وروستي پرلیکه شوي

غزل

غزل
ســتا نــه بــغــیر لکــه بـــوډا پـــه لاره دم کومــــه.
تــا راښودلي و چې زغـــم کوه، نــو زغــم کومــه.
خــیر که پدې کې درته پړ یم چې مړ نه شوم بې تا
د ســتا په نــه شـتون مې پـه ځـان باندې ستم کومه
زمــا د ژوند طریقه ستا د تــلو نــه وروسـته داسې
درپسې مرمه نـــوی، نوی، او ژوند هــم کو‎‎‎مــــه.
اوس لکه روغ انسان ځان ښه ښایم، خو درد لرمه
نــور چـــاتـه نــه وایـــم چې بیا درپسې غم کومه
زمـا یـوه غلطي تــر اوســه خدای بــښلي نـــه ده.
که څــه هـم ویستي مــې تـوبه کارونه سـم کومه.
اوس لکه لمر د پسرلي نه یم چې ګل کړم غوټۍ.
اوس لــکه ژمـۍ یـــمه، نــــم کــومه، نـم کـومــه
انور لمر