د غرغښت ټولنی د لوی اختر مبارکی
بسم الله الرحمن الرحیم
دلوی اختر مبارکی
درنو او قدرمنو هیوادوالو !
اختر مو نیکمرغه او مبارک شه !
د اختر د بختورو ورځو د رارسیدو له امله د افغانستان او ټولی نړی مسلمانانو ته د زړه له کومی مبارکی وایو .
لوی اختر چه د ټولی نړی مسلمانان پدی ورځ د بیت الله شریف زیارت او د حج مراسیم چه د اسلام پنځم رکن دی د پوره کولو دپاره یو ځای عبادت کوی همدا شان په کلیو او بانډو کی همدا ورځ په شاندارو مراسیمو لمنځل کیږی .
افغان ولس په تیرو څلورو لسیزو کی زیات تکلیفونه لیدلی دی او زیاتی قربانی یی ور کړی دی ، او د پرادیو د شومو پلانونو ښکار ګر ځیدلی دی .
ګرانو هیواد والو !
د دی سترو عبرتونو او الهام د ورځو په برکت د لوی څښتن تعالی له درباره هیله لرو تر څو زمونږ په هیواد کی سوله ، وروری او ارامی راشی تر څو خپل ګران هیواد افغانستان د نړی د نورو پرمخ تللو هیوادنو په شان په امن وقار او وروروالی کی ژوند وکړی .
یو ځل بیا تاسو قدرمنو هیواد والو او ستاسی قدرمنو کورنیو ته د روغتیا جوړتیا او نیکمرغه ژوند دعا کوو .
او د نیکمرغه اختر سپڅلی ورځی دی تاسو او ستاسو قدرمنو کورنیو او د نړی ټولو مسلمانانو ته مبارک وی هره ورځ مو اختر او شپه مو برات شه
په هالنډ کی دغرغښت ټولنه
