علامه رشاد بابا
علامه فاضل استاد عبدالشکور رشاد
د همدی پیړی د پیل په نیکمرغه شپو ورځو (۱۳۰۰ش) کال د لړم په ۲۳ نیته د لرغونی کندهار د افغانی شان و شوکت دتاریخی ښار د بابړو په کوڅه کی زمونږ د زمانی فاضل استاد عبدالشکور رشاد وزیږید ، پلار نوم یی عبدالغفور او د نیکه نوم یی حاجی محمدایاز او دغور نیکه نوم یی محمدجان خان بابړ و ،په ۱۳۰۶کی د ښونځی په خوا ور مخه شوه او تر۱۳۱۲ش کال پوری یی زده کړو ته دوام ورکړ .
استاد په ۱۳۱۴ش کال کی دخپلی دندی پیل د ښوونی او روزنی سره وکړ هغه ښونکی شو او په ټولګی کی یی د هیواد بچیان په وړاندی د پوهی او زده کړی کتاب په ایمانداری او پښتنولی په سپڅلی غږ سره پرانست . استاد په همدی کال په کندهار کی ښوونکی شو په همدی کال دهیواد نامتو لیکوال او مفکر استاد الفت هم دانیس په اداره کی مقرر شو . استاد رشاد له ۱۳۱۴ کال څخه تر۱۳۲۵ پوری د ښوونکی دنده په کندهار کی تر سره کړه او په دغه موده کی یی په سلګونه زده کونکی وروزل او دیوه رښتینی ښوونکی نامه نامتو او دغه تلپاتی ویاړ تر لاسه کړ .
په ۱۳۲۵ کی چه زمونږ په هیواد کی د نویو افکارو د تبلیغ او په هیواد کی د ځوان توک د خو ځیدنی او ویښتیا خبره په جدی توګه د هیواد د حساسو روښانفکرو له خوا رامنځ ته شوه ،په پښتنی سیمو کی دا غږ په ویاړلی کندهار او ننګرهار کی خورا اوچت و . د ویښ زلمیانو د غورځنګ نامتو بنسټوال او موسیسین هم په همدغو ښارو کی لاس په کار شول او د ویښو افکارو لرونکو زلمیانو ته یی سازمان ورکړ ،
۱۳۳۲کال په هغو شپو ورځوکی کی چی ویښ زلمیان غورځنګ په کابل کی فغال شو د هندوستان په لور ولاړ . په هندوستان کی د استاد موده ۱۳۳۴ کال پوری اوږده شوه خو په د موده کی ده وکولای شول چه د زده کړی او څیړنی په برخه کی زیاتی بریاوی تر لاسه کړی ، د هندوستان په کلتور په هندوستان کی د افغانی برمو او فرهنګی میراثونو په باره کی یی په سلګونو پاڼی د خپلو اثارو او مقالو په توګه د دغه اسیایی قام د لویی په برخه کی توری کړی ، استاد په هند کی دیر څه زده او ولیدل چی بیا یی زمونږ او زمونږ د ولس په وړاندی کیښودل .
استاد د لومړی ځل له پاره ۱۳۳۵ کال کی په پښتو ټولنی د غړی په ټوګه و ټاکل شو .
پښتو ټولنی د راوانی پیړی په لومړی نیمایی کی د پښتو ژبی او پښتنی فرهنګ او ادبیاتو په برخه کی د پاملرنی وړ فرهنګی خدمتونه تر سره کړل ، چه په دغو ټولو فعالیتونو کی د استاد برخه اخستنه د ځانګړی پاملرنی وړ وه ځکه یو کال وروسته په ۱۳۳۶ کال کی د نوموړی ټولنی مرستیال په توګه دنده پیل کړه ، چی تر ۱۳۴۱ کال پوری یی دوام ورکړ . په ۱۳۴۲ کال کی استاد په لننګراد (پیترګراد) پو هنتون کی د پښتو څوکی د استاد په توګه مقرر شو او هلته ولاړ .
استاد تر ۱۳۴۳ کال پوری نوموړی دنده سرته ورسوله په دغه موده کی استا د د ژبو او ادبیاتو په برخه کی مطالعی او څیړنی ته دوام ورکړ ، په ۱۳۴۳ استاد بیرته هیواد ته راستون شو او دا ځل یی د ادبیاتو او بشری علومو په پوهنځی کی پر له پسی توګه د تدریس چاری ته اوږه ورکړه .
د علامه رشاد په باره کی دیر څه لیکل کیدای شی .
د استاد رشاد اثار سلو ټوکو ته رسیدلی دی ،
له هغه جملی څخه یوټوک یی ادبی قاموس دی چه شپږ ټوکه دی : لومړی ټوک ۱۰۰۰ مخه
دوهم ټوک ۵۰۰ مخه
دریم ټوک ۱۰۰۰ مخه
څلورم ټوک ۴۷۰ مخه
پنځم ټوک ۴۸۰ مخه
شپږک ټوک ۹۲ مخه چه تراوسه هم تر لاس لاندی دی .
پوهاند عبدالشکور رشاد په پښتو او دری سربیره په عربی ، انګریزی ، روسی ، هندی ، اردو آو سانسګریټ او چاپانی او نورو ژبو یی استفاده کولی شوه .
الله د یی جنت الفردوس نصیب کړی
