وروستي پرلیکه شوي

په افغانستان کي جګړې پای ته نه رسیږي !

په افغانستان کي جګړې پای ته نه رسیږي.
راځۍ هغه شواهد تر څېړنې لاندي ونیسو چي په هیواد کي د جګړو په اړوند په ځينو اړخونو باندي رڼا اچوي، د جګړو موخې څه دي او څرنګه جګړو ته د پای ټکی کېښودل شي یاني:
۱- په نیویارک کي د سوداګریزو برجونو ړنګېدل یو تروریستي عمل وو او که یوه پروژه وه؟
۲- امریکایان دلته د تروریزم د ځپلو لپاره راغلي دي او یا د خپلوموخو لپاره او داموخي کومي دي؟
۳- امریکا خپلې موخي د سولي له لاري لاس ته راوړلای شي او که د بې ثباتي او جګړو له لاري؟
د سړې جګړې له پای ته رسېدو او د شوروي له ماتېدو وروسته امریکا د یواځني زبر ځواک په توګه هڅه وکړه چي په نړیواله کچه خپله ښکېلاکي مشي ټینګه کړي او هیڅوک هم د دوي د ګټو پر ضد کار ونه کړای شي او په ۲۱ پېړۍ کي خپله هژموني تامین کړي. د دې موخې لپاره په نړیواله کچّه نوی غلیم ته اړتیا وه چي دا غلیم هم نړیوال ستر اسلامي غورزنګ وو چي په یو شمېر اسلامي هیوادونو کي يې د اسلامي بنسټپالانو په وجود کي یولړ تروریستي ډلې وروزلې او هغوی يې تمویل او تجهیز کړې تر څو د نړۍ خلک پرې وداړي دا ډلې په سومالیه کي الشباب، نایجریا کي بوکوحرام، اندونیزیا کي ابوسیاف، منځني ختیځ اود افریقا شمال کي القاعده او داعش، افغانستان کي مذهبي بنسټپالي ډلې چي په طالبانو باندي واویشتلې او پاکستان او ځینو نورو اسلامي هیوادونو کي وړې وړې مذهبي بنسټپالي ډلې چي له پورته ذکر شویو ډلو څخه اطاعت کوي.
انکار نه منونکي شواهد دا څرګندوي چي په نیویارک کي د سوداګریزو برجونو پېښه دا ترورستي عمل نه بلکه دا یوه پروژه وه چي د پورته ذکر شوو دندو د اجرکولو په خاطر د امریکا، اسرايلو، پاکستان او سعودي عربستان د استخباراتي کړیو له خوا په کارواچول شوه.امریکايي جنرال ویسلي کلارک وايي: « د سپتمبر د ۱۱ نیټې له پېښي لس ورځې وروسته واشنګتن ټه ولاړم. او هلته مې له دفاع وزیر رمزفیلډ او ځینو نورو چارواکو سره وکتل یوه جنرال راته وویل چي دلته راشه! ماورته وویل چي زه مصروف یم هغه ټینګار وکړ او راته وویل چي دلته راشه یوه مهمه خبره درته کوم هلته ورغلم او هغه راته وویل چي موږ باید په عراق باندي یرغل وکړو ما ورته وویل ولي؟ هغه وویل زه هم نه پوهېږم همداسي امر دی. ما ورته وویل څه وايې ایا د صدام او القاعدې ترمنځ کوم تړاو ثابت شوی دي؟ هغه وویل نه. ما هغه جنرال څو اونۍ وروسته بیا ولید او ورته ومې ویل په عراق به برید کوو؟ هغه راته وویل صاحب کسه تر دې هم خرابه ده موږ به په دي ۵ کالونو کي ۷ هیوادونه لاندي کوو لومړی عراق بیا سوریه، لیبنان، لیبیا، سوډان، سومالیه او بیا ایران. » د دې جنرال له خبرو څخه داسي څرګندیږي چي په افغانستان، عراق، سوريې، لیبیا، سومالیې او سوډان باندي بریدونه د سپتمبر د ۱۱ نیټې له پېښي خورا وړاندي ترتیب شوی وو او دا پېښه او اوسامه بن لادن یواځي یوه بهانه وه. د نوموړي جنرال خبرې دا په ډاګه کوي چي د سپتمبر د ۱۱نیټې پېښه د امریکا، اسرائیلو، پاکستان او سعودي عربستان د استخباراتي کړیو ګډه پروژه وه تر څو په نورو هیوادونو باندي بریدونه تر سره کړي.
په افغانستان کي جګړې پای ته نه رسیږي.
په افغانستان کي د امریکا موخي.
دوهمه برخه
اوس به راشو دوهم سوال ته. که چېري ترهګړ او ترهګري د هلري کلینتن له خبرو سره سم چي وايي: « د کومو ترهګروسره چي موږ لاس او ګرېوان یو موږ پرون د دوي ملاتړ کاوه. » د امریکا له خوا تنظیم شوې وي نو بیا خو امریکا د ترهګرو د ځپلو لپاره نه ده راغلې بلکه نور يې هم د پاکستان له لاري پیاوړي او مجهز کړل. نو بیا افغانستان ته د امریکا د راتګ موخه څه وه ؟ افغانستان ته د امریکا د راتګ موخه په نړۍ کي د بشپړې اقتصادي او سیاسي غلبې ټینګښت او په ځانګړې توګه په آسیا او منځنۍ آسیا کي د روسیې او چین د پراختیا د کنترول مخنیوی دی. د دې کار لپاره تر افغانستان غوره سنګر نشته چي د اسیا زړه او د امریکا د دووسیالانو په ګاونډیتوب کي پروت دی. له همدې افغان سنګر څخه د چین پراختیايي لاري او د دې هیواد سمندري او کسپین سمندرګي غاړې ښې کنترولېدای شي. د جګړو د تمویل لپاره د مخدره توکو د تولید فابریکي جوړې شوې چي په کال کي په سلګونو میلیارده ډالره تر لاسه کوي همدا مخدره توکي د دوی اوږد مهالې جګړې ته مالي امکانات هم چمتو کوي. دا اوس پوره څرګنده ده چي د امریکا پراختیايي استعماري موخې یواځي د بې ثباتۍ او ګډوډۍ له لاري کیدای شي چي د هغه تر شا ترهګرۍ نغښتې ده چي موږ په دې ۱۸ کالو کي هره ورځ د دې شاهدان یو.
دلته ثبات د امریکا د مرګ په مانا ده او د امریکا استعماري ګټې نه شي خوندي کېدای.دلته د امریکا موخي یواځي د بې ثباتي له لاري خوندي کېدای شي. د ثبات په شتون کي به نه مخدره مواد وي او نه هم د مخدره موادو کروندګر، نه به ترهګر وي او نه هم د ترهګرو موراو نه به ګډوډۍ وي اونه هم د ګډوډیو بنسټګر یاني امریکا . لنډه دا چي د موږ په هیواد کي د دې ټولو بدمرغیو سرچينه د امریکا بېرحمه یرغلګر جنګي ماشین دي ځکه هم افغان جګړه پای نه مومي
په افغانستان کي جګړې پای ته نه رسیږي
آیا امریکا په افغانستان کي سوله غواړي؟
دریمه برخه
غواړم دا لیکنه پاچا محمد ظاهرشاه ته د علامه پوهاند عبدالحی حبیبي د مکتوب په یوه جمله باندي پیل کړم هغه لیکلي دي: « یو له سترو خطرونو څخه چي زموږ د پرمختګ مخه نیسي هغه د امریکا د ډالرو په ملاتړ زموږ په لور راروان دی هغه زه پاکستانی خظر بولم .» زموږ په هیواد کي دې ۴۰ کلنو جګړو د دې جملې حقانیت ثابت کړ. امریکا له پاکستان سره په ګډه زموږ ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کړه، د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار په غزولو سره يې د هیواد ملي حاکمیت او د ځمکې بشپړتیا تضمین له منځه یووړ، ملي اوردو يې چي په سیمه کي يې ساری نه درلود ړنګه کړه پر ځای يې داسي اوردو جوړه کړه چي جګړه ایزه وړتیا يې ډېره ټيټه ده، اداري فساد د ورخنیو اجرااتوله عادي نورمونو څخه وګرزېده، له ۵۰ سلنې څخه زیات خلک د فقر له کرښې ټيټ ژوند کوي، هیواد ته يې داسي خونړۍ جګړه را انتقال کړه چي هره ورځ په سلګونو نظامي او ملکي کسان له دواړو خواوو څخه وژل کیږي اود جګړې دواړه خوا وي له یوه مرکز څخه تمویل کیږي او د موږ په خلکو کي يې د بې اتفاقي داسي تخم وشينده چي دوه کسه هم په یوه لار نه سره ځي.
اوس چي د موږ په هیواد کي د سیاسیونو ترمنځ ملي مذهبي سیمه ایز او سلیقوي تضادونه خپل اوج ته رسېدلي دي او امریکايان په دې پوه شول چي زموږ ټولنه تیت او پرک او داسي وېشل شوې ده چي یو ځای کېدل يې ناممکن شوي دي ترمپ اعلان وکړ چي امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه اوباسي او د سولي لپاره يې افغان الاصل امریکايې خلیلزاد ته دنده وسپارله چي له طالبانو سره د سولي خپرې پیل کړي په میاشتو میاشتو يې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي هیڅوک حتی اشرف غني یې هم په کلي توګه په جریان کي وا نه چاوه. مسکو شمالي ټلواله له طالبانو سره کېنوله او هغوی د بېړني حکومت شعار ورکړ. طالبانو وویل چي له حکومت سره نه ګوري ځکه دا ګوډاګی حکومت دی. امریکا دواړو خواو ته شین څراغ وښود او بېړنی حکومت يې ورسره تائید کړ ترڅو د قدرت خلا رامنځ ته شي او ګډ وډي جوړه شي تر څو د جګړو نوی پړاو پیل شي. دا د تعجب وړ خبره ده چي طالبان له محقق، عطامحمد نور او د دوستمیانو سره کښېني چي د طالبانو ۸۰۰۰ جنګیالان يې د لیلي په دشته کي مړه او ژوندي تر خاورو لاندي کړه، له حامد کرزي سره کښېني چي د امریکایانو په اوږو سپور له ارزګان څخه کابل ته راغی او له اشرف غني سره چي نه يې لاسونه د خلکو په وینو سره دي او د ټاکنو له لاري قدرت ته رسيدلی دی نه کښېني
د مسکو د غونډې په برخه والو ژغ کوم چي نور بس دی د افغانستان خلک مو ډېر وځورول، ډېر خلګ مو د مرګ خولې ته ورکړه، ډېر امتیازات مو واخستل، که اوس هم له خپلو شخصي ګټو تېر شۍ او د جمهور رئيس ابرو او عزت وساتۍ او په متحدانه توګه سره يې شاته ودريږۍ افغاني وجدان مو راویښ کړۍ او نړیوالو ته خپل افغاني غرور او ملي یووالی وشيۍ. په طالبانو باندي ژغ کوم چي نور په افغانستان کي خپل مسلمان وروڼه مه وژني او سولي ته غاړه کېږدۍ.تر اوسه خو تاسي دواړه ډلې د افغانستان د دښمنانو په خدمت کي یاست او په هیواد کي هره ورځ په سلګونو مسلمان افغانان دواړو خواو ته وژل کیږي. که دې خونړیو جګړو ته دوام ورکړۍ د افغانستان خلګ به مو هیڅکله ونه بخښي اوتل به له تاسي څخه نفرت کوي او د الله پاک لعنت به درباندي اوري.
پای
رازمحمد پکتین