کرونا وایروس !
گرانو دوستانو داچي د كرونا وايروسي مرض نه دوا لري او نه هم واكسين نو په كورونو كي پاتي شۍ او د کرونا د خپریدو ځنځير مات کړۍ او په مکمل غذایی موادو مو خپل معافیت ددی مرض پر وړاندی غښتلی کړۍ
د وجود دفاعی سیستم څلور خطونه لری
لومړی: مکروپاژ چی ویټامین ډی ، زینک، او ویټامین ای ته ضرورت لری
دوهم: نیوتروفیل. چی ویټامین سی، او قند ته ضرورت لری
دریم : منوسیټ او لمفوسیټونه. چی ویټامین ډی ، ته ضرورت لری
څلورم: دهدوکو په مغز کی د وینی د کرویاتو زیاتوالی دی
د ویټامین ای منابع: کولی شو چی دا ویټامین د ګازرو ، رومی بانجان، جواری، شلغم،هګۍ، دشیدو او د ماهی غوښی څخه لاسته راوړو
د ویټامین بی منابع: کولی شو چی دا ویټامین د لوبیا، ، مغزیات، جیګر، هګۍ،شیدی، ، غوشه، کیله، رومی بانجان او سبزیجاتو څخه لاسته راوړو
د ویټامین سی منابع: کولی شو چی دغه ویټامین دمالټی ،کینو، کیوی،انار، لیمو، دلمه مرچ،او ټول هغه سبزیجات چی شین رنګ ولری لاسته راوړو
د ویټامین E منابع: کولی شو چی دغه ویټامین د ګازری، دلمه مرچ، کدو ، پالک، مڼې ، هګۍ، څخه لاسته راوړو
د زینک منابع: کولی شو چی دغه منرال د سبزیجاتو، حبوباتو، د چرګ غوښه ، شیدو او هګۍ څخه لاسته راوړو
د پورته غذایی موادو څخه چی تاسو ته هر یو ارزانه او د لاس ته راوړنی وړ وی تری استفاده وکړۍ
او د قرنطین ورځی د الله په عبادت رنګینی کړۍ
دکترعبدالرقیب نیازی
