کوچنی او لوی اختر !
كوچني او لوى اختر !
اختر په ټوپو ټوپو راغی
نه می اوګی شته نه د غاړی تعویضونه !
په ټوله اسلامی نړی کی هر کال دوه اخترونه راځی چه یوه ته یی کوچنی او بل ته یی لوی اختر وایی .
هر کله چه د روژی میاشت تیره شی نو په ټوله اسلامی نړی کی رسمی رخصتی وی په حقیقت کی دا د ډیرو مسلمانانو لپاره د کورنی د غړو د لیدنو ، کتنو ، راشه ،درشه او د یو بل سره د پخلاینی او خوشحالی پلمه ده په هره ټولنه کی د اختر د لمنانځنی په ځانګړیو دودنو سره تر سره کیږی . نو پرته له شکه افغانی ټولنه هم خپل دودونه لری .
بی وروره خور په کلی راغله
آواز یی وکړ چه د چا کره به ځمه
په خوست کی د اختر په ورځ ټولی خویندی او لوڼه د پلار کورته راځی او هلته سره یو ځای کیږی . دپلار کور ته پلارګنی هم وایی که مور او پلار یی ژوندی هم نوی بیا د ورور کورته راځی ځکه هغه کور یی دپلار کور دی .
دلته ماشومان او لویان هګی جنګوی ، په هر کور کی د اختر په ورځ په میو زیګی وریږی (وریجی) پخوی او یو ځای سره خوری .
د سهار دلمونځه څخه وروسته ټول کلیوان جومات ته چایونه راوړی او په ګډه سره کیښنی او یو ځای چای خوری او بیا وروسته د اختر لمونځه ته ځی او نوی کالی اغوندی .
اصلاً په اسلام کې اخترونه دوه دي: یو کوچنی او بل لوی.
هغه مهال چې په مدينه منوره كې حضرت محمد(ص) د اسلام حكومت(عدل او عدالت) پلى كړ؛ نو خلكو ته يې دا ډاډ وركړ چې د قرآن د نزول پيل كوچنى اختر او د نزول پاى لوى اختر دى.
د اختر واقعي روحيه له بېوزلو او خوارانو سره په بشپړ سخاوت کې نغښتې؛ څومره، چې صدقه ډېره وي ښېګڼه او ټولنيز عدالت ور سره ځواكمن كيږي.
كه د افغانستان دوديزو اخترونو او جشنونو ته ځيرشو؛ نو په ټوليزه توګه درې ډوله اخترونه او جشنونه تر سترګو كېږي:
لومړى هغه اخترونه دي چې مذهبي بنسټ او بڼه لري. لکه: لوی اختر، کوچنى اختر، د برات شپه او نور.
دوه يم هغه چې ملي او هېوادنى بنسټ او بڼه لري. لکه: د خپلواکۍ جشن، د نوي كال (نوروزجشن) او نور.
درېيم هغه اخترونه او جشنونه دي چې کورنۍ او قومونه يې د خوشاليو پر بنسټ جوړوي. لکه د واده جشن، د ماشوم د زېږېدلو جشن، د ماشوم د سُنتۍ او سركلۍ جشن
عید فطر( کوچنی اختر) :
په اسلامی کلتور کی د شوال د میاشتی اوله د اختر ورځ ده چه عید فطر ورته وایی ، فطر د طبعیت په معنه ده .
کله چه مسلمانا روژه ونیسی او د روژی د مبارکی میاشتی په برکت داسی پاک شی لکه څنګه چه خدای پاک په طبعیت کی پاک پیدا کړی دی .
د کوچنی اختر په ورځ هغه چا چه حقیقی روژه نیولی وی دان حضرت څخه روایت دی چه انسان د ګناهونو داسی پاک شی لکه د موره چه نوی پیدا شوی وی . او فرښتی د څښتن تعاله څخه د روژی په اخیرو کی داسی خبرونه تر لاسه کوی چه د د بندګانو کناهونه معاف شوی دی .
څرنکه چه د شوال په اوله مسلمانان د ګناهونو پاک شوی دی نو ځکه دوی د اختر جشن نیسی او خوشحالی کوی .
شیخ مفید لیکی : څرنګه چه د شوال اوله یا داختر ورځ دایمان د مکامل کیدو ورځ ده او الله ج دټولو مسلمانانو ګناهونه بخښلی دی .
او الله ج د روژی دنیولو په سبب د خپلو بندګانو خوښ دی نو ځکه مسلمانان په د ورځ عسل کوی ځان پاکوی او عطرونه وهی او په آزاد طبعیت کی دشنه اسمان لاندی المونځونه کوی چه په د کی هم لوی حکمت پروت دی .
وروسته د خطبی د ویلو څخه یو بل ته مبارکی ورکوی او همدا عمل د مسلمانانو د یوالی سبب کیږی دلته دا حتمی نه ده چه څوک د څوک وپیژنی بلکی هر څوک هر چاته د اختر مبارکی ورکوی او همدا دیوالی په معنا دی
وروسته خپلو کورنیو ټه ځی او هغوی ته داختر مبارکی ورکوی بیا د ناروغانو د پو ښتنی دپاره او د مشرانو د احترام دپاره د هغوی کورنو ته ځی او د اختر مبارکی ورکوی .
