په پښتو ادب کی د کارونا (لنډی )
راځه چې يو ځای قرنطين شو
بيلتون به خواته بيا له ډاره نه راځينه
***
يار په کرونا کې مالومېږي
په ځان ډارېږي که ديدن له مې راځينه
***
نجلۍ په ماسک کې مخ ته راغله
د کرونا ډکه خوله يې راکړه مړ به شمه
***
له قرنطين نه مې بهر کړئ
له کرونا نه مرم، بې جانانه به مړ شمه
***
بې وفا يار ته مې پلمه شوه
که کرونا ورکه شوه پلمې به ورکې شينه
***
چې وعده وکړې خوله را نه کړې
قرنطين ښه يې چې زړگی مې صبر شينه
***
کرونا عامه نا روغي ده
ټوله نړۍ نن سبا یو شان کړوینه
***
کرونا راغله لارې دوې شوې
جانانه خپل غم دې کوه خپل به کومه
***
زما او ستا خوږه یاري وه
ورک دي غماز سي، چي کرونا ېي وشیندله
***
احتیاط کوئ وارخطا نشئ
که خدای کول دا کرونا به بیرته ځینه
***
کرونا په تلو راتلو زیاتیږی
شیرینه یاره مه راځه نه به درځمه
***
وعده دې راکړه چې درځمه
اوس چې قرنطین شوم نو دې څه کړم دیدنونه
***
د کرونا خونه دى ړنگ شى
ېار مى ډاريږى سپينه خوله نه راکوينه
***
ځانونه کلک ايمان مضبوط کړئ
دا کرونا مرض به هم کډه کوينه
***
که کرونا کی قرنطين شي
دعاجل مرګ نه ياره نشته پناهونه
***
په کرونا ککړه یاره
باران به اوري څوک به ځای نه درکوینه
***
د کرونا نه ډېر ډارېږم
جانانه راشه چې لوړ غره ته و خېژونه
***
کرونا ته شوى مړه به زه شم
مړه دى ابۍ شه کرنتېن ته دى لېږېنه
***
کرونا وحشي شوه خدای دې خيرکړي
له سرحداتو نه بهر حملي کوينه
***
به کرونا دې خدای اخته کړي !
چې له هیواده سره څوک جفا کوینه
***
له کرونا نه مه ویریږه !
خدایږو جانانه بې نیټې نشته مرګونه
****
په کرونا ویروس اخته شی
چی نور دی پریږدي زه دی غیږ کی ونیسمه
*******
که کرونا راته مړ نه کړې
بی ننګه یاره زه دې خپله مړ کومه
***
راځه چې دواړه قرنطين شو
نه به رقيب وي نه د خلکو نظرونه
***
که دیدن کړی همدا یی وخت ده
که قرنطين شوم بیا به نه وی دیدنونه.
#######
په کرونا اخته جانانه
سلام له لرې رالېږه تازه به یمه
#####
درنه خولگۍ اخستی نشم
دا کرونا غم مې ستا خواته نه پرېدینه
######
که ديدن کړي تلوار را وکړه
ورستي پرنجي دي بيا به نه وي ديدنون
######
کرونا هسی ځان بدنام کړو
زه خودیار سترګو پخوا وژلی ومه
######
لوږه مي وژني که کرونا مي وژني
دواړي د یو بل په سلا مي وژني
#######
د ژوند ژغورني په پیسو کي خیانت!
د بې وجدانه مشر غلا مي وژني
#####
که کرونا رانه مـړ نـۀ کړې
بې ننګه ياره زۀ دې خپله مړ کومه
#####
په کرونا دې الله ونسه
چې مور دې پرېږدي زه دې غېږ کې ونیسمه
#####
یو کرونا بله روژه شوه
زه بیچاره طاقت د دواړو نلرمه
#######
په وطن زیات زلمی شهید شول
د کرونا شهید به زیات زیات یادومه
#######
د چین تمام تولید ډيسی وه
د کرونا تولید یی غرق کړل عالمونه
######
په کرونا مرض اخته سي
چي نور دي پريږدي زه دي غيږ کي ونیسمه
#####
کرونا راغله لارې دوه شوې
جانانه خپل کار دې کوه خپل به کومه
#######
،کرونا څه لوبی د وکړی
د واده شپه دی رانه ګډه واډه کړه مینه،
######
نه درځم نه به راځی تا کرونا لری خوږۍ
مه هو نن وپیزندی هسپتال کی ګرځی دی
######
شېخه دا کوم ځاۓ قرنطين وې
ستا د واسکټ نه د لونګو بوې راځينه
#######
کرونا زما او ستا لارې جدا کړې
یا به ځان وژنم یا به غاړې له درځمۀ
########
کرار په کور کې قرنطین شه ــــــ لارې کوڅې له کرونا نه ډکې دینه.
#######
کرونا راغله لاري دوه شوي.
جانانه خپل کار دي کوه خپل به کومه.
#########
کرونا په تلو راتلو زياتيږي ، شيرينه ياره مه راځه نه به درځمه
########
په کرونا مرض اخته شې
خیرنې زه دې تر مرګې راوستی یمه
########
په ملاشی مات په زړه اوبه شی
زره زره اره اره شی.
په کرونا ویرس اخته شی
رقیبه پړمخی چپه شی
چی جنازی ته دی څوکو وړاندی نه راځینه
######
په کرونا ویروس اخته شې
چې نور دې پریږدي زه دې څنګ کې ګرځومه
…………