وروستي پرلیکه شوي

د غرغښت ټولنې د پنجاب ریاست ترورستي برید په اړه غندنلیک

د غرغښت ټولنې د پنجاب ریاست ترورستي برید په اړه غندنلیک !!

په کابل کې د تېرې شپې خونړۍ پېښې یو ځل بیا دا ثابته کړه چې بې ګناه انسانان د ترهګرۍ تر ټولو ستر قربانیان دي. خصوصاً برید پر یو روغتون او د روژې په دا مبارکه میاشت کې د پنجابي (پاکستاني) ترورستانو لخوا . دا ډول بریدونه نه یوازې یو ملت، بلکې ټول انسانیت ژوبلوي.تاسو شاید لیدلي وي چه ټوله نړی پر دغه منافق هیواد بحث کوي او رټي یې.

د غرغښت ټولنه د پاکستاني پنجابیانو دا وحشیانه برید په ډیرو کلکو ټکو غندو. د ملکي وګړو وژل هېڅکله د هېڅ هدف لپاره توجیه کېدلی نه شي. هغه ځواکونه چې دا ډول کړنې ملاتړوي یا ورته زمینه برابروي، باید د نړیوالو قوانینو او انساني ارزښتونو پر وړاندې ځواب ویونکي وبلل شي.

د غرغښت ټولنه د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله لرو. د پاکستان ترهګر ریاست پر وړاندې مبارزه یوازې د یو هېواد نه، بلکې د ټول بشریت ګډ مسؤلیت دی.
موږ د سولې، عدالت او د بې ګناه افغانانو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کوو.

په درنښت
د غرغښت ټولنې مشرتابه