لس ستر ليکوالان چې ځان یې وژلی دی
ليکوالي يو له هغو لسو کارونو څخه ده چې د افسردګي خطر پکې ډېر زيات وي، او د نرانو ليکوالانو اخته کېدا پکې تر ښځينو ډېره ليدل شوې ده.
د امريکا د روغتيا سايټ ليکوالي او په هنر پورې اړوند هر کار ډېر حساس ښودلی دی، او نور هغه کارونه چې خطر لري، مرسته کول، ښوونه، ټولنيز خدمتونه او پېر او پلور دي چې د افسردګي خطر پکې ډېر زيات دی.
نامنظم حقوق، او انزوا ليکوالان ډېر ژر په افسردګي اخته کوي او په دې مابين کې اووه په سلو کې هنرمند کسان او ليکوالان په يو نه يو ډول په دې ناروغي اخته دي.
د ليکوال نوم: ارنسټ همينګوې
د مرګ په وخت کې یې عمر : ۶۲ کلن
مهم اثاريې زوړ سړی او درياب، زنګونه چې د غږو کولو لپاره دي
د ځان وژنې لامل: همينګوې د وينې فشار درلود، او له پښتورګو په عذاب و، او په خپل دويم اقدام کې یې چې له دې مخکې یې هم د ځان وژنې اقدام کړی و، د خپل توپک يې خپل ځان ته راوګرځاوه او خپل ځان یې پرې وويشت.
د لیکوال نوم : ويرجينيا ولف
د مرګ په وخت کې یې عمر : ۵۹ کلنه
مهم اثار یې: د دريايي فانوس په لوري، اغلې ډالووي، او اورلانډو
د ځان وژنې لامل: وولف په خپلو يادداښتونو کې خپل مېړه ته ليکي، ( ډاډه يم چې دويم ځل لېونۍ کېږم… او دا ځل مې حال نه ښه کېږي.) دا سترهليکواله په سختې افسردګي اخته وه، او په سر کې به يې غږونه اورېدل، او د ۱۹۴۲ زېږدي کال د مارچ په ۲۸ مه يې لويې تيږې په خپل لوی کوټ کې کېښودې او د خپل کورخواته سيند ته یې ورودانګل او ځان یې په سيند کې وواژه.
د ليکوال نوم: انه سکسټن
د مرګ په وخت کې یې عمر : ۴۶کلنه
مهم اثار: د بورز يا بمير مينه
د ځان وژنې لامل یې : په ډېر سخت ذهني فشار اخته و، بالاخره یې د خپل کور د موټر په ګراچ کې چې ورونه يې بند و، موټر چالان کړ او د او ځان یې وواژه.
د ليکوال نوم: ريونوسوکه اکو تاګوا
د مرګ په وخت کې یې عمر: ۳۵
مهم اثار: راشومون
د ځان وژنې لامل یې: اکوتاګاوا په افسردګي اخته و ، ليد یې ورځ په ورځ کمزوری کېده، بلاخره یې د خوب د ډېرو ګوليو په خوړلو سره ځان وواژه.
د لیکوال نوم : کارين بوی
د مرګ په وخت کې یې عمر: ۴۱ کلن
مهم اثار: د شعرونو مجموعه : ورېځې
تر ذهني فشار لاندې او د خوب د ډېرو ګوليو په خوړلو يې ځان وواژه
د ليکوال نوم: جان بريمن
د مرګ په وخت کې یې عمر : ۵۸ کاله
د شعرونو ټولګه (په خوب کې ۷۷ اوازونه)
ډېر سخت تر ذهني فشار لاندې و، او ځان یې د واشنګټن اوينيو له پل څخه ښکته واچاوه اومړ شو.
د ليکوال نوم: ريچارډ براټيګان
د مرګ په وخت کې یې عمر : ۴۹ کاله
مهم اثار: په امريکا کې د قزل الا کب ښکار
د ځان وژنې لامل یې: په بېلابېلو عصبي فشار ناروغيو اخته و، او ځان یې په مرمۍ وويشت او مړ شو.
د ليکوال نوم هانټر ايس، ټامپسن
د مرګ په وخت کې یې عمر : ۶۸ کاله
مهم اثار یې : په لای ويګاس کې وېره او نفرت
د ځان وژنې لامل یې: بېلابېلې ناروغي چې بالاخره ددې لامل شوې چې په خپل سر یې ډز وکړ او ځان یې وواژه
د ليکوال نوم: يرزي کوزنسکي
د مرګ په وخت کې یې عمر : ۵۷ کاله
مهم اثار یي حضور، الوتنه په ياد لره
نوموړی ذهني ستړی، او په بېلابېلو جسمي ناروغيو، لکه د زړه ناروغي، بالاخره یې له خپل سر څخه کلک پلاستيک تاو کړ او ساه يې تربته کړه او مړشو .
د لیکوال نوم: يوکيو ميشيما
د مرګ په وخت کې يې عمر : ۴۵ کاله
مهم اثار يې: ممنوع رنګونه، او د څپو شور دي
نوموړی جاپانی ليکوال و او ددې غوښتونکی و،چې په جاپان کې دې امپراتور ته بېرته واک انتقال شي، دا چې خبره یې ونه منل شوه نو ځان یې وواژه.
