وروستي پرلیکه شوي

افغانان او دیموکراسی

افغانان اوديموکراسي !
مخکی لدي چی دديموکراسۍپه هکله ليکلې بحث وړاندی شي ښه به داوي ، چی دافغانستان دمعاصرتاريخ په بهيرکی سياسي حلاتو ، جريانو وضغيت ته لنډه کتنه وکړو . دزياتو افغاني څړن پوهانو په اندافغانيستان کی ايديالوژيک سياست دسيدجمال الدين افغاني څخه پيل کيږي . دښاغلي ارواښاد محمد صديق روهي صاحب ليکنی په استناد سيدجمال الدين افغان دمبارزی عمده موخه داوه ، چی شرقي ملتونه په تيره بيااسلامي دولتونه دفغال او يو روڼاندي اسلام له لاری لوديځ استغمارپه وړاندی قيام وکړي ، د افغاني سيد دښمن يوازی لوديځ ستمار نه و ، بلکه عياش اومحافظه کارواکمنان قشرونه دده په وړاندی دريدلي وء ، نوموړيو قشرونو په هغه وخت کی له سيانس اوپرمختګ څخه ډيرزيات په ويره او ډارکی وء ، اود نړيوال پرمختګ خاصتا” دتخنيک اوسيانس په ډګرکی نوي انکشافونو ته په سپک نظر کتل اوهر څه نوي شيان ئئ د بدعيت په نامه غندل نو همدا وجه وه ، چی سيد جمال الدين داسی استدلال کاوه چی اسلآم ېوازئ دشغايرو اومناسکو څخه مرکب نه دې ، بلکه هغه دژوند دغلمي ليد لوري د يوی لاری په توګه يو داسی ټولنيز نظام دې ، چی هرډول فلسفی ، سياسي، اقتصادي ، ټولنيز ، فرهنګي، نا خوالو ته ځواب ويلئ شي . اما د افغاني سيد هلی ځلی اوعلمي پوه د يوه داسی چراغ سره تشبه کوي چی نړي نور هيوادونه ئئ رڼاکړل ولی خپله شآ اوخوائئ تياره پاتي شوه ختا محمود طرزې چی ډېروخت ئئ په ترکيه تيرکړې وء او هلته ئئ زيات شمير ليکنئ کړي او سيد جمال الدين افکار ئئ له هغه ځايه دځان سره افغانيستان راوړل اوهغه ئئ دافغاني (پتريو تيزم ) – هيواد پالنی سره يو ځاې کړل . دلته روهي صاحب د سيد جمال الدين افغان درول اوافکارو په هکله داسی وائئ : که چيری افغاني سيد افکار مخکی دوطن تر پريښودو يوڅه په ټولنه کی نفوذ کړاې واې ، ښائئ چی دامير امان اله خان ريفورمونه (اصلاحات) به له ماتي سره نه واې مخامخ شوي . که څه هم سيد جمال الدين افغان د ديموکراسي دنام اوعنوان لاندی مبارزه نه ده کړي ، خو دده افکار ، دمغتصبو قشرونو، مخافظه کاروطبقو دازادو آفکارو مخالفانو ونه زغمل . په افغانيستان کی سياسی مبارزی لومړې تشکل د امېر حبیب اله خان د پاچاهۍ په زمانه کی منځ ته راغي ، دغه جوړښت د پراخی جبهی بڼه درلوده ، ځکه چی په هغه کی دتدريجي تحول پلويان دراديکال عناصرو سره يوځاې شوي وء . ددوي ګډ پلات فورم داوء : دمشروطيت ازادئ اومودرنيزيشن دپارمبارزه ، ځکه مشروطيت په واقغيت کی دديموکراسئ مفهوم درلود . که موږوغواړو ددغه وخت سياسي جريانونه چی په هغوکی دقوميت ، ژبی مذهب نژاد توپيرونوته پاملرنه نه کيده ، هغه ګه دسياسي فلسفی دکومی اصطلاح سره وتړو کيداشي چی هغه دليبرال ديموکراسۍ سريزه وګڼو ، نوليبرال ديموکراسي دصنغت تجارت اوتکنالوژې له ودی اوپراختيا سره پيوستون درلود ، نو بياد مشروطيت غوښتنی هلی ځلی داقغانآنو په تاريخ کی چی په هيواد کی دپورته ياد شويو عناصرو يوازی د يوی هيلی په ډول وجود درلود بياهم دمشروطيت هلی ځلی د افغانانو په تاريخ کی لومړئ متشکله سياسي مبارزه ده . دديموکراسۍ دغی مبارزی ددغه وخت سياسي جريان ډير دوام ونه کړ ، ويل کيږي چی ځينو راديکال عناصرو د کودتا لپاره کارکاوه او محافظ کارانو ته پلمه په لاس ورغله چی دنهضت په مخکی خنډونه واچوي ، داميرامان اله خان دپاچاهې په وخت کی هم ګوند جوړ شو چی ( حزب استقلال )اوتجدد په نام شهرت لري . څرنګه چی دا ګوند دپاچا لخوا جوړشوي د سياسي پلوراليزم ښکارندوي نه وء . نوځکه ددموکراسۍ ترغنوان لاندی نه راځي پدی کی شک نشته چی اماني عصرد تجدد او دېموکراسۍ سره تړلې وء اودهغی وخت روشنفکرانو ديموکراسئ دپاره ئئ کار کاوه .دديموکراسې په وړاندی دامير حبيب اله کلکاني د يوه فرد په توګه دځينو افغاني صفتونو خاوند وء خو ديوه پاچاپه توګه نه ېوازی دديموکراسۍ په مفهوم نه پو هيده ، بلکی دعصري ژوند اوتمدن مظاهرو سره ئئ مخالفت کاوه . اعلخضرت محمدنادرشاه چی د سياسي پوهی درلودونکې وء اوپه عرب کی داروپايانوپه ژوند کی درامنځ ته شويو بدلونونو سره تر يوه حده پوری اشنائئ درلوده اوپدی ډول دپراخی تجربی خاوند وء اوخپله ټولنه ئئ ښه پژنده اودترقي او پرمختګ نسخه ئئ وړاندی کړه ترڅود ټولنيزی ناروغيو علاج او درملنه پری وکړي ، دده اداري پرنسيب داوء چی(سره راټول ئئ کړه کنټرول ئئ کړه )ده دديني علماوو اوتحول عوښتونکو روښنفکرانو ټولنی جوړی کړی اوتاجران ئئ په شرکتونوپه کار وګمارل ، کوم اصلاحات چی امير امان اله خان په ډراماتيک ډول پيل کړي وء هغوته ئئ په ارامه توګه دوام ورکړ دپاچاهئ دوره ئئ لنډه وه نو دديموکراسۍدمغرفي کولوطريقه ئئ څرګنده نشوه . اعحضرت محمد ظاهرشاه دپاچاهئ په دوهمه لسيزه کی دسياسي فعاليتونو اجازه ورکړل شوه ځينو کسانوهغه وخت صدراغظم شامحمود خان دديموکراسئ پلارلقب ورکړ. ولی دبده مرغه دديموکراسی پلارلا ژوندې وء چی ديموکراسی يتيمه شوه . پدی کی شک نشته چی دغه ديموکراسي دافغانيستان په شرايطو ارزښتناکه وه دسياسي شغورپه لوړوالې کی ونډه درلوده . ځينوروڼاندو چی تدريجي تحول پلويان وء اوکوښښ یی کاوه ، چی ديموکراسي بايد دهيواد ولايتونوته هم بايد ولاړه شي اوټول خلک ورسره اشنا شي اودخپل ژوند لاره ئ غوره کړي دا ډله کسان دافرط مخالف وء د سرجيه عصرراديکاليزم یی غنده او هغه بی وخته اذان ګاڼه ، ليکن نورو بيا د تدريجي تحول پلويان ددربارنوکران ګڼل د دوي په نظردا يوقلابي ډول ديموکراسي وه چی واکمنه طبقهء غواړي ، پدی وسيله خپل دوستان او دښمنان وپژني هغوي دورکړل شوي ديموکراسۍ سره مينه نه ښودله خو له هفه ئئ ګټه اخستله ددوي داحالت داسی تبليغاوه چی واقغي ديموکراسي هغه ده چی په زور واخستل شي اونه هغه چی ورکړشويوي له همدی امله هغوي خلک دواقغي ديموکراسۍ ګټلودپاره چمتوګول . پدی توګه دوهډوله تمايلا ت په سترګو کيدل ، يوه ډله دخکومت سره دشاهي کورنۍ په لاس کی وه ، بله ډله دزړه له کومی مخالفه وه په ظاهر کی ددوي د مخالفت عمده دليل دا وء چی واکمنه طبقه له اندازی زياته محافظ کاره وه په باطن کی ددوي يو څه اتنيکي ( قومي)اويا مذهبی ناراضايتي هم درلوده ، خوکوښښ ئئ کاوه چی پدی نام سندره ونه کړي ، دغی ډلی د وطن او نداي خلق په نامه هم چاپولی ، په مجموع کی دوي د حکومت سره ښه مناسبات درلودل دوی د هيواد په کورنيو چاروکی له حکومت سره ددرجی په لحاظ توپير درلود نه دنوعيت او ما هيت له مخی ، ليکن دولت په خارجي سياست ددوي بشپړه همکارۍ وڼده درلوده . ويښ ځلميان عبد المجيد زابلي چی يو ملی تاجر او مغتدل ناسيونالست وء دليبرال ديموکراسئ د تغميم لپاره ئئ د پردی ترشاه ډير حدمت کړېدې . دده وفادارشا ګرد نورمحمد تره کي وء چی وروسته ئئ بيا انقلابي لاره غوره کړه . دويښ ځلميانوپه دله کی ځينی مشهور فرهنګي شخصيتونه لکه علامه عبدالحئ حبيبي ګل پاچا الفت عبد الروف بينوا او داسی نور شامل وء . په کندهاري روشنفکرانو روڼاندو کی راديکال عناصر زيات وء . د محمد ظاهرشاه ددوهمی لسيز ديموکراسيدوخت د عيني شاهدانو په قول داصلي مخالفينو په بند ي کولواود اکثرو ويښځلميانو د لوړوچوکيو په ويشلو پاې ته ورسيده ، داسی تبليغات هم اوريدل شوي چی دويښ ځلميانو غړي په خارج کی په لوړو پستونوپه مقررولو سره تبغيد کړل . دحکومت دغه سلوک وروسته بياليږ کيوته پلمه په لاس ورکړه چی دځينو نوروسره په ګډه سياسي فعاليت ونه کړي دلته نودا وخت دې چی شاه محمودخان پسی محمد داود خان صدراغظم شو ، هغه روڼاندي چی ديوي عادلانه دکتاتورۍ طرفداروء ، نوموړي ليبرال ديموکراسئ يو کمزوري دولت چی په اقتصادي لحاظ ضغيف وء يو لوکس تجملي کار ګاڼه ، چی په عمل کئ له ګټی تاوان ډيروء . ددی مطلب اصلي څړونکې ارواښاد روهي صاحب داسی وائئ : دا زما شخصي(ځانګړې) تغبيردې دمحمد داودخان اصلي نيت ما ته نه دې مغلوم خو مخمد ظاهرشاه د پاچاهئ دوخت دڅلويښتمو کالونو کی ديموکراسي داساسي قانون په واسطه تسجيل او تضمين شوه پدی وخت کی نړۍ دوه قطبي وه يغنی په سوسياليزم او ګپيتاليزم باندی سره ويشلي وه . ددغو جلا چلا سيستمونوترمنځ سخته مبارزه روانه وه او د نړۍ په ګوډ ګوډ کی روڼاندي د ايزم په ژبه سره غږيدل په هيواد کی ټول سياسي ګرونه دجريدو او ورځپاڼو په نوم چی دوي خپرولی لکه : خلقيان پرچميان شغله يان او افغان ملتيان ددغه وخت له ديموکراسۍ نه دديمکراتانوپه نسبت چپو ګوندونو دځان په ګټه زياته ګټه پورته کړه . دچپو ګوندونو دديموکراسۍ غوښتنی ډېري جدي او احساستي وی اوکله چی په هيواد کی قدرت تر لاسه کړ بی لدی چی ديموکراتيکو اوصولو او قوانينو ارز ښتونو راغيت وکړي اوټولنی ورځنيز ژوند په معيارواړوي ، دوي يو لړ ډېرو عاجلو بيړه نيو او دمخه نه سنجول شويو کړنو چی هغه زموږ دټولنی دوخت دغوښتنوسره بلکل په تضاد کی وء لاس پوری کړ . دبلی خوا ددوي دتجربو نشتوالي زړه ناوړه دودونه او هغی شتون په ټولنه کی دی سياسي اواداري تجربی کمزوري دچپي واکدرانو دقدرت ليونتوب دپرديو لاسوهنی چپيان دديموکراسۍ په اوله درجه دښمنانو باندی واړول نو هغه وه چی ديموکراسي له ستوني راونيوله اوهغه ئئ را نسکوره کړه او په خټه ورختل ، ولی ددې د مخا هم زموږپه هيواد ديموکراسئ د مد اوجذر بڼه درلوده دليل ئئ ادوء چی دديموکراسی د رامنځ ته کيدو د پاره ، دهغی ديولړپشتوانی او تکيه ګاوته اړتياوه چی هغه غښتلي ټولنيزه منځنئ طبقه ده کومه چی دبورژازۍ د ودی او پراختيا په لړ کی رامنځ ته کيږي ، چی د بده مرغه زموږ په هيواد کی دهغی جوړښت وجود نه درلود . ديموکرسي دژوندانه داسی يومکانيزم او لاره ده چی سر بيره په اقتصادي پشتوانی فرهنګي پشتوانی اوپس منظرهم بايد ولري . افغاني ټولنه چی يوه دوديزه استبدادي دسياسي احتناق دفلسفی نشتوالې دګماتيزم فکري تخجر اقتصادي کمرورتيا دبهرنيو په وړاندی حساسيتونه دګډژوند باندی نه پوهيدل د ځينو مغتصبو بنسټپالو کړيو په لاس زموږ د اولس دازاديو سلبول ، ددين او مذهب په نام په خلکوکی ډار ويره اچول دعلم سره دښمني دا ټول هغه څه دي چی زموږ داولس دپرمختګ په د يوي لومی په توګه کارول کيږي ا
هغه ئئ پکی راښکل کړي آوپدی توګه زموږ افغاني دانساني ژوند نه جلاتوب کی ساتلي ده چی دا ټول دديموکرآسئ د ودی په وړاندی د خنډونودرامنځ ته کولو ستر عامل بلل کيږي . بله نيمګړتيا چی زموږ د تاريخ سه تړاو لري هغه دا چی په هيواد ګی دوخت واکدرانو لخوا دديموکراسئ په اغلانيدلوسره دځان دپاره کوم ګوند جوړ نه کړ چی ديوی خوائئ درا دېکال افراطي عناصرو مقابله کړي وائ له بلی خوائ خلکو ته يو پيغام ليدلورې او پرګرآم وړاندی کړې واې ، نودا سبب وء چی ګوند جمغيت نهضت غورځنګ هغه نومونه وء چی مخالف اپوزسيون په مفهوم استغماليدل . پدی اساس داپوزسيون په لاس کی توره او ډال (سپر) نه درلود چپ ځان ئئ دفاع کړي واي . دڅړونکو په ليد د څلويښتمو کالونو په ديموکراسی کی خارجي ايدالوژۍ په ډيره زياته کچه منځ ته راغلي وه چی تر شاه ئئ بهرنې ځوکونه ولاړ وو چی داکار د هيواد سياستوال داعمالو په هنداره کی په پوره وضاحت سره ښکاريده دا مطلب چی دديمو کراسۍ په وړاندی په افغانيستان کی څه وشول اوچا څه بايد کړې واې دا به تاريخ وسپارو . دلته غواړم دديموکراسې په اړوند ځانګړئ بحث هغی دهغی دتغريف ځخه پيل کړو .
دېموکراسي اودهغی تغريف : – ديموکراسي يوه نړيواله کلمه ده چی په پښتوکی ورته اولسواکي په دري کی ورته مردوم سالاري وائئ او زموږ په هيوادکی داکلمه دلومړي ځل دپاره ديوه ګوند دنام په ترکيب کی وکارول شوه ، کوم چی دعه ګوند يغنی دخلک ديمو کراتېک ګوند دثور د کودتا وروسته د ځواک سياسي واګي په لاس کی واخستل دهغی وخت رژيم دغه کلمه په نني مفهوم سره ردوله اوهغه ئئ دخلقي اوتودو يا پرکانيزه ديموکراسي په مفهوم تغريف اوپژنده دوې اغتقاد درلود چی دټولنی يوازی کارګره طبقه ده چی ديوه کارګري ګوند له خوائئ لارښوونه کېږي اوسياسي ځواک په هغی پوری اړه لري . اود دولتي واکمنې په سر کی هم ددی ګوند آستازي ځاې درلوديغنی دخلکو ديموکراتيک ګوند ، دافغانستان دولت دخلکو ديموکراتيک جمهوريت په نوم يادوه . دهغه وخت واکمن ګوند په وړاندی خلقي ديموکراسي او ياملي ديموکراسي داسی منا درلوده جی دخلکو ګڼی پرګنی يوځاې دافغآني ټولنی هغه محروم خلک دي چی دسياسي واکمنۍ حق لري ، اما دوی بل هيڅ ډول د سياسي واک دچلولو لپاره کوم بل د واک چلولوسيستم اومکانيزم نه درلود چی ددوي کړنی اوکرونو څرنګوالې دڅړنی او څار لاند ونيسي ، دلته موږ پدی بايد پوه شو چی ديموکراسي يوازی دنوم په ايښودلو اودنوم په اخستلو تغريفولو په ټولنه کی نشي عملي کيداې حال دا چی ديموکراسي داسی يو مکانيزم او دژوند عملي کړنلاره ده چی په يوه سياسي ديموکراتيک نظام باندی شهرت لري اوپه ټولنه په پلي کيدوسره تر سره کيږي . کله موږ دديموکرسئ په هکله خبری کوو ، په افغانستان کی موږددی واقغيت نه سترګی نشو پټولۍ چی زموږ خلک دديموکراسۍ په هکله يو څه بد ذهنيت احساس کوي دآځکه ديمو کراتيک کلمی دخلکوپه زړونوکی یو څه بده خاطره پريشي ده اوځوانان او روڼاندي ددی کلمی داوريدوسره يو ځه حساسيت ښکاره کوې داځکه جی دديموکراسي د کلمی ديموکراتيک صنعت دداسی خلکو په انحصارکی وو چی دمارکسيزم دعقايدو نه ئئ پيروي کوله ترټولو مهم ديادولو وړ مطلب دادې چی دخلکو ديموکراتيک ګونذ اصلا” دديموکراسی دهغی په واقغي مناباندی ردوله ددوي په اند دديموکراسې مناداوه چی په هيوادکی پراخی پرګنی چی دهيواد خواره لوي اکثريت جوړوي اوپدی خاوره کی ژوند کوي دهرډول او حقوقو آو امتيازاتو بی برخی پاتی دې نو له همدی سببه دوي يوآځني خلک دي چی دحکومت کولوحقداردي ، ولی که چيري موږددوي دعه ادعا په پوره ځيرکۍ دديموکراسي داصولو په رڼاکی کی وګورو، نوداسی نظامونه چی يوازی ديوه ګوند له خوا منځ ته راغلي وي په هغی کی هڅکله هم داسی مکانيزم وجودنه لري چی هلته ددوي په اصطلاح محرومی طبقی دټاکنی دلاری دخپل خوښی وړ کسان دکارونو د پرمخ بيولو دپاره خپل د ګوند غړي وټاکي او په همدی دوې وکړاې شي چی ددغو استازو په کړنوباندي څارنه اوکنترول وکړي . ددوي ټولی کړنی او اعمال صرف دديمو کراسی بدنامول وء اوبس . دبلی خوا ددوي حکومت استبدادي جوړښت درلود بل چاته ئئ په واک کی د ګډون حق نه ورکاوه