تاریخی روایت
تاریخی روایت
په کابل کی د درالامان ودانی جوړیدا قرارداد یی ترکیانو اخیستی وو . مزدوری په کی افغان ګارګرو کوله ، یوه ورځ امان الله خان د ودانی د چارو لیدلو له پاره وراغی .د افغان کارګرانو په لیدو دخوشحالی څخه وغوړیده ! مزدورانو ته ور نږدی شو ،له هغوی یی وپوښتل تاسی دلته څه کوی ؟
هغوی ورته وویل : مونږ په نیمه روپی مزدوری کوو . امان الله خان ورته وویل : دا خو دیری کمی روپی دی په د روپیو خو اوس څوک کار نه کوی ! مزدورانو ورته وویل نو چاره څه ده مزدوران په د نه پوهیدل چی دا سړی څوک دی ؟
امان الله خان ورته وویل : تاسی سباته کار بندیز وکړی ، مزدورانو ورته وخندل ته مو لکه چی اوس د کاره لری کوی !
نه ، نه خدای د نه کوی چی زه داسی وکړم دا خبره ستاسو په ګټه ده ، مونږ ویریږو کار موندل هم مشکل دی . تاسو دا کار وکړی . سمه ده ، سبا ورځ ټول کارګران ولاړ دی کار نه کوی .
ترکی انجنیر حیران دی ! ولی کار نه کوی ؟
مونږ یوه روپی غواړو ، د ترکی انجنیر ټینګار ځای نه نیسی . بلا خره امان الله خان ته وایی امیر صیب مزدوران چا پارولی دی کار نه کوی یوه روپی مزدوری غواړی غازی امان الله خان من من غوښه اخلی خدایه شکر زما ولس په سوله ایز ډول د حق غوښتلو چل تجربه کوی ،
فکر یی د غزا او ازادی سنګرونو ته بیایی لوڅی پښی مجاهدین د ازادی سرلاری یی سترګو ته ودریږی د خپل ولس د پرمختګ خیالونه یی پسی اخلی یوه شیبه فکر کوی چه ښونځی پوهنتونونه یی له نجونو او هلکانو ډک دی د هیواد ټول سرکونه قیر دی د برښنا مزی غځیدلی په سړکونو یو نیم موټر لیدل کیږی د هیواد صنعتی معدنی ، خوراکی او نور توکی د ریل ګاډو په واسطه بهر ته لیږدول کیږی ، د افغانستان دری رنګه بیرغ د ډیرو هیوادنو په ښارونو کی رپیږی ، زده کونکی د ساینس او علم په سیالیو کی د سرو زرو مډالونه او مقامونه ګټی په کورنیو مطبوعاتو کی په زرګونه علمی مقلی چاپ کیږی د کرنی سیکتور وده کوی لبنیات تازه او وچه میوی په نړیوالو مارکیټونو کی پلورل کیږی ، مخامخ ترکی ته ګوری دخوشالی څخه یی اوښکی په سترګو کی د ستورو په شان ځلیږی .
ترکی ته وایی یوه روپی ور کړه نیمه روپی خو رښتیا هم کمه ده . ترکی انجنیر د امان الله خان څخه رخصت اخلی او په وچو شنډو کارګرانو ته وایی کار وکړی ستاسی مزدوری یوی روپی ته لوړه شوه مزدوران د خوشحالی چغی وهی ، خاندی یو بل ته وایی ډیر په اسانه مو حق تر لاسه کړ. نه مو توره استعمال کړه نه توپک اصل خوند خو په د مبارزه کی دی . څه وخت وروسته غازی بیا د کارګرانو خواته ورځی مزدوران یی په لیدو خوشحالیږی یو نیم ورته وایی ستا خبری خو مونږ ته ګټه وکړه ، ته دیر هوښیار یی ته رښتونی خواخوږی یی . غازی خاندی سبا لاریون وکړی تر کی انجنیر ته ووایی مونږ یونیمه روپی غواړو ! کارګر یوه بل ته سره ګوری په سترګو کی سره غږیږی لکه چه دا ځل مو د کار پری لری کوی . د ځانونو سره وایی په یوه روپی مو ګوزاره کیږی یونیمه ن ن ن نه غواړو نه !
تاسو دا کار وکړی هیڅ ستونزه درته نه جوړیږی
کاګران : فکر کوی . دا سړی خو بادشاه نه وی ، دا لکه چه هغه لوی غازی دی هغه لوی وطنپال او ملتپال غازی دی . امان الله خان . نه امان الله خان دلته نه راځی دلته خو پاچایان نه راځی هغه قصرونو کی وی مونږ څه کوی ؟
مونږ غریب خلک یو . امان الله خان کور ته روانیږی کارګر زړه نه زړه د پاچا خبره منی سبا لاریون کوی . په اصولو برابر لاریون د درالامان ودانی په کاڼو نه ولی ! د خلکو په کورونو دوکانونو پسی اور نه اچوی یوازی لاریون کوی حق غواړی . ترکی بیا حیران دی . دا خلک بیا څنګه پورته شویدی دا خلک څوک په دموکراتیکو اصولو پوهوی ؟
دا رهنما یی څوک دی ؟ دا خلک خو رښتیا متمدین دی . دا خلک رهبری کولای شی ،د امپراتورانو زامن دی ډیلی او اصفهان یی یو وخت نیولی وو ، انګریزان یی مات کړل او د اسیا نیمی وچی ته یی د پرمختګ الهام ورکړ ملی مشر یی رهبری کوی امان الله خان یی رهبری کوی دا ملت چی دا رهبر لری سیال به شی پوهه او حق به تر لاسه کړی !
ترکی ویریږی او یوه نیمه روپی مزد ټاکی .
( لپه مجلی څخه فیض الله( غمخور) )