پکتیا له تاریخی او زړو افتخاراتو سره خورا نژدی اړیکی لری(۴)
۴- دروند استاده ! ځینی خلک دا وایی چی پښتانه بنی اسرایل دی ستاسی په فکر د پښتنو ریښه تر کومه ځایه پوری رسیږی او دا پښتانه دی څوک ؟
دا دی یوداسی پوښتنه وکړه ، چه دا پوښتنه دافغانستان د ټولو سیمو له پښتنو سره سته . د دی منشآ غالبآ د مخزن افغانی دی چی حیات الله نورزی لیکلی دی او تقریبآ له اوس څخه څلور سوه کاله مخکی دا کتاب لیکل سوی دی نو په هغه کی یی د اسرائیلیت دا نغاره ډنګولی ده او بیا نورو هم له هغه څخه دغه اقتباس کړی دی او د خلکو په ذهنونو کی هم تقریبآ د دغو لیکنو په اثر ځای سوی دی ،
هو مونږ چی اریایان وینو چی له بلخه څخه هندوستان او ایران ته خپاره سوی دی دهغوی نوم د پکت په شکل تقریبآ ۳۵۰۰ کاله مخکی په هندی اثارو کی ظبط سوی دی او له پکت څخه د اروپا مؤرخین د پښتانه معنی اخلی او د بخد کلیمه چی د بلخ پخوانی نوم دی هغه د پکخت کلیمی چی صحی تلفظ یی باید په ښه یا خه باندی وی له هغه سره بی ارتباطه نه ګڼی او بخدی دبلخ زوړ نوم له پکت ،پښتو اوپښتون سره بی علاقی نه بولی نو په داسی حال کی چه حضرت موسی(ع) له زمانی ۵۰۰۰کاله یا څه بلا تیر سوی دی او دوی هلته په شام کی وه. په بیت المقدس کی وه او دهغه په شا وخوا کی وه او د هغوی د اواره کولو دپاره دبابیل پاچا بخت نصر فعالیت وکړ بیت المقدس یی خراب کړی او بنی اسرائیل یی راوکوچول او د دجلی او فرات پر غاړو یی میشته کړل او دا ځمکه پر دوی باندی تنګه شوه لیکن دوی بیرته بیت المقدس ته اجازه نه درلوده چی ولاړ سی نو دشرق و خواته یی څه حرکتونه وکړل ، او دا حرکتونه د پکت د کلیمی تر ذکر یا د بخدی د نامه تر ذکر تقریبآ ۱۰۰۰ کاله وروسته دی ، نو دغه وخت چه د پکت کلیمه یا د پخت کلیمه یا بخدی کلیمه مو جوده وه او منځ ته راغلی وه ، نو هغه وخت دا دبنی اسرئیلو دا دوولس سبطه چی دی سبط په عربی کی قبیلی ته وایی په قران کی هم دا کلیمه راغلی ده ، دا په بیت المقدس کی اوسیده له هغه ځایه نه وه فرار سوی اودا بخت نصر تقریبآ تر هغه ۲۰۰۰ کاله وروسته منځ ته راغلی دی ، نو پس زه دا لیکنه چی پښتانه بنی اسرئیل دی بی اساسه بولم ، پښتانه اریایان دی حتی په مونږ کی کله کله ویل کیږی چی دا سپین پښتون دی د دی کلیمی څخه دا معنی اخیستل کیږی چی سامی النسله داسی ګندم رنګه سیاهی ته مایل خلک وه او دی ته چی سپین پښتون وایی معنی یی دا ده چی دا اریایی الاصله خلک دی او بل د ژبی له لخاظه تاسی ورته وګوری چی په پښتو ژبه کی داسی کلمات سته چی هغه اوس هم په انګلیسی کی په دغه معنی باندی مستعمل دی ،، په روسی کی ، په سلاوی ژبو کی په دغه معنی مستعمل دی په لاتینی ژبو کی په دغه معنی مستعمل دی ، اودا دژبی داشتراک لپاره یو لوی سند دی او داسی فکر کیږی چه غرب ته تللی اروپایایی اریایان او شرق ته راغلی شرقی او اسیایی اریایان یو ځای اوسیدل ، دوی مشترک تهذیب او تمدن درلوده او د هغوی لپاره یی هغه لغات ساتلی دی چی په هغه وخت کی ویل کیدل اوس یی هم د اروپا په غرب کی او د افغانستان په شرق کی په هغه ډول وایی زه به لږ مثالونه درته ووایم تاسو وینی چی غوا ، غوایی . عوسی چی اوس یی خوسی بولی په ژبه کی لرو او زما په فکر د دی پخوانی شکل چه دی ګوا ، ګویی . او ګوسی دی ، ځکه (غ) پخوانی تلفظ (ګ) دی او مونږ ګوروان ، ګورم او ګوهر کی هغه (ګ) ساتلی دی او تاسو وینی چی فارسی کی (ګاو) ورته وایی او په اردو کی (ګای) ورته وایی او په انګلیسی کی غوا ته (کاو) وایی خوسی ته (کاف) وایی او په هالنډی ژبه کی (کو) ورته وایی او په جرمنی ژبه کی هم (کو) ورته وایی . نو تاسی چی سلاوی ژبی ته راسی که څه هم په سلاوی ژبه غوا ته (کروه) وایی او غوایی ته (بویک )وایی مګر غوښی بخث چه راځی او د غوا غوښی ته (ګویاژینه ) وایی هلته (ګو) کلیمه پکی مو جوده ده تاسی د خیواناتو په سلسله کی دا مثال واوریدی ، تاسو سماوی اجرامو یا اسمانی موجوداتو ته لاړسی او هلته وګوری چی مونږ (ستوری) وایو په پاړسی کی (ستاره) ورته وایی په سنسګریټ کی (ستارا ) بلل او (س) یی ولویدی اوس یی په اردو کی (تارا) بولی او په انګلیسی کی یی (سټار) بولی او په جرمنی کی یی هم دغسی ودغه تلفظ ته نژدی لری او په یونانی کی یی (ایستیر) باله ،
دا مثال می د اسمانی اجرامو په باب ووایه او هغه تیر مثال د خیواناتو په باب و ،
د کورنی غړی تاسو وګوری د کورنی په غړو کی پخوانی نومونه اوس پاته دی تاسو وینی چی مونږ د کورنی تشکیلوونکی چی (مور) وایو او د پکتیا خلک (میر) ورته وایی او دا یو (د) یی په مخ کی درلودی چه هغه اوس لویدلی دی ، مګر اوس هم په سکانډینوی ژبو کی (مور) ته مور وایی او په لاتینی ژبو کی (میر) ورته وایی په انګلیسی ژبو کی (مودر) ورته وایی په پاړسی کی (مادر) ورته وایی په سلاوی ژبه کی ورته (مات) وایی د (مات)پخوانی شکل (ماتیر) دی یعنی هغه (ر) درلوده دا متل د روسی ژبی تر اوسه زما په ذهن کی دی چه وایی (نیپلچ ماتیری پو تیږیو ده تیاتیری) ای موری مه ژاړه پر پردیو وړو باندی ) نو دلته (ماتیری ) په ندایی حالت کی واقع سوی دی تاسو وینی چی (مات) کلیمه اوس په بلوڅی کی په دغه معنی ده او (ماتا) په اردو کی (مات) ورته وایی هغه (ت) یی هم لویدلی ده خو دا می څو مثالونه درته وویل چه تاسی ژبی ته وګوری زمونږ ژبه له هندو اروپایی ژبو سره مشترکات لری او حتی هغه کورنی تشکیلیدله او د کورنی د تشکیل په وخت کی چی نومونه ایښوول سوی دی هغه په ټولو هندو اروپایی ژبو کی مشترک دی او پښتو هم په دغه اشتراک کی خپله برخه لری تاسو وینی چی پلار کلیمه چی په پکتیا کی یی (پلور) تلقظ کوی او په پاړسی کی یی (پدر) تلفظ کوی په انګلیسی ګی (فادر) تلفظ کوی او په ځینو لهجاتو کی د پاړسی یی (پیرن) تلفظ کوی او د(پیر) تلفظ عینآ په سکانډنوی ژبو کی نژدی و دغه تلفظ موجود دی ، نو په دی بناء باندی زه داسی فکر نه کوم چی پښتو په باب دی د بنی اسرائیلیت دعوا صحیح وی .