وروستي پرلیکه شوي

پکتیا له تاریخی او زړو افتخاراتو سره خورا نژدی اړیکی لری ( ۳)

۳- دډیر دروند ،قدرمن او محترم استاده ! په پکتیا کی اوس هم د تور ګوند او سپین ګوند نومونه شته دی خلک وایی چه دا نومونه انګریزانو راپیدا کړی دی که په د اړه معلومات راکړئ خوشحال به شو ؟
انګریزانو خو د نفاق دپاره هر څه یی چه په وسه رسیدلی دی هغه یی کړی دی ، نو دافکر چه خلکو سره پیدا شو ی دی هغه د انګریزانو (بی اتفاقی واچوه حکومت وکړه) د سیاست په اثر خلکو ته پیدا شوی دی او دا خبره بعیده نه وی چی دوی به د تور ګوند او سپین ګوند څخه په خپله ګټه د پښتنو د نفاق دپاره استفاده کړی وی ، مګر زما په فکر د تورګوند او سپین ګوند منشاء به د بودایی دین څخه وړاندی له زردشتی دین سره تعلق ولری ، ځکه د زردشت پیروان چی هغه وخت په بلخ کی میشته وه او ګیشتاسپ د هغه ځای پاچاه د زردشت حمایت کاوه په مقابل کی یی د امو په پوری خوا کی چی کوم قومونه پراته وه دارجاسپ تر مشرتابه لاندی یی د زردشت په مقابل کی قیام کړی و ، پاڅون یی کړی وه او غوښتل یی چی خپل هغه زاړه عقاید په خلکو کی ژوندی وساتی او د زردشت له نوی دین سره مخالفت وکړی او پرینږدی چی دا دین خپور شی او خلک په عقیدتمند سی نو هغه وخت یی د زردشت پیروان او د ده لښکری او د ده عقیده په اصطلاح د ده متعالی ملګری یی سپین ګوندی باله او د ده مخالفه ډله یی تور ګوندی باله ، نو د افغانستان په فرهنګی تاریخ کی دتور او سپین ګوند تعلق د زردشت سره دی ، چی تقریبآ دری زره کاله پر تیر سوی دی زه داسی فکر کوم چی زمونږ د پکتیا په پښتنو کی هغه ویش تر اوسه پوری باقی وی ، مونږ وینو چی توری په نامه په خپله په پکتیا کی یو قبیله لرو چی د هغی نوم توری دی . او غالبآ هغه به په تور ګوند کی هم وی ، نو د تور ګوند او سپین ګوند له نامه څخه به انګلیسانو هم استفاده کړی وی او د پښتنو د اختلاف لپار به یی خپله ګټه له هغه څخه اخیستی وی ، اما زه خپله دا فکر کوم چه د دی ریښه په څو زره کلنه وی .