وروستي پرلیکه شوي

په هالنډ کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت دلوی سفیر سره د غرغښت کلتوری بنسټ مشرتابه کتنه وشوه

په هالنډ کې دافغانستان داسلامی جمهوریت دلوی سفیر سره دغرغښت دکلتوری بنسټ دمشرتابه کتنه وشوه،په غونډه کې دافغان سفیر سره په هالنډ کې دمیشته افغانانو دستونزو په هکله مفصلې خبرې وشوې.لمړۍ افغان سفیرداکتر همایون عزیزی ته ددوی دنوی دندې مبارکی وویل شوه اوددوی ستاینه وشوه چه دباورلیک په مراسمو کې یی افغانی کلتور ته درناوۍ کړۍ ؤ.
وروسته په لاندو مسایلو خبرې وشوې:
۱.دملی ارزښتونو ساتنه
دافغان سفیر سره پدې اړه بحث وشوو چه په هالنډ کې ډول ډول اجتماعی سازمانونه وجودلری او هر اجتماعی جوړښت دخپل سلیقوی پروګرام له مخې خپله کړنلاره ترتیب اواجرآ کوی چه داډول کړنلارې دافغانستان ملی یووالی او ملي ارزښتونو سپکوی اودافغانستان بین الملی اعتبار کمزورۍ کوی له د وغوښتل شول چه دخپل وظیفوی مسؤلیت په اساس کولای شې چه ددغو اجتماعی سازمانونو باصلاحیته نماینده ګان سره راټول اوهغوی ته وښودل شی چه خپلې کړ نلارې اوفعالیتونه داسې ترتیب کړی چه دافغانستان ملی یووالي اوملی ارزښتونه پکښې خوندی وی.
۲.یو لړ افغان مهاجر چه دپناهندګي دپروسې په جریان کې دجنګی جرمونو په نام تور دی کالونه کالونه دهالنډ دولت مثبت اویا منفی ځواب نه ورکوی او دانتظار شپې او ورځې تیروی او دغه افغانان په روانی مرضیو مبتلآ شویدی،له سفیره وغوښتل شول چه په خپل دیپلوماتیک چوکاټ کې دهالنډ داړونده مقاماتو سره په زغرده خبرې وکړي.
۳.افغان سفیر څخه وغوښتل شول چه په هالنډ کې میشته افغاني ظرفیتونو څخه ددافغانستان په بیا جوړونه کې ګټه واخیستل شی او په همدې ډول په هالنډ کې افغان سوداکر دوهڅول شی چه په افغانستان کې پانګه اچونه وګړی همدارازا فغان سفیر ته وویل شول چه هالند یو پرمختللۍ زراعتی هیواد دۍ نو ښه به وی چه هالنډی سوداګر اوشرکتونه وهڅول شی چه پدې برخه کې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړی.او په یو لړ نورو مسایلو هم خبرې وشوې.
په اخیر کې سفیر دمننې ترڅنګ وویل چه افغانستان زموږ ګډ کور دۍ او په ګډه به دافغانستان دبیاجوړولو هڅې کوو.
په درنښت
دغرغښت دکلتوری بنسټ مشرتابه
۱۷-۱۱-۲۰۱۷