وروستي پرلیکه شوي

غزل

ته راشــه ورته ګوره په کوم حال دي پښتانه
په خــپله بربادۍ باندې خوشحال دي پــښتانه

مدام د جهالــت په اور کې ســوزي لــېونــي
هر څو که په غېرت کې بې مثال دي پـښتانه

زور کوي لوندې ته چې ئې وچې ته راکاږي
والله چــې زړه مې وچوي د کمال دي پښتانه

یــووالی اتفاق ورســـره نــشته های افــسوس
د مـچ مـېږو نه زیات که آل په آل دي پښتانه

خـپلو کې د شګو عوندې نه رایو ځای کیږي
دښمن تـه چې را یو شـي دېوال دي پـښتانــه

په پـټو سـترګو ـان پــه (اباسین) لاهـو کوي
بې شـکه چې د غـرونو په مثال دي پـښتانه