وروستي پرلیکه شوي

کیسه

کیسه
وایی د سلطان محمود غزنوی د قصر ( بنګلی )په دروزه کی دوه کسه غریبان ناست ؤ .
په د دواړو کی یو ډیر چپلوس او ژبه ور ؤ چه رئس ، وزیر یا وکیل به تیریده ورته ویل به یی چه څه راکړه او هغوی به څه ورکول .
دوهم سړی د دغه کس برعکس ؤ هر وخت به خاموشه او غلی ناست ؤ .
چپلوس به ورته ویل : ولی اختیاج نه لری ؟
ولی د خپلی ژبی چه خدای پاک در کړی ده استفاده نه کوی دخدای غریبه ؟
د هغه هر وخت تکیه کلام ؤ چه هر وخت به یی تکراروه !
ویل یی : ښه کارونه هر وخت خدای پاک جوړوی …
سلطان محمود د چا خر دی !
وروسته ټول پوهیدل چه د ده تکیه کلام څه دی …
یوه ورځ سلطان محمود ته چا وویل چه پوهیږی دغه دوه کسه غریبان چه د دروزی مخکی ناست دی څه وایی ؟
ویی ویل : غواړم پوهه شم یو یی ډیری خبری کوی او بل هیڅ هم نه وایی ؟
ورته ویی ویل : پاچا د ژوندی وی هغه چه څه نه وایی خاموش دی د دروزی څخه یی وشړه په تاسو پوری بدی خبری کوی .
څه وایی ؟
که رښتیا ووایم چه کله ورڅخه پوښتنه وشی چه پاچا او وزیر ته ولی احترام نه کوی چه تحفه در کړی !
دای وایی : چه ښه کارونه خدای پاک جوړوی !
سلطان د چا خر دی !
د سلطان عصاب ډیر خراب شول اوس یی ورته ښایم چه دنیا د چا په لاس کی ده ،
یو سور کړی چرګ مښام ته راوړی او حاضر یی کړی .
چرګ یی ورته راوړ او پاچا یو قیمتی د الماس غمی د چرګ په منځ کی کیښود چه د غریب د اوس او اینده دپاره بس ؤ .
ورته ویی ویل هغه غریب ته یی ورکړی چه ما ته احترام کوی چه ملګری یی په د پوهه شی چه ټول کارونه څوک کوی . چرګ یی یووړ هغه چپلوس غریب ته یی ورکړ .
په د شپه غریب ته وزیر هم ښه ډوډی ور کړی وه او هغه بیچاره دومره ډوډی خوړلی وه چه نور ځای نه وه پکی پاته .
د خپل غریب ملګری یی پوښته وکړه ؟
نن د څومره کار کړیدی !
د درو سکو !
ورته ویی ویل ګوره دغه سور کړی چرګ دیر قیمتی ده خو دا دری سکی راکړه چه در یی کړم .
ترشی هم لری !
غریب وویل نه یی غواړم
ورته ویی ویل ښه دوه سکی راکړه !
نه یی غواړم
ورته ویی ویل یو سکه راکړه
نه !
دغه چرګ د په لاس کی اخیستی دی ځای هم نه لری چه ویی ساتی اخیر به بوی وکړی مجبور یی ډیر لری یی وغورځوی چه دبوی څخه یی ځان خلاص کړی . اوس غواړی په ما دا کار وکړی !
ورته ویی ویل همداسی یی واخله که دلته پاته شی رښتیا هم بوی کوی .
چرګ یی واخیست چه اول شخوند (لقمه) یی وکړه الماس یی ولیده ..
الماس یی په جیب کی کیښود او ویی ویل : ګرانه ملګریه د سبا څخه وروسته امکان شته ما ونه وینی ،
خو یو شی د په یاد وی : چه ټول کارونه خدای کوی سلطان د چا خر دی !
سبا ته سلطان ولیدل چه یو غریب شته او بل تللی دی …
ویی ویل داخل ته یی راولی .
پوښتنه یی ځنی وکړه چه ملګری د چیری دی ؟
ویی ویل تیره ورځ یی همدا خبره وکړه او نن ورځ نه دی راغلی !
سلطان په قهر سره ورته وویل : ته ولی ګدایی کوی ولی تاته می تحفه نه وه درلیږلی !؟
ویی ویل : څرنګه چه د وزیر ډوډی می زیاته خوړلی وه نو هغه چرګ می خپل ملګری ته ور کړ !!!
سلطان لږ جګرخون شو او ورته ویی خندل ویی ویل :
دا جمله چه زه یی وایم ته به یی تکرار کړی کنه پوهیږی د لښتو لاندی کوم دی :
ووایه : ښه کارونه خدای کوی ، سلطان محمود دچا خر دی .
ژباړه نجیب