وروستي پرلیکه شوي

سیاست

سیاست
سیاست باندی خبری کول دیر اوږد بحث دی چه باید کتابونه پری ولیکل شی او پری لیکل شوی هم دی .زه خپله لیکنه د یو کوچنی ماشوم په خبرو شروغ کوم .
دیوه کوچنی پنځه کلن ماشوم څخه یی پوښتنه وکړه چه سیاست څه شی دی ؟
ماشوم ورته وویل : دیر خبری وکړه خو څه مه وایه دا سیاست دی .
د افغان جهادی مشر څخه یی پوښتنه وکړه سیاست څه شی دی ؟
هغه ورته وویل چه په هر څه کی دی ګټه وی او ډالر پیدا کولی شی دا سیاست دی .
همدا پوښتنه یی د وطنپرست مشر څخه وکړه ؟
هغه ورته وویل سیاست انسانیت ته وایی په هر څه کی چه دخلکو ګټه وی او دهغه دپاره رښتینی مبارزه سیاست دی .
د سیاست د کلیمی لغوی معنی !
دسیاست کلیمه د اساس یسوس څخه اخیستل شویدی چه اصلی معنه یی (اصلاح کول او ښایسته کول ) دی
په صطلاح کی د یوشی د اصلاح لپاره ملاتړلواو کلک هوډ ته سیاست وایی چه دا دیوه مدبراو لارښود کار دی .
د سیاست معنه مکر ،فریب ، جنګول ،او غولول نه دی بلکی سیاست دهغی پوهی او حکمت نوم دی چه د خلکو تر منځ وروروالی ،محبت یوالی او اتفاق را پیدا کړی .
څوک چه د جنګ جګړی د جوړولو باعیث ګرځی سیاست پوه نه دی بلکی اصلی سیاست پوه هغه دی چه دښه مدبر او منظم تر څنک مصلح او د اخلاقو معلم هم وی .
د سیاسی پوهانو له نظره دسیاست تعریف :
علامه ابن خلدون رحمت الله فرمایی :
سیاست او حکومت د بندګانو د ساتنی او دهغوی دګټو د ساتنی او کفالت په بشری ټولنه کی د الله جل جلاله د احکامو د تطبیق لپاره د الله جل جلاله نیایت او استازیتوب دی .
د فقهی د پوهانو له نظره د سیاست تعریف :
د اصلاحی تدبیرونو اختیارول او دحکومت د نظم او نسق پرمخ بوتللو ته سیاست وایی .
عصری پوهانو سیاست داسی تعریف کړی دی :
سیاست په خلکو دحکومت کولو علم دی .
علامه ابن خلدون رح د قانون په اعتبار سیاست تقسیم کړی دی .
شرعی او دینی سیاست :
«دهغه قوانینو چه د الله ج له لوری مقرر شویدی او د نبی کریم صل الله علیه وسلم په واسطه ناقذ شوی دی په هغه قوانینو ولاړ حکومت ته شرعی سیاست وایی »
دوهم عقلی سیاست :
« هغه قوانین چدی قوم او عاقلانو د حکومت د مسؤلینو او نورو پوهانو په واسطه وضع شوی وی نو پر دی قوانینو ولار سیاست وی نو پردی قوانینو ولاړ سیاست ته عقلی سیاست وایی »
د دی قوانینو هدف دنیاوی ګټی او ارام ژوند وی او د دنیاوی تاوان څخه نجات وی .
اروښا میزاعلم حمیدی رحمت الله سیاست هنر بولی او په هکله یی داسی لیکلی دی :
سیاسی هنر له ځانه سره ځینی ښکلاوی ،نزاکتونه او ظرفیتونه ،خوږه ژبه ،پسته خوله او ادبی کړه وړه لری .
څوک چه د سیاست سره سروکار لری هغه باید سیاسی هنر هم زده کړی او د سیاسی هنر زده کول هم سیاسی زده کړی او روزنی همدارنګه د عملی کاراو تجربی له مخی تر سره کیږی .
سیاسی هنر لومړی کار خبری اتری لیدنه کتنه او کړه وړه دی چه څرنګه وکړو په کوم ځای کی خبری وکړی او دچا سره خبری وکړی یو کس د څو کسانو او ټولنیزو ډلو سره څرنګه کړه وړه او چار چلند وکړی او څه رنګه د هغوی خبرو ته غوږ ونیسی .
له څرنګه چه د خبرو کولو هنر ډیر اړین دی همدارنګه د غوږ نیولو هنر زده کړه هم ډیره اړینه ده . ځکه چه دخبرو اوریدو زغم ، دنورو کسانو خبرو ته غوږ نیول او په خبرو اترو کی نورو ته موکه ورکول د هر سیاستوال هوښیاری او د موکرات سری دنده ده . دا ځکه چه «وایی هر سیاستوال ډیره وړ او اړینه وسله خبری دی » په سیاست کی هر څه له خبرو پیل کیږی لکه وینا خبری اتری پوهاوی پیوستون او بانډارونه چه د هر سیاستوال بنستګره دنده ده یو خوږ ژبی او ورین سیاست وال کولای شی چی خلک خپل ځان ته راوکاږی .
د دوی د ملاتړ او رایو څخه برخمن شی خو هر یو بدژبی ،بد سلوکه او وچکلک سیاستوال نه یوازی خلک له ځانه لری کوی بلکی د دوی کرکه او کینه هم ځان ته راکاږی . سیاستوال باید خپله ټولنه په بشپړ ډول وپیژنی په تیره خوباید دخلکو دینی عقیدو ملی دودونو او دهغه څه په هکله چی خلک راپاروی پوره معلومات تر لاسه او ټینګ درناوی یی وکړی .ځکه چه هر ډوا پارونکی کړه وړه او بی پروا چلند د سیاستوال کارونه له ستونزو سره مخامخ کوی او آن خبره تر اړ دوړ تر پولی رسیږی .
هر سیاستوال باید خپل کورنی او باندینی شرایط او د حالاتو څرنګوالی په ښه او بشپړ ډول وپیژنی او دهغه څه لپاره چی د ده هیواد د ملی ګټو لپاره مهم او اړین دی خپلی ځانګړی احساسات او غوښتنی تر پښو لاندی کړی .او ویی زغمی ځکه چه هر پاروونکی او غوسه ناک کړه وړه د ناکامی او بربادی لامل کیږی او کله کله ډیری ناوړه او نه جبران کیدونکی پیښی رامنځ ته کوی .
زغم او چمتوالی او مخکنی اټکل د هر سیاست والی اړین او دپام ټکی دی .
د سیاست په باره کی دیرو پوهانو دیر څه لیکلی دی چه هر یو یی په خپل ځای کی د پوره اهمیت وړ دی . په د لیکنه کی می د سیاست په باره کی لنډ معلومات شریک کړل هیله لرم چه ګټور به وی .
نجیب