د خلق ګوند کي فرکسیون بازي ته کتنه
د خلق ګوند کي فرکسیونبازي ته کتنه
لومړۍ برخه
دوه ورځې مخ کي مې په فېسبوک کي یو عنوان ولید چي لیکلي وو ( دخلک ګوند کي فرکسیون بازي ) او د مضمون ښۍ خوا ته د ارواښاد صاحبجان صحرايې، ارواښاد صدیق علمیار او د ما عکسونه هم اچول شوي دي. په زړه پوري راته وبرېښېده د وجدان برښنا پاڼه مې راواړوله او له لومړي برخې څخه تر ۸۲ برخې پوري می ټولي برخې ولوستلې له بده مرغه دا مواد ټول له حقیقت څخه لرې په درواغجنو افواهاتو باندي ولاړ دي. په دې موادو کي د ګوند بې بدیله رهبر او د شلمي پېړۍ د دوهمي نیمايي وتلی سیاسي او فرهنګي شخصیت د خلک دموکراتیک ګوند بنسټ ایښودونکي د پښتو د ادب د ستر کاروان روڼ ستوری او د پښتو د ادبیاتو د ریالیزم د سبک بنسټ ایښودونکی نورمحمد تره کی ته په ډېر سپک نظر کتل شوي دي. د ثور د انقلابي پاڅون اتلان په بهرنیو استخباراتي کړیو پوري تړل شوي دي او د مؤسسې کنګرې منتخب د مرکزي کمیټې خلکي غړي فرکسونبازان ګڼل شويدي، زه يې د امین په مشري د افغانستان د دموکراتیک ملي ګوند د مرکزي کمیټې غړي معرفي کړی یم چي دا خبره ما په ۸۰۰۲ کال کي ډ پیام افغان په برښنا پاڼه کي رد کړې ده.
په لیکنو کي هڅه شوې ده چي ا مین له تره کي څخه ځواکمن او تره کی یوه سیمبولیکه څېره وښيي حال دا چي امین د تره کي دمعنوي ملاتړ له کبله امین شو. هڅه شوې ده چي د ثور په پاڅون کي د امین رول عمده وښيي حال دا چي هغه یواځي د تره کي ( ګوند ) امر نظامیانو ته رسولی دی. د امین پر ځای که هر څوک د نظامي سازمان مسؤل وای دا دنده به يې سر ته رسوله. دلته غواړم د تره کي د پخواني امر په هکله رڼا واچوم.
په ۵۵۳۱ کال کي چي د ګوند یووالی لا نه وو تامین شوی، د ګوند نظامي سازمان نورمحمد تره کي ته په رسمي توګه رپوټ وړاندي کړ چي زموږ ګوند کولای شي په ډېرو کمو تلفاتو له داودخان څخه سیاسي قدرت لاس ته راوړي خو نورمحمد تره کي دا رپوټ تائید نه کړ او هغوی ته يې داسي هدایت ورکړی وو چي موږ د قدرت د نیولو لپاره مبارزه نه کوو بلکه خلکو ته د خدمت په خاطر کار کوو او ذهني شرایط هم لا تر اوسه برابر نه دي موږ کولای شو یواځي د دموکراتیکو اصولو په اساس او د خلکو په ملاتړ د قدرت واګي په لاس کي واخلو. په عین حال کي يې په خاصو شرایطو کي په لاندي ډول هدایت صادر کړی وو:« که د داود رژیم د ګوند د کمزوري کولو او یا د هغه له منځه وړلو لپاره په تېري لاس پوري کړي او یا د ګوند رهبري بندي کړي نو ګوند باید په متقابل انقلابي عمل لاس پوري کړي او ځانته نجات ورکړي د داود رژیم ړنګ کړي او سیاسي قدرت لاس ته راوړي. ( د افغانستان کالنۍ ۸۵۳۱ کال ۳۲ مخ )
د ثور د میاشتي په ۶ نېټه د سهار په ۶ بجو په داسي حال کي چي امین د کابل په توقیف کي وو د مرکزي قطعانو ګوندي قوماندانانوفیصله کړې وه چي د ثور د میاشتي په ۷ نېټه د تره کي صاحب د ۵۵۳۱ کال د امر په اساس باید متقابل عمل صورت ونیسي او د ورځې په جریان کي ممکن د ګوند امر هم راورسیږي. اوس به راشو د ثور د انقلاب د قوماندان په هکله به څېړنه وکړو.سوال پیدا کیږي چي قوماندان څوک دی؟ څومره چي زه پوهېږم قوماندان هغه شخصیت دی چي یوې قطعي ته په مستقیمه توګه قومانده ورکوي او هغه قطعه یا قطعې د ټاکلو عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره سوق او اداره کوي او د بريالیو عملیاتو لپاره له ټاکليو تکتیکونو څخه کار اخلي د دې فکتونو په اساس دا په ډاګه کیږي چي د ثور د انقلابي پاڅون قوماندان اسلم وطنجار وو.راځم بېرته د لیکنې منځپانګې ته په لیکنه کي لیکل شوي دي
د شورویانو او اګسا تر چتر لاندي یو نوی فرکسیون چي د نورمحمد تره کي، اسدالله سروري، ګلابزوی. وطنجار او مزدوریار نه تشکیل شوی وو رامنځ ته شو.» په بل ځای کي لیکي:« په ۱۹۷۹ کال کي د جون په ۱۶ نېټه د تره کي د دفتر مشر( یاني سید داود ترون د امین پلوی) د شوروي د مشاورینو د مشر وسیلیکوف سره د سفارت په دوهم اپارتمان کي ولیدل او ورته وویل چي د امین ضد ډله د دفاع وزیر وطنجار، د مخابراتو وزیر ګلابزوی، داخله وزیر مزدوریار او د اګسا مشر سروري څخه جوړه شوې ده.» لنډه دا چي ټولي ۸۲ برخي يې غیر مستندي، په درواغو تهمتونو او هوايې ذهني افواهاتو او غیر اصولي بنسټونو ولاړې دي. په ګوند کي يې ګوند جوړ کړی هغه ته فرکسیون نه وايې خو څوک چي د دوۍ موضعګیري نه تائیدوی هغه ته فرکسیون وايي حتی د ګوند بې بدیله مشر هم په ډېره بې شرمانه توګه په دې مرداریو کي ښکېل ګڼي.
نور بیا
رازمحمد پکتین