وروستي پرلیکه شوي

غندنلیک!!

بسم الله الرحمن الرحیم .
غندنلیک!!
د غرغښت ټولنه په خوست،کونړ او پکتیکا کې د پنجاب (ناپاکستان) وروستی نظامي وحشیانه بریدونه چې پکې زمونږ بې ګناه ملکي وګړي (وروڼه او خویندي )په ځانګړي توګه تنکي ماشومان شهیدان او ټپیان شویدي په کلکو ټکو غندي او په افغان ولس غږ کوي چی د دغه ډول ظالمانه کړنو په مقابل کې چی نه یواځې د انسانیت بلکه د اسلامي ارزښتونو ښکاره سپکوی دی سره یو موټی شي.
د غرغښت ټولنه الله پاک (ج) ته د دعا لاسونه لاپه کوي چی الله (ج) دې شهیدانو ته جنت الفردوس نصیب او زخمیانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتونکي ده.
په درنښت
د غرغښت ټولنې مشرتابه