د غرغښت ټولنې له خوا د لوی اختر د مبارکی پیغام!
د غرغښت ټولنې له خوا د لوی اختر د مبارکی پیغام!
د لوی اختر د رارسېدو له امله د غر غښت ټولنې مشرتابه ټولو درنو غړو مشرانو، کشرانو، خویندو، وروڼو، درنو هیوادوالو او همدارنګه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایې.
او الله (ج) ته د دوعا لاس پورته کوي چې هېواد کې مو دا سپېڅلې ورځې د یووالي، ټیکاو او د تل پاتې سولې لامل شي او خلک د دا ستر ابراهیمی او محمدي سنت د سولې او ارامۍ په فضا کې تر سره کړي او دوعا کوي چې ستاسو لمونځونه، صدقې او خیراتونه مو قبول او منځور وګرځي.
یو ځل بیا مو لوی اختر مبارک شه!
په درنښت: د غرغښت ټولنې مشرتابه!
