د لوی اختر د رارسيدو په مناسبت د غرغښت ټولنې د مبارکۍ پيغام
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو هېوادوالو!
د غرغښت ټولنې مشرتابه د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان مسلمان، مجاهد او باغيرته اولس، په هالنډ کې مېشتو افغانانو او په خاصه توګه د غرغښت ټولنې غړو ته د لوی اختر د رارسيدو په مناسبت خپلې نېکې هيلې او مبارکۍ وړاندې کوي او دعا کوي چې لوی خدای دې په خپل دربار کې د ټولو مسلمانانو قربانۍ قبولې کړي.
دا چې په هېواد کې ملي يوالي او سولې ته سخته اړتيا ليدل کيږي د الله ج دربار ته لاسونه لپه کوو چې الله ج دې نور په دې هېواد کې د غم او جګړو ټغر ټول او په ځاى يې د مينې او يوالي ټغر وغوړوې.
د الله پاک له دربار څخه په افغانستان کې د رښتيني سولې او سوکالۍ د راوستو په هيله !
الله ج دې د ټولو عبادتونه قبول او منظور کړي.
په درنښت
د غرغښت ټولنې مشرتابه
