دسهار وختی پاڅیدل د اسلام او طب له نظره
د سهار وختی پاڅیدو ګټی د اسلم او طب له نظره
د اسلام مبارک دین خپل پیروان د شپی وختی ویده کیدو او د سهار وختی پاڅیدو ته هڅوی لکه چه الله تعالی فرمایی :
ژباړه : د سهار لمونځ ادا کړی ځکه دا دشپی او ورځی د ملایکو د حاضریدو وخت دی .
همدا رنګه رسوالله صلی علیه وسلم فرمایی : د سهاردوه رکعته لونځ له دنیا او هغه څه چه په دنیا کی دی غوره دی .
همدارنګه فرمایی : د ماسختن له لمانځه وروسته د علم له زده کړی څخه پرته بل څه ته مه راټولیږی . او بل ځای بیا داسی وایی : زما دامت په وختی پاڅیدلو کی برکت اچول شوی .
سهار وختی پاڅیدل له ساینس او طب له نظره :
اول : سهار وختی له لمر ختلو مخکی په هوا کی د اوزون ګاز فیصدی زیاته وی او کرار کرار کمیږی تردی چه له لمر ختلو وروسته په مکمله توګه له منځه ځی.
دغه ګاز دانسان عصبی سیستم ته ډیر ګټور دی فکری ،ذهنی او عصبی فعالیتونو ته تقویت ورکوی او په دغه وخت کی د انسان فکری او بدنی قوه خپل اعظمی حد ته رسیدلی وی ځکه کومه خوږه وږمه چی سهار وختی لګیږی د هغی مثال بل وخت نه لیدل کیږی .
دوهم : دلمر ختلو په وخت د لمر رنګ سوروالی ته نږدی وی او دا معلومه خبره ده چی سوررنګ انسان کار او فعالیت ته هڅوی او په د وخت کی د لمر وړانګی په بدن کی ویټامین ډی جوړوی .
دریم : سهار وختی پاڅیدل انسان په زیات خوب باندی له عادت کیدو څخه ساتی او دا اوس ثابته شوی چی هغه کسان چی په دوامداره توګه ډیر ساعتونه په خوب تیروی د زړه په مرضونو د اخته کیدو زیات امکان یی شته ،ځکه په د صورت کی انسان زیات وخت ساکن وی او په دی سره د وینی په رګونو کی غوړ مواد رسوب کوی . د وینی فشار لوړیږی او د زړه د رګونو د بندیدو له امله د زړه له ناڅاپی حملو سره مخامخ کیږو .
څلورم : کورتیزول هغه ماده ده چی د بدن فغالیت زیاتوی په وینه کی د قندونو اندازه لوړوی او بدن ته انرژی او قوت ورکوی دا ماده سهار وختی په بدن کی خپل لوړ حد ته رسیږی .
مسلمانه وروره !
پورتنی ګټی یوازی د هغه کسانو په برخه کیږی چه په تیارو کی له درانه خوبه راویښیږی او د کا یناتو د څښتن په وړاندی په زاریو وی او که له دغو ګټو سره د لمانځه او اوداسه ګټی هم یو ځای کړو نو د دنیا هیڅ ګټه ورسره نه سی برابریدای .
دا ګټی به څوک د لاسه ورکوی ؟
څوک به له دی خیر او برکته محروم وی ؟
هغه څوک چه تمامه ورځ په بی ځایه ګرځیدو تیروی او تر نیمو شپو پوری په عبثیاتو او بی ځایه کارونو مصروف وی حال دا چه اسلام تری منع کړی دی .
د مصیبتونو او کړاوونو له څپانده او طوفانی سمندر څخه د امن او سلامتیا ساحل ته د اسلامی امت د ډوبیدونکی کشتی د رسیدو په هیله
پښتو ژباړه : دکتر عبدالوحید منصور
