وروستي پرلیکه شوي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پر وړاندی د طالبانو نامردی

لیکوال: متخصص نوراجان “همکار”
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پر وړاندی د طالبانو نامردی
دولسمشر لومړی مرستیال امراللله صالح یو وطنپال شخصیت او پیژندلشوی څیره ده. دی د وطن په مینه مست افغان دی چی دخپل تاریخی رسالت د سرته رسولو او د ملی هیلو د تحقق په لاره کی هرډول ایثار او سرښندنې ته تیار دی.
دده رښنینې، سپینې، جوتې او منطقی ویناوې او کړنې د هیواد د ملی ګټو په موخه دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د جنرال خوشحال سادات او نورو ملی اتلانو غوندی زړور، پاک او د ملی ارمانونو څښتن دی. همدغه وجه ده چی نوموړی د افغانستان د دښمنانو په تیره بیا د پاکستان د سترګو خار ګرزیدلی. پاکستان او نړیوال دی په دې پوه وی چی امرالله صالح د افغانانو په زړونو کی ځای لری.
دغه ډول طالبانو ته وایم: کاشکی تاسی خپلواک وای او دغه شل کاله په رښتیا ددښمنانو پر وړاندی جنګیدلای. تاسی خو د اشغالګرو سره ددوستۍ تړون لاسلیک کړی او خپل مسلمان او بیګناه وروڼه وژنئ. طالبان باید پدې پوه وی چی دوی په افغانی ټولنه کی ځای نلری. ویل کیږی چی طالبانو قبوله کړی چی دوی په افغانستان کی د امریکا لښکر شی.خو دغه ارمان به بی هیڅکله پوره نشی. طالبان دی نور د امارت خوبونه نه وینی.