شعر
سهاره ویښ یم بیده نه که رابولی مرغی
هغه د خدای په غزل مستی سندربولی مرغی
کاشکی چی ستاسو په انګړ کی یوه شنه ونه شم
لاندی تری ټال وی ستا . په سرکی یی راټولی مرغی
د زړه پرکښت باندی یرغل راوړی فطرت د نغمو
دایی فطرت دی چی غنم خوری او یا شولی مرغی
په پنجرو کی چی نغمی دآزادی غږوی
ستا شاعر زړکی کاروانه دی همځولی مرغی
