د مارچ د اتمی په ویاړ !
د مارچ د اتمی په ویاړ !
دښځو نیکمرغی ، سوکالی ، سرلوړی دټول بشریت سوکالی او نیکمرغی ده .
دښځی مقام چه مور ده او دپښو لاندی یی جنت دی
نو ځکه وایم د ښځی مقام ته احترام کوو او مبارکی ورته وړاندی کوو .
خوست یونیم میلیون نفوس لری یوه خبریاله نه لری (پزواک خبری اژانس )
تیر کال د غرغښت ټولنی په کلتوری غونډه کی چه د اروپا د هالنډ په هیواد کی جوړه شوی وه یوازی خوستی( ۸ )اتو پیغلو د طب په رشته کی دیپلومونه اخیستی دی .
همدا شان په اقتصاد ، زراعت ، صحت، اجتماعی علومو او کمپیوتر کی په زده کړه مصروفی دی .
په هالنډ کی خوستی پیغلی ښی ځلیدلی دی او د خوستیو ځوانانو په شان ښه استعدادونه لری .
د خوستیو پیغلو یوه ځانګړنه دا ده چه د ښه درس تر څنګ په خپله خوږه ژبه پښتو خبری او لیکل هم کولای شی .
د هغی جملی څخه ځینو طلای مډالونه هم ګټلی دی
چه په راتلونکی کی به د غرغښت ویب پانی له خوا ورسره مرکی هم وشی .
خوست دپاکستان سره سرحد لری چه تروریستان یی له هغه خوا هر وخت فامیلیونو ته خاطر جوړولی شی نو ځکه خوستی پیغلی کوشش نه کوی چه په میډیا کی را څرګندی شی .خوستی پیغلی د خوستیو ځوانان په شان زیرکی او با استعداده دی چه استعداد یی له چا پټ نه دی .
بیا هم وایو چه اتم د مارچ د ټول ښځو ته مبارک وی
(غرغښت ویب پانه )
