وروستي پرلیکه شوي

غزل

د سندرو اربکی د کتاب څخه می ښکلی غزل انتخاب کړی دی ، هیله لرم خوښ مو شی دا کتاب په ۲۰۰۰ کال چاپ شوی دی ..،
غزل

ګودر له وینو ډک دی که منګی له وینو ډک دی
که شین می دی راوړی او زړګی له وینو دک دی
هنداری به رادرومی خو زما تصویر به نه وی
قدم د څنګه ږدی هر یو زګیرږی له وینو ډک دی
غمجنه سرینده ده د چنار له سټی جوړ دی
د څانګی د چنارهر یو لرګی له وینو ډک دی
دا څانګی څانګی کلی به می څنګه پیوند واخلی
کنډول له وینو ډک دی او کودی له وینو ډک دی
وږمی یی دی خوری لکه باروت د توغندی
زمونږ د ګلدانونو هر بابری له وینو ډک دی
نامی سره د ګرانی له خولی وینی غورځومه
دا ځکه می د خولی هر اسویلی له وینو ډک دی
د ښکلی نظرماتی ته به څه شی سوځومه
د دغو هدیرو هر سپیلنی د وینو ډک دی
شفق می د وطن په وینو سور لکه منصور دی
د توری شپی په سپینه کی سپوږمی له وینو ډک دی
ګریوان زمونږ بی وزلوڅیری څیری تر لمنی
له قهره تاو را تاو هر یو زلمی له وینو ډک دی

فیض الله (غمخور)
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځی محصل