اروښاد مربیک غنم او سید احمدخان
سیداحمدخان او مربیک غنم !
اروښاد مربیک غنم او سیداحمدخان د فی البدیهه شاعری او شوریو (لغاتو) دفورم روان بحرونه ؤ .
لوی خدای هر وخت په خپلو بندګانو مهربان او ترحم دروازی یی هر وخت خپلو بندګانو ته خلاصی وی .
بلی زمونږ به ګناهونه شوی وی خو د ګناهونو بخښونکی یوازی خدای پاک دی د همدی ګناهونو سره سره خدای پاک په مونږ مهربان هم دی او په مونږ مهربانی هم کولی شی .
مونږ دخپل څښتن تعاله څخه نا امیده شوی نه یو .
خدای پاک د په مونږ رحم وکړی مونږ ډیر غمونه او مصیبتونه ولیدل بلی په د هم پوهیږو چه خدای پاک هر وخت په مونږ رحم کړی دی خدای پاک په مونږ دومره مهربانه دی چه مونږ یی تصاور هم نشو کولی .
کله چه تیره ورځ دخوست ولسی شاعر سیداحمدخان د ۹۰ کالو په عمرله دی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی . ما هم قلم راوخیست چه دهغی سترشخصیت په باره کی څه ولیکم دملګرو څخه می غوښتنه وکړه چه خپل خاطرات راسره شریک کړی دهغو ټولو مننه کوم چه خپلی خاطری راسره شریکی کړی .
سیداحمد خان د خپل وخت دخپلو خلکو سره د لیونی مینی شاعر سرباز او په ډیرو مسايلو پوهه انسان ؤ او د وطن په داوږده جګړه کی هر وخت په خوست کی پاته شوی دی تکلیفونه یی ګاللی دی خو د خپلو خلکو دخدمت کولو یی لاس نه دی اخیستی .
هغه په خپل ښکلی اواز د شاعری تر څنګ سندری هم ویلی دی د ده شاعری د خلکو دپاره وه نه دپیسو د ګټلو دپاره خپل هنر یی په پیسو خرڅ نه کړ .
د خپل هنر دلاسه یی تکلیفونه هم ولیدل دهغه کیسی دومره ډیری دی چه لیکنه به ډیر اوږده شی .
اروښاد سیداحمدخان د اروښاد مربیک غنم د شاګردانو څخه دی دوی دواړو ډیره غلیضه شاعری هم کوله خو هیچا تری بد نه وړل او لا به یی تشویقول .
دوی ویل چه لغات د ژبی د سره اخستل شوی دی نو ځکه شاعران خوا نه سره بدوی .
هغه د سولی او وروری دپاره ډیری زیاتی سندری ویلی دی او خلکو ته یی د وطن مینه په شعر کی بیان کړی ده او هغه په سندرو کی ځوانان د وطن مینی ته تشویقول :
دا سندره یی زما اوس هم په یادشی چه ۱۳۶۴کال کی یی ویلی ده :
مهاجرو ورڼو په خیر راشی خپل وطن ته
چټی پراته یی هلته ریشن ته
په خیر راشی خپل وطن ….!
داسی وخت هم راغی چه مربیک شاعر میرانشا ته مهاجر شو هغه د شاعری او سندرو تر څنګ کمیډین هم ؤ
ډیر خلک ورته راټول شوی ؤ هغه دټولو مشکلاتو تر څنګ د ټوکو لاس ونه خیست ..
ملایان او مجاهیدین پری راټول شوی ؤ چه مربیک راغلی دی . په د وخت کی جلال الدین ورته راغلی وه ،
هغه ورته ویلی وه چه ماته نوی کلیمه ووایه چه زه هم مسلمان شم . هغه ورته کلیمه ویلی وه دخلکو په منځ کی یی ورته ویلی وه چه دا کلیمه خو افغانستان کی هم ده نوی کلیمه راته وویه هغه هر وخت ټوکی جوړولی خلک ورته دخندا مړه کیدل خو په هره ټوکه کی یی لوی مفهوم هم ؤ .
بیا وروسته په میرانشا کی په شهادت ورسیده .
د دواد خان وخت کی ولسوال راغی مربیک غنم هم تصادفآ هلته راغی ساز ؤ په هغه وخت کی یی دا سندره فی البدیهه جوړه کړه او دخلکو له خو ډیر تشویق هم شو .
د جمهوریت شمله مو جګه کړه دنیا ته
سردار محمد داوده نظام مو مبارک شه
بله سندره یی په بله ورځ هم جوړه کړی وه !
جمهوریت راغی په وطن کی
تازه خوب کړم بړستن کی
دښمنه خبردار شه …
دا سی وخت هم راغی چه دواړه زمونږ منځ کی نشته
هغوی ۶۰ کالو څخه زیات خپلی خوږی پښتو ژبی او خپلو خلکو ته مینه ورکړه خپلو خلکو ته یی خوشحالی ورکړه او دوی تکلیفونه تیر کړل کړاونه یی ولیدل خپلی ارادی یی بدلی نه کړی زه چه اوس د ۶۰کالو ډیر عمر لرم زما همځولی او مشران د هغوی ډیر خاطری دځان سره لری هغوی دهر مجلس دپاره نوی څه لرل هغوی په هر مجلس کی نوی ټوکی نوی غزل او نوی اشعار درلودل .
دوی دظاهر شاه په وخت کی هم ډیری سندری او ټوکی جوړی کړی دی هغه وخت کی به اکثریت حاکیمان دری ژبی راتلل او په پښتو به نه پوهیدل :
مربیک شاعر پسی ټوکی جوړولی : حاکم ورته ویلی وه (چه خر کته سوار وکه )
مربیک خر راولی د کتی دپاسه یی درولی .
حاکیم ورته وایی مربیک څه کوی : خر کته سوار وکه ..مربیک ورته وایی زه هم همداسی کوم .
خلک به دخندا ورته مړه کیدل هغه به په میدان کی دحیواناتو آوزونه هم ایستل .
د مربیک یوه ټوکه اوس په متل اوښتی دی .
یوه هلک په بایسکل وهلی وه مربیک د دی په عوض چه جنګ ورسره وکړی ورته ویلی وه چه ورورجانه نوم د څه دی . هلک ورته ویلی وه چه نوم می اصیل خان دی ده ورته ویلی وه چه اصیل مو داسی وی هغه کچه به مو څنګه وی .
هغه په داسی انداز په مامورینو ،ښوونکو ، ملایانو ، او ملکانو په کمیډی انداز انتقادونه کول چه هیچا بد نه ځنی وړل .
مربیک غنم او سید احمدخان په پکتیا پکتیکا وزیرستان بنو مرانشااو کورمه کی ډیر مینه وال درلودل او هلته یی پروګرامونه لرل خلکو ته یی مینه ورکول دهغی ځای دشاعرانو سره یی ګډی سندری او مجلسونه کړی دی .
نظامونه بدل شول مګر د دوی مینه د وطن سره کمزوری نه شوه او تر اخیره یی خپلو خلکو ته مینه ورکړه او هنر او موسقی یی ژوندی ساتلی ده او ډیر زیات شاګردان یی تربیه کړی دی .
که رښتیا خبره وکړم د وخت دولتونو ورته څنګه چه لازمه وه توجه نه دی کړی . که داسی دریابی شاعر د کومی بلی ژبی وای اوس به ډیر څه درلودای خو دپښتون لکه څنګه چه ژبه خواره ده همداسی یی هنرمند هم خوار دی .
دخوست خلکو همدی هنرمندانو ته دیر مینه ورکړی ده او د ژوند تر اخیری سلګی پوری یی د دوی قدر کړی دی .
دخوست خلک د خپلو هنرمندانو ډیر قدر کوی او نازوی یی ،الله د یی جنتونه نصیب کړی ( امین)
نجیب
