وروستي پرلیکه شوي

ناوخت ویده کیدل دشکرې دناروغۍ خطر زیاتوي .

زمونږ خبریال وايی په امریکا کښې په یوه ترسره شوي تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده په هغو کسانو کښې چې دشپې تر ناوخته پورې ویده کیږي د شکرې یعني دشوګر دناروغۍ درامینځته کیدا خطر زیات وي .
دامریکا یوې موسسې په دغه راپور کښې ویلي دي دغه خبره فرق نلري چې کوم سړی او ښځه څو ساعته خوب کوي خو هغه کسان چې دشپې ناوخته ویده کیږي په هغوې کښې دسهار و ختي پاڅیدونکو کسانو په نسبت د شوګر د ناروغۍ درامینځته کیدا خطر زیات وي .
کارپیژاندو زیاته کړه په دغو کسانو کښې دشکرې ناروغۍ په دې وجه رامینځته کیږي چې دشپې ناوخته ډوډۍ خوري او سګریټ هم څکوي .
دغه تحقیق په شپاړس سو شلو(۱۶۲۰) کسانو شوی دی .