غزل :رحمت شاه سائل
غزل
خپل مې یې وطنه ، خـــــــو لا خپل وطن مې نه یې
زړه مې یې ، خو لا د زړه غنـــــــدل وطن مې نه یې
تل مې در لـــــــه سرڅڼـــــــه د زړه په وینــــــو وکړه
تـــــه یې چې د څڼې د وربل وطن مې نـــــــــه یې
تل تل دې اغزي زمــــــــــــا په سترګو کې مـــــاتېږي
ګل مې یې په سترګو کې ، خو ګل وطن مې نه یې
منــــــــمه رابښې د تغــــــــــــــــزل نزاکتـــــــــــــونه
خیال مې د غزل یې ، خـــــــو غزل وطن مې نه یې
داغ مې یې پـه زړه کې ، لاله زار مې یې په زړه کې
تور مې یې د سترګو ، خو کاجـــــل وطن مې نه یې
یار مې ته ، دلبر مې ته ،دلدار مې ته ، جانان مې ته
څه دې کړم ، اشر او د غـــــــــــوبل وطن مې نه یې
ته مې د عظمت ، ته مې د دروند شخصیت نښه یې
ته مې پټـــــــــکی ، د پټــــــکي ول وطن مې نه یې
خــوب ته د سایل دې نه کوم څنګ و ، نه څنــــګل وه
څنګ په څنګ به یو ، خو د څنـــــګل وطن مې نه یې
