وروستي پرلیکه شوي

د محترم الحاج قیام صاحب ښکلی شعر

ما وې کاشکې !
زوی وې خط دې په پښتووای
کتابت دې په پښتو وای
داپردۍ ژبې دې هم وای
خوصحبت دې په پښتو وای
مورېې غلي وې چی زویه
عبادت دې په پښتو وای
تھجُد دې په پښتووای
تلاوت دې په پښتووای
دابه څومره ښه وای،خدايه
چې جنت دې په پښتو وای
پلارورچيغې کړې چې زويه
عدالت دې په پښتووای
دا پښتودې شریعت وای
قضاوت دې په پښتووای
ما وې کاشکې ای پښتونه
لږغيرت دې په پښتو وای
که دې سل ژبې هم زده وای
خوعادت دې په پښتو وای
الھام قیام