وروستي پرلیکه شوي

دغازی امان الله خان څخه دفرنسوی خبریال پوښتنه !

غازي امان الله خان چې کله لۀ خپلې خاورې وشړل شو، د هند لۀ لارې ایټالیې ته روان شو، پۀ کښتۍ کې یؤ فرانسوي خبریال هم ورسره و. خبریال ورڅخه وپوښتل:
تاسو غازي امان الله خان یاست؟
غازي: هو صیب!
خبریال وپوښتل خبر شوم تاسو له خپلې خاورې شړل شوي یاست؟
ورته یې وويل: هو. خبریال وویل: پداسې حال کې چې تاسو د اروپا پرمختګ او ماډرنیزم ولیده،ایا هېواد مو درته اړتیا نۀ درلوده؟
ویل یې، لري یې خو څوک مې نۀ پرېږدي چې کار وکړم.
غازي ګویان شو،
ما خلکو ته د پېژند پاڼو دجوړؤلو سپارښتنه وکړه،هغوی مخالفت وکړ.
ما جزا وټاکله، هغوی دشپېته دُرو لپاره پۀ داوطلب ډؤل حاضر شول.
ما ټیلفون راوړ،خلکو کافر وګڼلم وایي د خلکو پټې خبرې او کړنې څاري چې اسلام دا کار ناروا ګڼي.
ما ښوونځي جوړ کړل،خلکو وویل دا نوی بې دینه دی،باید ماشومان مو یوازې عقیدوي زدهک،ړې وکړي،د کافرانو خبرې ورته ګټه نۀ کوي.
ما ورته اورګاډى يا ريل راوړو پۀ داسې حال کې چې لږو هېوادونو درلود، خو دوی د پیریانو ځاله وګڼله او مخالفت ته یې دوام ورکړ. ملایانو لاوډ سپېکر کې غږ کړ چې غازي کافر دی.خلکو ته یې وویل دا الهي غږ ؤ،اوس خو به مو یقین راغلی وي.
زما د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې د ځنګلونو پۀ جګو ونو کې خلک کېنؤل او پۀ چیغو چیغو یې نارې کړې امان الله کافر دی امان الله
کافر دی. ملکانو خلکو ته ویل دا ملایکې دي دوی رښتیا وایي غازي کافر شوی دی.خو زۀ کافر نۀ وم بلکې د دوی د راتلونکي غم راسره ؤ.
یوه ورځ فکر راسره پیدا شو چې ملایان خو عالمان وي کیدای شي ملاتړ دې وکړي،ځکه هغوی خو پوهېږي چې انسان پۀ وسایلو نۀ کافر کېږي. خبر راغی چې د پل خشتي او اسعد اباد پۀ جامع جوماتونو کې ستا پر ضد خلکو شعارونه ویل, او د یؤ غل،قطاع الطریق او د نمک منډيي د نانوایي ملاتړ یې وکړ… !
ژورنالیست لیکي
لۀ دې وروسته پۀ ژړا شو او مخ یې سمندر ته کړ ویل یې، وطنه ما وبښه وطنه ومې نشوې ساتلای…
اخ ?