سینما
سینما
هسی می پخوانی وختونه راته یاد شول ، هغه وخت خوست ښار ډیر ښکلی وه او د هغه وخت د خوست د ښکلا په باره کی که ژوند باقی وه وروسته څه ولیکم خو دومره به ولیکم چه د خوست ښار دری طرفه په شنو ښکلی ناجوګانو او پارکونو ښار ته ښکلا ور کړی وه .
د شنو ونو او پارک سره د سینما تعمیر هم ؤ ویل کیدل چه د فیض محمد خان په وخت کی جوړه شوی وه په هغه وخت د سینما دا تعمیر ډیر ښایسته ؤ .
هسی خو سینما داوو هنرونو په منځ کی ښکلی هنر او خپل ځای لری د سینما هنر نه یوازی دا چه د یوی ژبی په ادبی پرمختګ کی ونډه لری بلکی د یوی ټولنی کلتور او پرمختګ ځانګړنی نوری نړی ته روښانه کوی او د ټولنی په اخلاقی روزنه کی هم رغنده رول لوبوی . هنری ، مستند ،او روزنیز فلمونه د یوه لوړ روزنیز ی ښونځی په کچه ارزښت لری . که څه هم اوس په نړی کی سینما چلوونکی له سینما څخه د یوه غوره هنر په ځای دګټور تجارت په توګه کار اخلی او د سینما هنری او روزنیز اړخ ته دومره پام نه کوی او همدا وجه ده چه غوره هنری فلمونه اوس دومره مینه وال نه لری . خو بیا هم سینما د یوه ښکلی هنر په ټوکه خپل دریځ ساتلی دی .
سینما د شلمی پیړی زیږنده ده . خو د سینما تاریخ ډیر اوږد دی ځکه چه د سینما د هنر بنسټ تمثیل دی او د تمثیل پیل تر اوسه چا ته نه دی معلوم د انسانانو د پیدایښت سره تړاو لری او پایله یی د سینما هنر ګڼلی شو .
د سینما هنر د خپل زیږون په هماغه نژدی لسیزو کی د پښتو ژبی لمن هم ونیوله چه اوس د پښتو سینما مخی له نیمی پیړی اوړی . لومړنی پښتو سینمایی فلمونه چه په پیښور کی پیل شول نه یوازی دخپل لوړ هنر له مخی بلکی د خپل روزنیز اړخ له پلوه هم د خورا ارزښت درلودونکی وه .
چه په خپل وخت کی یی ډیر زیات مینوال پیدا کړل او داسی هیلی پیدا شوی چه پښتو ژبه به په راتلونکی کی یوه پیاوړی او هنری سینما ولری . د یوه غوره سینمایی فلم د نورو ځانګرنو تر څنګ یوه ځانګړنه دا ده چه کلتوری اړخ یی ځواکمن جوت او رښتینی وی ،
په کابل کی هم پښتو فلمونه جوړ شول چه خلکو ډیر خوښ کړل په هغه فلمونو کی د خوست څخه سردار (وفا ) یوه ښایسته ځوان ؤ کار کړی دی . بیا وروسته د خوست ډیرو ځوانانو په افغان فلم کی کارونه کړی دی .
رحمت الله خوستی خو هغه هنر مند دی چه ټول افغانستان یی دنوم سره اشنا دی او په مستندو او هنری فلمونو کی یی کار کړی دی . اوس خو په ښکلی خوست کی ډیر هنرمندان شته خو د پرمختګ ښه چاپیرال او اقتصادی امکانات یی تر اوسه کمزوری دی ،
ـ همداشان یو بل علت یی دا دی چه مونږ خپل هنرمندان څنګه چه لازم وی نه دی تشویق کړی .
ـ دولتی چارواکو خو پښتو فلم ته هیڅ توجه نه ده کړی .
ـ د نور ډیرو لاملونو تر څنګ دولتی چارواکی د پښتو فلمونو د جوړیدو مخه نیسی او یا ورته خنډونه جوړوی .
زما مقصد له دولتی چارواکو څخه چه افغانی فلمونو ته خنډونه جوړوی دا دی چه دولت هندی ترکی او نورو هیوادونو فلمونه په پیسو اخلی که دا پیسی په افغانی فلمونو او سینما ولګول شی افغانان به د خپلو فلمونو خاوندان شی .
د خوشحالی ځای دی چه د سندرو هنر ، سینما او تیاتر د خلکو په کومک ښه پرمختګ کړی دی ،
په ښایسته کندهار کی ښکلی فلمونه جوړ شوی دی همداشان د سینما هنر په ننګرهار همیشه بهار کی ښه پرمختګ کړی دی همدا شان ښکلی خوست هم په د لاره کی قدمونه ایښی دی او په نور هیواد کی هم څوک قرار نه دی ناست چه دا هم دخوشحالی ځای دی .
د خوشحالی ځای دی چه خوست کی دری تلویزیونی څانګی فغالیت کوی که دوی هم خپل تلویزیونی سریالونه ټولنی ته وړاندی کړی زمونږ خوشحالی به نور هم پسی زیاته شی له دی څخه څوک انکار نه شی کولی چه دوی خپل خدمتونه ټولنی ته په صداقت سره کړی دی چه د خوست خلک تری مننه کوی
نجیب
