دعا
دعا
د ټول جهان واکداره ! ته هر څه لری او هر څه کولی شی دهر چا امید تاته کیږی او هر څوک هرڅه له تا غواړی .
ستا خزانی او کارخانی ډکی دی ، ستا په باغونو کی د شودو ، شرابو او عسلو ویالی بهیږی .
ستا بخششونه او انعامونه بی پایانه دی ، ستا د رحمت نور په ځمکو او اسمانونو کی نه ځا ئیږی .
فقیران او مسکینان درنه د ډوډی سوال کوی .
ماړه او بډایان درنه اشتها اود هضمولو قوت غواړی .
څوک درنه په زاریو او دعاګانو اولادونه غواړی ځنی وایی چه مال او دولت راکړه !
یو وایی جنت می پکار دی بل وایی له دوزخه امان او پنا غواړم
څوک د حورو شوقمن دی او د چا علمانو ته نیم زړه نشته .
مرتبی او لوړی درجی له تا سره دی ، کامیابی او موفقیت ستا په توفیق حاصلیږی .
دین او دنیا ستا په لاس کی دی ، رحت او زخمت ،عزت او ذلت ستا له خوا انسان ته رسی .
بهار او خزان ته راولی ، مرګ او ژوند ستا په اختیار کی دی .
هر څه ته کوی او هر څه له تا غوستل کیږی .
د دی جهان او هغه جهان اجرونه ، خیرونه ، خوندونه او خوشحالی خلکو ته ته ورکوی .
زه پوهیږم چی تا سره هر څه شته .
زما دعا او د زاهدانو دعا
زما ارزو او د پاچاهانو ارزو یو راز نه ده .
زما سوال د بډیانو او مسکینانو له سواله ډیر فرق لری .
زه نه وایم چی ځمکی او پیسی راکړه
نه غواړم چی عزت می ډیر او رتبه می لوړه شی .
موترونه او اسونه می نه دی په کار .
قصرونه او عمارتونه نورو ته ورکړه !
پټی او باغونه هغه چا ته وبخښه چی په خاورو نه مړیږی .
په بانګونو کی د سوداګرو پیسی زیاتی کړه .
د بزرګی اعتبار مه راکوه ! ځکه چی ستا په اطاعت او عبادت له خلکو نه اجر او عزت غوښتل راته ښه نه ښکاره کیږی .
زه له د ټولو نه تیر یم او نورڅه غواړم .
زه هغه څه غواړم چی ته یی هم غواړی او په طالب کی یی یی . هو ! زه ستا له رضا نه خلاف څه نه غواړم .
زه وایم په جهان کی د ظلم بیرغ نسکور کړه .
حق او عدالت ته قوت ورکړه !
په زړونو کی رحم او مینه واچوه !
په دماغونو کی د حق نور او حقیقت رڼا پیدا کړه !
ته کولی شی چی د ظلم قوت په وړو وړو کاڼو میده میده او زری زری کړی یا د هوا په ماشو ظالمان تبا کړی .
مګر موږ د اتوم په بمونو هم دا کار نشو کولی .
الفت نثر کلیات
