دملا دردونه :
اکثره خلک په تیره میرمنې کله ناکله په ملا کې دردونه احساسوي دغه دردونه ممکنه ده د لنډې مودې لپاره وي اوبیرته ښه شي خو ځینې وخت دیوې ناروغۍ او ستونزې نښه هم ګڼل کیداي شي خو په ټول کې موږ کله چې ماشوم پورته کوو او یا یو کارټن او وزن پورته کوو دملادرد پيدا کوو اویا له ډیر کاره وروسته ممکنه ده دملا دردونه پيدا کړو خو ډیر ځله ورته توجه نه کوو ا و ښايي دغه دردونه سخت شي او موږ په کور کینوي زیاتره افغانان دناستي او ولاړې په وخت او یا د وزن دپورته کولو په وخت مناسب حالت نه غوره کوو کله چې یو وزن پورته کوو ددې په ځاي چې زنګونونه قات کړو په ملا کړوپیږو دغه چاره ددې سبب کیږي چې دملا په مریو او عضلو فشار زیات راشي او درد احساس کړو ناسمه ناسته او په ناسمه توګه دشیانو پورته کول ښايي په لنډه موده کې ستونزه پیښه نه کړي خو دغمر په زیاتیدا سره دملا ستونزې پيدا کولاي شي کله چې په عضلو فشار راځي دملا دردونه پيدا کوي دملا درد تل دمریو له امله نه وي خو هغه کسان چې دملا مذبوتې عضلې لري دهغو پرمریو لږ فشار راځي او په دې ډول لږ درد احساسوي که مو په ایکسرې او سي ټي سکن کې بله ستونزه پيدا نه شوه ممکنه ده دملا عضلې مو کمزورې وي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې په ملا کې درد احساس کړئ .
کله چې عضلې کمزوري وي دفشار په وخت ددې لپاره چې مرۍ ډیر فشار زغمي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې درد پيدا کړي .
په هرصورت که درد دوامداره وي او په بروفن او التهاب ضد درملو سره ېې علاج نه کیږي باید ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ .
خو لکه چې مخکې وویل شول ځینې میندې او خویندې دمیاشتنی عادت په وخت دملا د درد شکایت کوي شته داسې میندې چې دملا پر درد سربیره دمیاشتي عادت په وخت دنس درد دسر درد ، او حتي تبه او اسهال ولري خو دغه دردونه دوامداره نه دي او له مریضي یوه یا دوه ورځې مخکې پيلیږي دغه دردونه په مسکنودرملو سره ورک کیداي شي .
دا په دې معني نه ده چې دغه میرمنې کومه خاصه ناروغي لري بلکه دا چاره له دې پرته چې کومه ستونزه پیدا کړي په ځینو میرمنو کې لیدل کیږي خو ددې لپاره چې نورې مسلې رد شي غوره ده دښځو یوه ډاکټرې ته ورشئ ځکه ځینې وخت ممکنه ده کومه ستونزه موجوده وي دمثال په توګه دتخمدان کیست او نورې ناروغۍ هم شته چې دغه حالت رامنځته کولاي شي .
که دملا له درد سره چرک یا ډیر سپین ترشحات ولرئ حتما باید ډاکټر ته ورشئ دمیاشتي عادت یا مریضي په وخت له مریضۍ مخکې دسپینو ترشحات راتلل هم طبیعي خبره ده خو په دې شرط چې دغه ترشحات بد بوي ونه لري که بد بوي ولري دا په دې معنې ده چې کوم میکروب موجود دی خوهغه خویندې چې نوی میاشتنی عادت پيلوي په هغو کې د پروجسترون هومورمون دزیاتید له امله هغه غدې ډیرې تحریکیږي چې په مهبل او درحم په سر کې موجود وي او په دې ډول ددغو غدو ترشحات زیاتیږي دغه ترشحات دمهبل دمرطوب ساتلو او دسپرم دژوندي ساتلو لپاره ضروري وي په ځینو میرمنو کې دغه ترشحات ډیر زیات وي ځکه خو له مریضۍ مخکې دغه میرمنې ډیرسپين ترشحات لري ښايي دغه ترشحات تردې حده زیات شي چې تاسو وراخطا کړي ډیری ډاکټران وايي هغه پيغلې چې جنسي تمایل ېې ډیر وي دغه ترشحات هم ډیر لري دغه ترشحات په میرمنو کې توپیر کوي په ځینو کې ډیر او په ځینو کې کم وي . بیا هم یادونه کو که بد بوي ولري اویا له حده زیات وي باید ډاکټر ته ورشئ چې نورې ستونزې رد شي .
خو له دې پرته که وینه نرۍ وي ښايي میرمن سخته کم خوني ولري نودهغو میاشتنی عادت هم ممکنه ده سپین رنګه شي کله چې په میرمنو کې هیموګلوبین کم شي او په وینه کې پلازما ډیره شي بیا هم ممکنه ده ستاسو په وینا دوینې په ځاي سپين مواد له بدنه بهر شي چې دا په حقیقت کې وینه ده خو له دې چې کم هیموګلوبین لري نو تاسو ته ېې رنګ سپین ښکاري .
پردې سربیره ځینې میرمنې دردناکه مریضي لري چې ډاکټران ېې ډیزمینورې بولي دغه دردونه له میاشتني مریضي او خونریزئ څو ساعته مخکې یا ورسره په یو وخت پيلیږي او لږ ترلږه دوه یا درې ورځې دوام کوي دغه دردونه په نس کې تر نوم یا نو لاندې ، دورنو په اوږدو کې او په ملا کې احساسیږي پر درد سربیره نورې نښې هم لري لکه کانګي ،زړه بدوالی ، بې اشتهایي ، ستوماني،تبه او سر درد هم ممکنه ده پیدا شي .
دغه حالت له بده مرغه په ځینو میرمنو کې موجود وي اواصلي علت ېې تراوسه نه دی معلوم خوکه په تاسو کې دغه حالت موجود وي غوره بیا هم یو ځل ډاکټر ته ورشئ په ټول کې هغه پيغلي چې نوی میاشتنی عادت تجربه کوي غوره ده له ډاکټر سره پرې مشوره وشي او یا دښوونکو او میندو له پلوه هغو ته ځینې لارښوونې وشي چې نورې ستونزې او ناروغۍ ونه لري که نورې مسلې نه وي دمسکن درملو په خوړلو سره دغه حالت باید وزغمئ .
خو دیزمینورې دعمر په زیاتیدا او په لومړي حمل سره ممکنه ده ښه شي .الته کله ثانوي دیزمینورې هم لیدل کیږي چې دپاخه عمر میرمنې پرې اخته کیږي او دغه مسله بیله ده او بیله معالجه لري .
ملایم فزیکي حرکتونه ، او خوراکي رژیم ته توجه ، په دې معنې چې سبزیاني او میوه ډیره وخوړل شي او استراحت او مساژ ممکنه ده له تاسو سره مرسته وکړي .
خو بیا هم یادونه کوو چې باید یو ډاکټرته ورشئ او نورې مسلې باید رد شي او دغه دردونه هم په بیلابیلو درملو سره کنټرول کیداي شي .
په اروپا کې دغه سپارښتنې هغو نجونو ته کیږي چې په میاشتني عادت کې درد لري ښايي له تاسو سره هم مر سته وکړي :
منظم ورزش وکړئ ځکه ورزش په بدن کې دانډورفین په نامه مواد زیاتوي او دغه مواد د درد ضد خاصیت لري په دې ډول هغه کسان چې سپورټ کوي د درد په زغملو کې ترنورو میرمنو تکړه وي .
کافي استراحت وکړئ ځکه کله چې بدن ستړی او ستومانه وي له درد سره ښه مقاومت نه شي کولاي .
اوبه ډیرې څښې هغه کسان چې اوبه ډیرې څښې تر نور لږ درد احساسوي اوښه روغتیا لري .
خو په میاشتنې عادت کې ځینې اصول او لارې چارې شته چې باید یوه پیغله پرې پوهه شي ددې لپاره ښايی په راتلونکې کې دیوې پوښتنې په ترڅ کې معلومات درکړو .
