وروستي پرلیکه شوي

اروښاد پوهاند محمود سوما

اروښاد پوهاند محمود سوما
دا حتمی نه ده چه هر څوک د ستا په شان نظر ولری .
دا هم حتمی نده چه هر څوک د ستا په شان عقیده ولری ،
دا ضروری او حتمی خبره ده چه حق ته به حق وایی او د حق خبره به کوی . بلی د نظر احتلاف د هر انسان حق دی .
ما ډیر انتظار وکړ چه د ستر شحصیت پوهاندمحمود سوما په ارتباط به څوک لیکنه وکړی او یا به یی څوک په ارتباط کتاب ولیکی یا به یی چا په ارتباط څه لیکلی هم وی خو تر ما پوری نه دی را رسیدلی ، لیکوال او ژورنالیسان ډیر دی یوه ښکلی لیکنه خو یی په ارتباط کولی شی .
اخیر دی نتجی ته ورسیدم چه قلم راوخلم او خپله یی په ارتباط نیمګړی معلومات ولیکم ځکه زمونږ ټولنه دومره زپل شوی ده چه څوک یی خوښ نه وی او یا ورته غریب ښکاره شی د هغه ښه کارونه هم ورته ښه نه ښکاری .
پوهاند محمود سوما د علم ګل زوی پر ۱۳۱۰ لمریز کال کی د خوست ولایت په متون کی په یوه بزګره کورنی کی زیږدلی دی لومړی زده کړی یی دخوست په غرغښت ښونځی کی وکړی لوړی زده کړی یی د بکلوریا تر درجی د کابل په درالمعلمین کی پرمخ بوتلی په ۱۳۳۳ او ۱۳۳۹ کلونو پوری یی د بیروت په امریکایی پوهنتون کی زده کړی وکړی
د۱۳۴۱-۱۳۴۳لمریزو کالونو کی یی د امریکا متحدو ایالتونو په کولمبیا پوهنتون کی د کیمیا او ساینس په څانګه کی لوړی زده کړی وکړی او ماستری یی واخیسته .
کله چه د امریکا څخه افغانستان ته راستون شو نو د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی یا د ښوونی او روزنی په پوهنځی یا موسسه کی تدریسی غړی په ټوګه په دنده پیل وکړ .
د ۱۳۴۴ کال څخه تر ۱۳۵۷کال پوری په ساینس پوهنځی کی د استاد په توګه دنده تر سره کړه .
د ۱۳۵۷ کال د غوایی د ۷ نیټی تر پاڅون وروسته محمود سوما دلوړو زده کړو د وزیر په توګه وټاکل شو .
۱۳۵۸کال د مرغومی د میاشتی تر ۶ شپږمی نیټی پوری و لوړو زده کړو وزیر ؤ . خو په افغانستان باندی د شوروی اتحاد تر یرغل وروسته زندان ته واچول شو او هلته یی ۱۲ کاله بندی پاته شو ، نوموړی د دکتر نجیب الله په واکمنی کی له څرخی پله له زندان څخه را خوشی شو او د حکومت له خوا ورته د لوړو دندو وړاندیز وشو خو ده ونه منه او په کابل پوهنتون کی بیا استاد شو ،
پوهاند سوما په ۱۳۵۷ په ځینو مهمو ورځ پانو کی علمی او ساینسی مقالی چاپ شوی دی او په ۱۳۵۳ کال کی د( پوهنه) په مډال باندی هم ویاړل شوی دی .
د۱۳۷۱ د غوایی تر ۸ نیټی وروسته هم د کابل پوهنتون کی په دنده بوخت وه خو د شرایطو د خرابیدو او کورنی جګړی د سختیدو له امله پاکستان ته کډوال شو او دری کاله په پښور کی د خپلی کورنی سره اوسیدلی دی . هلته یی هم د کیمیا په څانګه کی تدریس ور کوه .
محمود سوما ۱۰ سیاسی کتابونه لیکلی دی د ژوند په اخیر کی په یوه بل کتاب مصروف وه خو ژوند یاری ورسره ونه کړی او په ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه د ۸۴کالو په عمر له د نړی ستر ګی پټی کړی او دخوست په متون کی خاورو ته وسپارل شو ، پوهان محمود سوما نه یوازی علمی شخصیت ؤ بلکی مطرح سیاسی شخصیت هم وو او د هیواد دابادی او خپلو هیوادوالو د هوساینی دپاره مبارز هم وه …
پوهاند سوما صاحب د علومو(ساینس ) پوهنځی ۱۳ دریالس دوری محصیلان تربیه کړی دی چه ټول یی د افغانستان کدرونه دی او هغو معلمینو یا ښونکو نور شاګردان تربیه کړی دی چه مجموعه دیر زیات خلک کیږی .
سوما صاحب د نورو زیاتو کارونو تر څنک د ټول افغانستان دپاره د اوم څخه نیولی بیا تر دولسم ټولګی پوری د کیمیا کتابونه هم لیکلی دی چه دا ډیر لوی کار دی هر زده کونکی چه د لیسی دوره یی ختمه کړی وی د سوما صاحب دنوم سره ښه اشنا دی . د خوست او ټول افغانستان خلک د سوما صاحب د نوم سره اشنا دی هغه به د اطرافو محصلینو سره دیر زیات کومکونه کول او د غریبانو او مظلومانو د مشکلاتو څخه ښه خبر وه ځکه خپله هم په یوه غریبه کورنی کی را لوی شوی وه .
د یوه کال وزارت په دوره کی یی اطرفی ځوانان ډیر زیا ت پوهنتونو او خارجی بورسونو ته واستول . چه اکثریت یی اوس ښه انجنیران او دکتران او فنی کدرونه دی .
په پرمخ تللی نړی کی خلک خپل پوهانو او عالمانو خلکو ډیر قدر ورکوی د هغه دین عقیده ژبه او ایډیالوژی ته نه ګوری .
سوما صاحب ما په ژوند کی دوه ځلی لیدلی دی یو ځل د کابل په پوهنتون کی چه محصیل وم سوما صاحب د لوړو زده کړو وزیر وه .
یوه ورځ په موټر کی د موتروان سره لیلیه او طعام خانی او اشپزخانی ته د کنترول دپاره راغلی وه یو چا راته وویل چه سوما صاحب دی ما هم د لری ولیده .
دوهم ځل بیا د هیواده ډیر لری په مهاجرت کی چه دیر تکلیفونه او مشکلات یی لیدلی وه په کمپ کی ولیده .
دلته په مهاجرت کی یی هم ډیر زیات مشکلات ولیدل ځوانه لور او بیا یی وروسته کډه په حق ورسیدی چه د هم ډیر زیات خفه کړ . ډیر نږدی دوستانو هم ورسره چندان ارتباط نه درلوده . خو په امستردام کی خوستوالو یی هر وخت پوښتنه کوله او تلیفونی ارتباط مو ورسره نیوه ، کله چه د غرغښت ټولنه جوړه شوه د رایو په اتفاق د غرغښت ټولنی افتخاری غړی هم شو .
زمونږ دپاره هغه افتخار هم بس دی چه د سوما صاحب دپاره مو په ژوندونی لمنځل غونډه جوړه کړی وه چه خپل د ژوند خاطرات یی راسره شریک کړل ما هغه ورځ یوه کوچنی غوندی ویډیو هم اخیستی وه زه بی تجربه وم د ویډیو کیفیت دومره ښه نه دی راغلی .
مونږ د امستردام ملګری په اختر او نورو د خوشحالیو په ورځو کی کور ته وراغلی یو هر ځلی مو تری نوی څه زده کړی دی . د ژوند په اخیرو ورځو کی په غوږو هم لږ دروند ؤاو د مریضی څخه هم په تکلیف وه خو له ده سره مجلس خاسته کن نه وه په هر ځل به چه مونږ ملګری تری رخصت شو یوه خاطره علمی کیسه مو په یاد کی پاته شوی ده ،
دومره لوړ شخصیت او د خلکو په درد دردمند خلک ډیر کم پدی نړی پیدا شوی دی .
علم او پوهه دا هغه څه دی چه کله یی څوک واوری یا دغه نومونه د چا تر غوږو ورسیږی یو ډول کیف او خوښی محسوسوی کوم عزت چه څښتن تعاله پوهی ته ورکړی دی هغه تر دی نړی هم زیات دی کوم درانښت چه رب العزت د علم په نامه ایښی دی دغرونو درنه او هسک دی
لکه اسمان چه په لمر ، سپوژمی او ستورو ښکلی ښکاری همدا شان دا ځمکه هم په عالمانو او پوهانو ښکلی ښکاری ،علم پاشلی نور دی او عالمان یی يو ځای کونکی دی .
له همدی امله عالمانو ته د ځمکی ستوری هم وایی کله چه کوم عالم د ځمکی په مخ قدم ږدی د جهانونو غوندی ښکلاګانی او د سپرلی غوندی تازه ګی ورسره راځی .
کله چه د ځمکی د مخه څخه کوچ کوی په زرګونه هیلی او امیدونه ورسره مری او په زرهاوو پوښتنی بی ځوابه پاته کیږی .
پوها محمود سوما د خوست د قافلی د سر لاری څخه وه د افغانی او پښتنی کور ځلاند ستوری او بله ډیوه وه .
نن که هغه ظاهر زمونږ په منځ کی نشته زمونږ له منځه یی کوچ کړی دی خو په معنوی لحاظ زمونږ سره اوس هم شته تر څو چه په افغانستان کی د کیمیا مضمون لو ستل کیږی د هغه معنوی لاس به زمونږ په اوږو پراته وی ، داسی څه یی مونږ ته میراث پاته دی چه مونږ به هر وخت د هغه په یاد کی پاته وه .
روخ د یی ښاد وی
نجیب الله نجیب