لپسی بریاؤ په نتیجه کی دسیمی غازیانو روحیه او جنګی مورال ډیر لوړ ؤ په ټولو جبهو کی د ټولو قومي مشرانو تر مشری لاندی غازیانو روحیه ډیره لوړه وه د ببرک خان ځدراڼ تر مشری لاندی غازیانو دانګریزي استعمار لښکری تر کوهاټ واړولی پدی وخت کی انګریزانو خپله ماته ومنله او د خبرو لارېي خپله کړه انګریزانو غوښتنه کوله چی د مرکزی دولت نماینده دی را سره خبری وکړی غازیانو ویل زموږ له خاوری ووځی زموږ استقلال په رسمیت وپیژنې بیا به خبری کوو، محمد نادر خان هم دخبرو لار خوښوله او ویل يي که انګریزان په روغه جوړه زموږ خاوره پریږدي او زموږ استقلال په رسمیت پیژنی ښه داده چی مرکزی دولت ته خبر ورکړو ، هغه ؤ
۱۴
چی مرکزي دولت ته خبر واستول شؤ او د کابل څخه یولوړ پوړی دولتی پلاوی دانګریزانو سره دخبرو دپاره پښاورته ورغلو .
د پلاوي د ټاکل کیدو او لیږلو په مورد مرحوم محترم محمد ابراهیم عطايی
په خپل لیکلی کتاب [د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ] کی [ د راولپنډۍ غونډه ] تر سرخط لاندی داسی لیکی :[[ دانګریز دغوښتنې له
مخې د صلحی د خبرو لپاره امیرامان الله خان له خوا یو هیأت د والی علی احمدخان تر ریاست لاندی وټاکل شوعلی احمدخان د شاه امان الله خان د مېری مور ورور او د خوشدل خان زوی و،
دکابینی مخصوصآ د خارجه وزیر محمود طرزی له نظره والی علی احمد چی دغه وخت داخله وزیر ؤ مطلق مطلوب سړې نه ایسی دی او په مقابل کی يي عکس العمل دومره زیات ؤ چی عبدالهادی داوی د خارجه وزارت لوی مامور د علی احمد سره د همکاری څخه معذرت وغوښت.علی احمد چی راوانیده محمود طرزی احتیاطآ په کابینه کی هیأت لپاره یو د کارطرزالعمل تصویب کړ، په دغه طرزالعمل کی دبحث په وخت کی اعتراضات او د مقابل طرف داعتراضاتو د دفع په باب مشخص لارښوونی ورته شوې وي، د جنګ د ضرر او د صلح د شرایطو حدود ورته په نښه شوی وو او دا ورته یادونه شوی وه چی هیآت باید هره فیصله په اتفاق ارآ تصویب کړي، په پنځمه ماده کی لارښوونه ورته شوی وه چی خبری فقط ددغه طرزالعمل سره برابری وکړی او که نوری خبری منځ ته راغلی چې پدی طرزالعمل کی يې ځواب نه ؤ باید د مرکزسره تماس ونیسې، خو علی ا حمد خان چی وچ مغزه، ناپوه او مغرور سړی ؤ کله چی راولپنډۍ ته ورسید هلته يې پر خپل سر خبری پیل کړی ، یوه بله غټه اشتباه له دی ځایه وه چی د هیأت سره هغه مشکوک پنجابی داکتر غني چی د لمړی مشروطې په وخت کی هم خبری پر پیدا وی دهیآت سره د ترجمان په توګه ملګری شوی ؤ. دا هم د امیر په اشتباهاتو کی یوه نه بخښونکی عمل ؤ.هیأت د جولای ۲۵ نیټه راولپنډۍ ته ورسید او د بریتانوی هند د خارجی سکرترهملتن ګرانت سره يې خبرې پیل کړی او د اګست په ۸
۱۵
د والی علی احمد او ګرانت تر منځ یوه پنځه ماده ایزه معاهده لاسلیک شوه چی د افغانستان موقف يې په شرم اوره توګه د ډاګه وهلی ؤ .
په لمړۍ ماده کې لیکل شوي ووچی د دې معاهدی له لاسلیک څخه وروسته د افغانستان او انګریز تر منځ مصالحت قایم دئ .
په دوهمه ماده کې انګریز یادونه کړی وه چې د خپل خواشینی د سړولو په خاطر هغه وسلې چې افغانستان يې را نیسی د هندوستان له لاری يې اجازه سلبوي چې افغانان يې خپل وطن ته یوسی.
په دریمه ماده کی لیکل شوی ؤ چې انګریز د پخوانی مرحوم امیر ټوله پیسی چی د هند په خزانه کې دی ضبطوی او نوربه هم اوسنی امیرته هیڅ پیسه نه ورکول کیږی.
په څلورمه ماده کې د انګریز د دوستۍ د جلب لپاره شرط ایښوول شوی ؤ چی افغانستان که و توانیږي چي په راتلونکو شپږو میاشتو کې د انګریز قناعت په خپلو اعمالو حاصل کړي، نو انګریز به شپږ میاشتې وروسته یو بل افغاني هیأت را وغواړي او خبری به ورسره وکړي.
پنځمه ماده کې لیکل شوی وو چی د افغانستان او هند تر منځ سرحد چې پخواني مرحوم امیر قبول کړی ؤ او اوسني امیر به يې هم قبلوی او د سرحد هغه برخې چې په نښه شوې نه دی یو انګریز هیأت به يې په نښه کوی او امیر به يې هم منې او د انګریز عسکربه په دغه سیمه کې تر هغه وخته پراته وی چې دا سرحد په نښه کیږي.
دا تړون د افغانستان ملا غوټه ورماته کړه او ددې مستقیم مسؤل که علی احمد وي پخپله امیرهم خپل سري کړي ده . ]]
. داچی په پښاورکی د میز په سرد دروازو تر شا حاکمانو ترمنځ څه وشول دوی پوهیږی او کار یي . خو زما د معلوماتو پر بنا ملی مجاهد ین دوزیرو قوم مشران د ورکزو قوم ځوانان ډیر په غوسه وو همدا شان ببرک خان ځدران دی سیاسی معاملی سره موافق نه ؤ غازیانوغوښتل چی نور هم مخ ته
۱۶
لاړ شي اصلی سرحد یعنی تر مارګلی دروازی پوری ټول یو موټې ازاد افغانستان جوړ کړي.
د ویلو ده چی دهیواد د ازادۍ لپاره پدی جګړه کی دټول افغانستان خلکو هرچا په خپله اندازه ونډه درلوده په ځانګړې توګه دلوي پکتیا یا دهغی وخت د اداري
جوړښت [ ستر جنوبي ] دټولوقومونو جنګیالیواو مشرانو میړانه دستاینی او ویاړ وړ ده، دا چی دغه لیکنه دملکونډي کلي په اړه ده نوځکه دمیرزا محمدحسن خوستي او د هغی وخت د مرکزي سیمی د اربکیو امیر ګلول خان ګډون د افغانستان دازادۍ لپاره جګړه کی دټولو مبارزینو او هیواد پالو جنګیالو سره یوځای زموږ دافتخار وړ اوپه ښه نوم یا د ېي زموږ وظیفه ده په دی توګه په پورته لیکنه کی د اربکیو دوی وظیفی وښودل شوی اول د یوی ملي قوی په توګه د نظم راوستلو وسیله او بل د هیواد څخه د دفاع په چاره کی او د استقلال لاسته راوړلولپاره د اربکیو رول بیان شوی دی .
دمالیي ورکول اوهم د اربکیو ټولول دولت ته د تابعت په معنی وو چی پدی ډول ورو ورو دولت ته مالیه ټولیدل او د هیواد څخه ددفاع او ساتني په خاطر اړوند لیري پرتو سیموڅخه د ماليی او اربکیوټولول ددولتي نظم ټینګتیا څرګندونه کوله ، په خوست کی لمړنۍ د فتري چاری لکه ثبت، راجستر کوټوالیان په ټوله کی دولتي نظم دملکونډي کلي په څنګ کی پیل شوې دی
باید ووایم چی په تیر وخت کی دولتي جوړښت [ تشکیل ] ډیر ساده او یوازی څو کسان وو لکه خزانه دار، ګدامدار، چیلیکي دوخت په تیریدو سره
دحاکم ، سرکاتب ،محرر، مامور او داسی نور نومونه په پورتنیو نومونو وخت په وخت ور زیات شول.
په دی توګه دولتي نظم د ملکونډي کلي تر څنګ پیدا شو او وده یي وکړه ترڅو د خوست نوی [ اوسنې ] بازار جوړ شود پخواني زوړ بازار په پرتله عصری ډیر دوکانونه د اوسیدو مځکې یا نمری او دعصری دولتدارۍ نور جوړښتونه پکی و رغول شول چی تر اوسه هم د پراختیا پرلورپل پر پل ږدي ،
۱۷
اوپنځویشتمی پلي فرقی قومانداني او عسکري کلوپ جوړ شول.همدا شان دحاکم اعلی د کار دفتر ،او د امنیه قوماندنۍ اړوند نور دفترونه اوسنۍ څارندوې قومانداني په ودانۍ کی ځای پرځای شول ، پدی توګه دملکونډي کلي له څنګه د خوست د دولتي حاکمیت دفترونه اوسنیو ټاکل شویوځایونو ته ولیږدیدل.وروستی حاکم چی د ملکونډي کلي تر څنګ ېي دولتي چاری سمبال
کړیدې ارواښاد ډګرجنرال نایب الحکمه [ فیض محمد خان ] لوګري وه . د همدی حاکم په وخت کی د خوست نوی بازار جوړ شویدی او دفترونه ورلیږدیدلي دي . هغی وخت د شرایطو او امکاناتو په نظر کی نیولوسره ېي نسبی ښه کارونه کړیدې. روح دی ښاد وي
په خوست کی د ښووني او روزني څرک او وده :
یوه بله ډیره مهمه خبره چی د ملکونډی کلی د مشرانو له نوم سره تړاو لری په
خوست کی د لمړي ځل لپاره تر څلورم ټولګي پوری لمړني ښوونځي جوړیدل وو.دغه ښوونځې د ملکونډی کلي مشر[ میرزا محمدحسن خوستی ] په زیار جوړ شو ، نوموړې دازادۍ د جنګ نه وروسته دشاه [ امان اله خان ] په وخت کی د سیمي له نورو مشرانو سره یوځای کابل ته وغوښتل شو، د راتګ په وخت کی یي د نورو خبرو تر څنګ د یوه ښوونځي منظوري اخیستي وه او د ښوونځي اړین توکي یي هم د ځان سره خوست ته راوړل .د ښوونځی بیړنی ځای او ښوونه یی په غاړه واخیسته پدی توګه د لمړي ځل لپاره څلور ټولګیز ښوونځئ د ملکونډي کلي دجګ څنار تر سیوري لاندی پیل شو.
لمړنی ښوونکی یي هم پخپله [ میرزا محمدحسن خوستی] ؤ په لمړي سر کي هغه مضمونونه چی په ښوونځی کی ویل کیدل په دی ډول وو: دنیات رسم الخط فارسی،انشاء فارسی،او حساب ؤ . میرزا محمدحسن خوستي مروجه علوم د خپل پلار [ مولانا سالار ] څخه زده کړي وو.
۱۸
نوموړي بر سیره پر مروجه علومو[ فارسي ،عربي،اردو او انګلیسي] ژبو هم پوهیدلو دغی څلورټولګیز ښوونځي څو دوری فارغان ورکړل او بیا څه وخت وروسته د ملکی روغتون ودانۍ ته چی د اوسنی غرغښت لیسی شمال لور ته
موقعیت لري اوپه اخیرو وختو کی د توپچي عسکری قطعی نظام قراول ؤ ولیږدول شو. دی ښوونځي يو شمیرفارغان ټولنی ته وړاندی کړي دي، په دی توګه خوست کی دپوهی اوږده بهیر لمړنئ کاروان په لاره شو . دمخه وویل شول چی ددی ښوونځي لمړنې ښوونکی د ملکونډي کلي اوسیدونکی میرزامحمد حسن خوستې و ، همداشان يې لمړنئ زده کوونکی هم دنورو زده کوونکو په ډله کی ارواښاد حاجی سید حنان د ملکونډي کلي ؤ . چی دشاه امان اله خان په دوره کی يې څلورم ټولګی پای ته ورسولو وروسته يې نوري زده کړي بیا هم د میرزا محمد حسن خوستي سره بشپړی او اداری دولتي چاری يې زده کړی او وروسته په خپل وارد جزا سرکاتب اود نورو بیلا بیلو ادارو مشرتوب ور وسپارل شو . نوموړی په خپل وخت کی د دولتدارۍ په اړوند د میرزایی په برخه کی د لوړ نوم اوشهرت څښتن ؤ ، دارګون د حاکم په توګه يې هم دنده تر سره کړي ده . دمحمد ظاهرشاه د پاچاهې په لمړیو کی شپږم ټولګي ته لوړ کړای شواو منظمه ودانې ورته جوړه شوه . کله چی شپږم ټولګي ته لوړ کړای شو دی وخت کی د ملکونډي کلي دوه نورممتاز زده کوونکو ارواښاد حاجي محمد یونس خان او ارواښاد حاجي عبدالطیف خان دښوونځي لاره خپله کړه چی دواړه په هغه وخت کی ځوانان، همزولي او په یوه ټولګی کی زده کوونکي وو او دواړو نوموړو په ښه درجه ټولګئ پای ته ورساؤ محمدیونس خان دښه استعداد او ورسره د ورین تندي لرونکی سړئ ؤ ډیر ژر ېي د میرزاېي او لیکنی فونون زده کړل په دولتی ادارو کی ېي بیلابیلی دندی سرته ورسولی د وخت سرکاتب جزاءمقرر شو، کله چی افغانستان بانک خپله څانګه په خوست کی پرانستله محمد یونس خان ېي د مامورپه توګه وګمارلو،همدا شان عبدالطیف خان د شپږم ټولګي ترختمیدو وروسته په تڼیوکی د دره ګي ښوونځي چی نوی پرانیستل کیده ښوونکی وټاکل شواو څه موده وروسته نوموړې هم د افغانستان بانک په ماموریت و ګمارل
۱۹
شو دواړه نوموړي په افغانستان بانک کی د عمومي مدیریت تر رتبی ورسیدل او تقاعد شول په دی وروستیو کی ېي داعي اجل ته لبیک ووایه الله دی دوی دواړه دنورو مسلمانانو سره وبخښي . خوست کی دمرکز ښوونځي څخه وروسته دوه ښوونځي نورهم جوړشول یو ېي داسماعیل خیلو ښوونځې او بل ېي د لکڼو ښوونځې ؤ . په لمړي سر کی هرښوونځې د اړوند سیمی په نوم یادیدل خو لمړنې څلورټولګیز ښوونځي چی
شپږ ټولکیز ښوونځي ته لوړ کړشوی و دلوست منظمه وداني هم ورته جوړه شویوه [ چی اوس هم موجوده ده ] دمرکز مکتب په نوم پیژندل کید په ۱۳۳۹ لمریز کال نهم ټولګي ته لوړ کړای شواو وروسته دلیسی درجه ور کړای شوه اودغرغښت لیسی په نوم ونومول شو لمړنۍ دوره فارغان ېي په ۱۳۴۵ لمریز کال ټولنی ته وړاندی کړل چی د ټولګي لمړی نمبرېي ارواښاد شهزار[ لیوال ] ؤ په دی وخت کی ارواښاد عیداتشاه خان د لیسی دمدیر دنده په غاړه درلوده محترم عیدتشاه خان دکابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځې لوستې و لوړ شخصیت پوره حوصله د خلکو اوهیواد سره ېي ژوره مینه او خواخوږی لرله ، نوموړي په ټول هیواد په ځانګړي توګه خوست کی چی دده د کار ساحه وه ارزو درلوده چی که خدای وکړي ډیر خلک د زده کړی څښتانان شی عیدتشاه خان دټولو ښو انسانی صفاتو څښتن و، او همدارنګه دعیدت شاه خان مدیر صاحب هڅه او هاند و چی ډیر وطنپرست او لایق ښوونکی ېي دځان تر څنګ راټول کړل دځینو ښوونکو نومونه چی لیسی دوری ته ېي ښوونه کوله پدی ډول وو: ښاغلو هریو عبدالخالق خان، فقیرمحمد ،محمداله دوران ، غازیبادخان تڼی ، فیض محمد فیاض ، عبدالستارخان،اکبرعلی خان، علی خان ګردیزی او طوطی شاه خان ځاځی وو. غرغښت لیسی ډیر ژر د افغانستان د عالی لیسو په قطار کی غوره ځای خپل کړ په هر کال ېي زیاتو فارغانو دهیواد لوړو تعلیمي موسسو ته لار پیدا کوله په ځانګري توګه په نسبي ډول د افغانستان په سطحه زیات زده کوونکي يې [ پولیتخنیک او طب] پوهنځیو ته بریالي کیدل .
په عمومی توګه ۱۳۳۵لمریز کالونو را وروسته په خوست کی زده کړی ته څه نا څه توجه وشوه همدا رنګه خلکو هم دښوونځیو په لور ګړندي ګامونه
۲۰
واخیستل برسیره پر مرکز ښوونځی ، د اسماعیل خیلو ښوونځي ، لکڼو ښوونځي، تڼیو ښوونځي چی په سر کی تر شپږم ټولګي پوری وو د متواسطی او بیا د لیسی درجی ته لوړ کړای شول، نورو لری پرتو سیمو کی ښوونځي
جوړ شول دښوونځیو شمیر زیات شو. اوس محال خوست میشت د دنیا په هر ګوډ کی دښو زده کړو تر څنګ په ښو کارونو بوخت دي په ځانګړی توګه په عربو کی د خوست د خلکو ښه کارونه یادولی شو د دوی په مټ دخوست بڼه بدله شویده . دشیخ ذاهد پوهنتون خوست ته راوړل اودهغی په پښو درولوکی دخوست خلکو ګډ کار د ستاینی وړ دی ، پدی اخیرو کی د حامد کرزي هغه خبره چی [ ځینی خلک په داخل کی پانګه پيدا کوي خارج ته ېي وړي اود خوست خلک په خارج کی کار کوی ګټه ېي وطن ته راوړي او خپل وطن په ابادوي ] . همدا شان محمداشرف غنی هم وویل چی [ د خوست ابادولوپیسي د قاچاق په شان دنورولارو پیسی ندی. داد کار پیسی دی دخولو پیسی دي چی په حالاله ګټل شوی دي] .
لیکوال شیرولی( ورین )
