وروستي پرلیکه شوي

په افغاني ټولنه کې د ولور اوپه هند او پاکستان کې دجهیز (Dowry) په نامه ناوړه دودونه او رواجونه

ډاکټر لطیف یاد

موږ اوتاسو ټولو ته معلومه ده چې له بده مرغه دافغانستان په خلکو او په تیره بیا په ځینو پښتنوکې د ( ولور) په نامه ناوړه دود اورواج شته .هغه داچې کله یوه کورنۍ خپله لور اویاخور دبلې کورنۍ هلک ته په نکاح کوي نو دهلک پر کورنۍ دولور په نامه پیسې ږدي چې په ځینو پښتني سیمو کې دغه پیسې لکونو افغا نیو ته رسیږي او ډیر وخت داسې شوي دي چې دهلک کورنۍ دغه پیسې نه شي پوره کولی .په دې توګه هم هلک زوړشي او هم نجلۍ زړه شي چې داپه خپل ذات کې یو ملا ماتوونکی او داسلامي شریعت نه خلاف عمل دی .ترټولوبده یې دا چې ځینې وخت دنجلۍ کورنۍ دغه دولور پیسې پخبله مصرفوي او دخپلې لور داړتیا وړ شیان لکه سره زر او نور داړنیا وړ شیان ورته نه اخلي او نه یې ورکوي ، خو په ځينو کورنیو کې دغه دولور پر پیسو خبلې لورته دهغې داړتیا وړ شیان اخلي او کله یې چې لور او یا خور ودیږي نو دهغې دودلو سره سم دولور په پیسو شیان دزوم کورته لیږي . که څه هم دولور دغه بدمرغه دود اوس دافغانانو په روښان فکره کورنیو کې لږشوی دي ، خو دغه روښانفکران بیا دنکریزو دشپې ، اوومې او تخت جمعۍ په نامه نور ناوړه او ملا ماتوونکي دودونه لري چې داهم بې ځایه لګښتونه دي او د ډیرو خلکو تر وسې بهر وي .
په هندوستان او پاکستان کې بیا خبره بل ډول ده هغه داچې دنجلۍ ( جینی) کورنۍ مجبوره او مکلفه ده چې دهلک کورنۍ ته جهیز ( Dowry ) ورکړي او په دې کې دهلک لپاره دکورسامان آلات ،طلا او سره زر، یخچال ( فریج) ، ټي وي اونور څیزونه اخلي چې ځینې کورنۍ یې وسه لري او ځينې بیا بې وسه وي . ما دهندوستان په ټولنه کې هم په هندوانو او هم په مسلمانانو کې داسې ډیرې کورنۍ لیدلي دي چې دجهیز دناوړه سیسټم پر بنسټ دجنی کورنۍ دهلک کور نۍ ته جهیز نه شي پور ه کولی او په دې توګه دنجلۍ دکورنۍ ډیر پلرونه ځانونه وژنې او یا یې لوڼه زهر خوري او خپل عمر ته دپای ټکي ږدي .
یوه ورځ دهند دډیلي جامعه ملیه اسلا میه پوهنتون دذ ‌اکر نګر په سیمه کې مې یو مسلمان بوډا سړی ولید چې ژړل یې او په زوره زوره یې چغې وهلې چې ای خلکو واورئ ما خپله لور یوچاته څلور کلونه وړاندې په نکاح کړې ده . دهلک کورنۍ را نه جهیز غواړي اوزه یې نه شم ورکولای زما سره مرسته وکړئ .خدای شته ور نږدې شوم او ورته مې وویل چې بابا څومره درنه غواړي؟ ویل یې پنځوس زره کلدارې . چې دسپين ږیري حال مې ولید زړه مې پرې وسو او پوه شوم چې غریب سړی دی او داپیسې نه شي پوره کولای .ما ورسره دځبل توان په اندازه مرسته وکړه خو پوه شوم چې دخیر اوسوال په اوبو ژرنده نه ګرځي او زما په دې لږو بیسو به دده کار ونه شي .
ددې لیکنې نه زما مطلب داو چې نه ولور او نه هم جهیز ( Dowry ) کوم انساني عمل دي . اسلامی شریعت دښځو لباره ( شرعي مهر )ټاکلی دي او بهتره داده چې پر هغې عمل وشي .
لور او خور دپيسو په مقابل کې چاته ورکول یو دکرکې وړعمل دی او باید وغندل شي ، همداراز زموږ روښانفکران هم باید دملا ماتوونکود ودونو ، دنکریزو دشپو او تخت جمعیو پر خلاف مبارزه وکړي . زه نه وایمه چې دخوشیالیو په مراسمو کې دې څوک پیسې خرڅې نه کړي بایدپیسې خرڅې کړو خو دپیسو په خرڅولو کې باید داعتدال نه کار واخلو.خو ولور او جهیز بیا یو غیر انساني عمل دی .باید دې ټکي ته پاملرنه وکړو چې ( لور او خور)لوړ مقام لري او پر زرو اوپیسو نه شي خر څیدلی.