د ولسمشر سره د ولس مینه۔
د ولسمشر سره د ولس مینه۔
جمهوررئیس په خرقه شریفه کې د افغانستان د خیر، سوکالۍ او تلپاتې سولې دعا وکړه
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني کندهار ته د خپل سفر په لړ کې نن ماسپښین د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو، مشرانو، متنفذینو او خلکو سره یو ځای د کندهار په خرقه شریفه کې د ماسپښین لمونځ ادا کړ.
جمهوررئیس غني د ماسپښین لمانځه تر ادا کولو وروسته د خدای تعالی په دربار کې د خرقې شریفې له برکته د افغانستان د خیر، سوکالۍ، عافیت او په هیواد کې د روان تاوتریخوالي د پایته رسېدو، د افغانانو ترمنځ د اخوت او ملي یووالي د زیاتوالي او تلپاتې سولې لپاره دعا وکړه.
