وروستي پرلیکه شوي

يو سړی وروسته له دوه ورځو او يوې شپې د سمندر له څپو ژوندی راووت

د الله (ج) د قدرت له نښو څخه يوه نښه دا هم ده، چې ستر ذات چې چاته د مړ کولو اراده نه وي کړې، که په هر حال کې وي، ارومرو به ژوندی پاتې کېږي، په دې لړ کې تېره ورځ يو خبر د تايوان هېواد پر رسنيو خپور شو، چې ددې هېواد يو اوسېدونکی ۴۲ کلن سينګ لين چې له لامبو وهلو سره نابلده و، د سمندر پر څنډو کې دکبانو د نيولو پر مهال د سمندر څپو له ځانه سره واخیست او له پوره ۶۰ ساعته يانې ( دوه ورځې او يوه شپې) وروسته د ژغورنې د ټيم له لوري دسمندر په يوه څنډه کې په داسې حال کې وموندل شو، چې نه سترو کبانو ، نه نورو سمندري ژويو خوړلی و او نه هم اوبو ډوب کړی و، او تر ټولو جالبه خو لا دا وه، چې ياد سړی د سمندر څپو له خپل اصلي ځای ( د ډوبېدلو له ځای څخه ) ۷۵ کيلومتره لرې وړی و. د ژغورنې ډلې نوموړی سړی په داسې حال کې وموند چې په نيمه بې هوښي حالت کې و، او چې څنګه په هوښ راغی له خپلې مېرمنې سره ژمنه وکړه ، چې بيا به د د سمندر په غاړه هېڅ وخت کبان ونه نيسي.