د نوی عیسوی ۲۰۲۱ کال د را رسیدو له امله د غرغښت ټولنی دمبارکی پیغام !
د نوی عیسوی ۲۰۲۱ کال د را رسیدو له امله د غرغښت ټولنی دمبارکی پیغام !
ګرانو هیواد والو !
په هالنډ کی غرغښت ټولنه د نړی د نورو ولسونو په منځ کی ۲۰۲۱کال جشن لمانځی خو هیڅکله یی خپل هیوادوال دیاده نه دی ایستلی .
ګرانو هیوادوالو غرغښت ټولنه دخپلو امکاناتوڅخه په استفادی (غرغښت ویب پاڼی )له لاری ټولو افغانانو او د نړی سوله دوستو خلکو ته د نوی کال مبارکی وړاندی کوی .
مونږ د نړی دسوله غوښتونکو انسانانو هیله لرو چه دافغانانو غږ واوری مونږ وژل کیږو مونږ د تروریزم ښکار یو ، په افغانانو بمونه او راکیټونه وریږی او هره ورځ بی ګناه خلک وژل کیږی . مونږ په افغانستان کی سوله غواړو .
مونږ هیله لرو چه نوی ۲۰۲۱کال د لوی څښتن تعالی په مرحمت د سولی وروری او سوکالی په لور ګامونه پورته شی پدی هیله چه له د بهرنی جګړی څخه زمونږ ځوریدلی ولس نجات پیدا کړی .
غرغښت ټولنه
