ښایسته معلومات
شایسته معلومات
د څلورو سره باید خیانت ونه کړې :
د رب عزوجل سره .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره .
ستا د دین سره .
ستا د وطن سره .
د څلورو سره باید جفا ونه کړ.
د پلار سره.
د مور سره .
د ورور .
د خور سره .
څلور باید ستا د کرم او احسان څخه محرومه او بې برخي نه کړې :
ښځه .
اولادونه .
دوستان .
ملګري یعني اشنایان .
د څلورو سره سختي مه کوه :
د یتیم سره .
د مسکین سره .
د فقیر سره .
د ناروغ سره .
څلور باید ناراضه او په قهر نه کړې :
علماء .۱
معلمان یا ښوونکي .
نېکان یا پرهېزګاران .
د ډېر عمر خلک ، که ښځي وي که نارینه .
د څلورو څخه علاقه مه پرې کوه :
لمونځ .
قران مجید .
د الله جل جلاله ذکر .
قریبان .
څلور کارونه مه کوه :
کبر .
غرور .
حسد .
عناد .
په څلورو خویونو ځان ښایسته کړه :
صبر .
فراخه سینه .
علم .
سخا .
د څلورو سره احتیاط کوه او ځان ځني ساته :
له شیطان څخه .
له نفس څخه .
له شهوت .
بد ملګري څخه .
د څلورو سره ملګرتیا مه کوه :
د درواغجن سره .
د غله سره .
د حسدناکه .
خود خوا سره .
د څلورو سره دوستي کوه :
د اخلاص مند سره .
د وفا درلودونکي سره .
د رشتیا ویونکي .
مهربان سره .
څلور خویونه په ځان کي ډېر کړه :
صدقه یا خیرات ورکول .
دعاء کول .
استغفار ویل .
درود شریف ویل .
څلور کارونه لږ کوه :
خوړل .
خوب .
لټي .
خبري .
د څلورو څخه فنا غواړه :
له غم څخه .
له خوابدۍ څخه .
له بې وسۍ .
بخیلۍ څخه .
د څلورو کسانو څخه تښته :
له بې علم څخه .
له بې ځایه بحث کونکي څخه .
له بې عقل څخه .
له بې کاره څخه .
د څلورو کسانو څخه مخ اړوه :
د نسب اړونکي څخه .
د چم باز څخه .
د خطایستونکي .
د منافق څخه .
د عبدالله هوتک دپاڼی څخه
د ثواب جاریه لپاره یې شیر کړئ
