وروستي پرلیکه شوي

رښتیا څه دی ؟

رښتیاڅه دي ؟
دوهمه برخه
دیحیی دکورنۍ واکمنیدل

په تیره برخه کې راغلي وچې نادرخان اووروڼویې داوومیاشتوجګړو وروسته دکلکاني ځواکونو ته ماتې ورکړه کابل یې ونیو اوځان یې پاچا اعلان کړ. ډیری پدې آنددي چې نادرخان داوو میاشتو جګړو لګښت څرنګه ترلاسه کاوه. یوشمیروایي چې خلکوورسره مرسته کوله خودا پوښتنه چې وسلې اومرمۍ یې څه ډول برابرولې ځینې څیړونکي انګریزانوته ګوته نیسي. البته محمدنادرشاه دانه مني او انګریزان بیا دافغانستان په قضیه کې ځان بې طرفه ګڼي. خوداسې سرچینې شتون لري چې دانګریزانواو نادرخان ادعاوې ردوي . ریه تالي ستوارت انګریزي لیکوال لیکي :« سرهاجسن په روسیه کې انګلیسي سفیر چې په رخصتیوپاریس ته تللی و د۱۹۲۶کال دجنوري په ۱۵ د محمدنادرخان اودهغه ورورمحمدهاشم خان سره وکتل . دنظریاتودتبادلې په بهیرکې نادرخان او وروریې نوموړي سفیرته ډاډ ورکړچې هغوی به د بریتانیې سره دوست او هم پیمان وي اود روسیې خلاف به فعالیت وکړي اواضافه یې کړل چې هغوی به دپولې په اړه دوستانه سیاست پرمخ بوزي. نادرخان وړاندیز وکړچې : دکنړ سیندبه دبرتانوي هند او افغانستان ترمنځ پوله وي. » ستیوارت لیکي: « دالومړی ځل نه وچې نادرخان دانګریزداستازی سره مذاکره کوله ، بلکې د۱۹۲۵ کال د می په دیارلسمه یې د کلونل ارنګ سره په پاریس کې لیدلي و اویوه میاشت وروسته نوموړي په پاریس کې دبریتانیې دسفیر لاردګریوسره د بریتانیې په لګښت د اوسپنې دخط دجوړیدو اوهمدارنګه په کابل کې دناآرامیوپه هکله خبرې وکړلې. دبریتانیې استازي وویل : زموږپه ملاتړ دواړو وروڼو غوښتل افغانستان ته دخدای له خوا ورکړې زیاته خاوره موږته راوبښي اوهاشم خان وړاندویینه وکړه چې ډیر ژر په افغانستان کې انقلاب پیلیږي اوزه شخصآ دامان الله په وړاندې دښورښ اوپاڅون څخه دفاع کوم.» (۱)
همدارنګه د۱۹۲۸ کال ددسمبرپه اومه بل ځل هاشم خان دنیس په ښارکې دبریتانیې دقونسل ج،و کیوغ سره اړیکه ونیوه اودبریتانیې دبهرنیوچارو دوزارت سره یې دنادرخان دلیدووړاندیز وکړ. دبریتانیې د بهرنیو چارو دوزارت په پټ یادداښت کې راغلي چې : « وروڼه غواړي افغانستان ته ستانه شي ترڅو دښورښیانو سره مرسته وکړي » (۲)
انګریزانوخپل لومړی څرګندګام د۱۹۲۹ کال دفبروی په ۱۶ واخیست چې نادرخان او دوو وروڼو ته یې دپلوماتیکې ویزې ورکړې اوهغوی دفبروري په ۲۲ دهندبمبيي ته ورسیدل. دپورتنیو څرګندونونه معلومیږي چې نادرخان د۱۹۲۴ کال څخه دانګریزانوسره پرله پسې لیدنې کتنې لرلې اوبالاخره یوې هوکې ته ورسیدل ترڅونادرخان اووروڼو ته یې ویزې ورکړې اود برتانوي هند دخاورې نه بیله ستونزو افغانستان ته ستانه او د اوو میاشتوجګړووروسته سلطنت ته ورسیږي . پدې هکله دکلکټې د حبل المتین نومې جریدې د ۱۳۰۹کال په ۱۹۵ ګڼه کې راغلي دي : « انګریزان دسیاست په ډګرکې ماهرسطرنج بازان دي چې دسیال په ګټه څو چالونه لوبوي ترڅوپه وروستي چال کې خپل مقصدته ورسیږي. دافغانستان دسیاست په ډګرکې کلکانی حبیب الله دوسیلې پرته بل څه نه و چې په کابل کې انګلیسي سفیر همفري ډګرته وړاندې کړ اودادي دبل سیال( نادرخان) په ګټه یې له منځه یووړ( یعنې نادرخان یې دکابل په تخت کیناوه) »نادرخان افغانستان ته په رسیدوسره دانګریزانو له لورې وسلې، مرمۍ اونقدی مرستې ترلاسه کړلې چې دکلکاني د راپرزولو شونتیا ترلاسه کړي .نادرخان دانګریزانو دمرستو د ترلاسه کولوڅخه انکارکاوه خوکله چې په دې هکله په ټولنه کې ګونګوسې زیاتې شوې هغه اړشو د۱۳۱۰ کال د چنګاښ په ۱۴ ملي شورا ته ووایي: «ماواک د قبایلونه ترلاسه کړی دۍ. او انګریزانو وروسته له هغه چې زه د پاچا په توګه وټاکل شوم مرسته کړې ده. » (۳) جواهرلعل نهرو په دې هکله لیکي :« نادرخان پدې ماجراکې په خپله ګټه عمل وکړ. کله چې بریالی شوشخصآ دنادرشاه په نامه دسلطنت واګې په لاس کې ونیولې . بیا هم په هیوادکې ښورښونه منځته راغلل خو نادرخان د انګریزانو دوست واوله دوی نه یې مرسته ترلاسه کوله حکومت یې دوام وکړ. دبریتانیا حکومت بیله سوده ورته قرضه ورکړه ، وسلې اومهمات یې ورته برابرکړل » (۴) پدې اړه د( افغانستان ، سیاسي کمزوري اوبهرنۍ مداخله ) نومي کتاب په ۱۵۶ مخ کې راغلي :« برتانویان چې تل په خپلو پولو د بی نظمیو اندیښمن ول ،دروان کورني جنګ د کنترولولو په خاطر د نادر خان سره دمرستې ګام اوچت کړ،کټ مټ لکه د پولادي امیر سره چې ېې د مالي او پوځي کومک په تهیه کولوسره کړي وو.په دې مرستوکې لس زره ټوپکونه،پنځه میلیونه کارتوس او یوسل او اویا زره نغد پونډونه شامل ول. » همدارنګه انګریزانو دهندپه بندرونو کې دشاه امان الله دزمانې کنګل شوې وسلې نادرخان ته ورولیږلې. نادرخان مخکې له دې چې کابل ته را ننوزي په چهلستون کې تم شواو دکابل لویان ېې لیدوته ورغلل. نادر خان په دې لیدنه کتنه کې د راتلونکي مشرتابه په هکله پوښتنه وکړه او ډیرو ورغلو کسانو دی د سلطنت لپاره وړ وباله . په دې ډله کې یوازې محمد ولي خان دروازي داماني دولت دسلطنت وکیل، د شورا رئیس شیراحمد خان دنادرخان دخور میړه او دشاه امان الله دمالیی وزیر میرهاشم خان وړاندیز وکړ چې سپهسالار دې د سلطنت دکفیل په توګه چارې مخته یوسي او د پادشاهي خبره لويي جرګې ته پریښودل شي. کله چې دچهلستون څخه محمدنادرښارته راننوزي او دارګ دسلامخانې دماڼۍ په غونډه کې دوطن دژغورنې له څرګندونو وروسته وایي چې دا کار ېې دخدای او وطن ته دخدمت په خاطر کړی او دسلطنت خیال نه لري . خوځینو قبایلي مشرانو او درباریانو ټینګاروکړ چې ته باید د سلطنت واګې په لاس کې ونیسې. پدې ډول نادرخان پادشاهي ومنله. هیره نشي ووایو چې دهغو درو تنوکوموچې نادرخان ته وړاندیز کړی وچې دپاچا دټاکنې په موخه لویه جرګه راوبلل شي پایله یې دا شوه چې میرهاشم دنادر خان د پادشاهي په همغه لومړي سهار په مرموزه تو ګه ووژل شي ، محمد ولې خان دروازي له کلکاني سره دهمکارۍ په تور په اته کاله بند محکوم او وروسته په پټه اعدام اوسردار شیراحمد خان د ژوند تر پایه دکوم مقام څښتن نشو. دنادرخان واک ته رسیدو وروسته دغبار په وینا یوشمیر مشروطه غوښتونکوغونډه وکړه چې نوي حالات وڅیړي ، زیاتروخپلې اندیښنې څرګندې کړې ، په همدې ناسته کې فیض محمد خان باروت سازوویل« دنوي واکمن دماهیت د پیژندلو لپاره بس ده چې دکابل د نیولو په ورځ دجنوبي دحمله کونکو په مخکې ددووهندوستاني انګلیسي جاسوسانو(الله نواز او شاه جې) څیرې وګورو چې اوږه په اوږه له سردار شاولی خان او سردار شاه محمود خان سره روان وو. باید پوه شو چې له دې وروسته به دافغانستان واکمني دهندوستانیانو په لاس کې وي.» دهیواد د مشروطه غوښتونکو وړاندویینه بشپړه سمه راوختله همدا لامل و چې نادرخان زیات شمیر استعماري ضد مشروطه غوښتونکي ، دامان الله خان پلویان اوپه هغوکې فیض محمدخان باروت ساز چې ویلي یې و دافغانستان واکمني به دهندوستانیانوپه لاس کې وي ووژل شول. دنادرخان په زمانه کې هندوستانیانو په حکومت کې دسترګووړواکونه لرل .هندوستانۍ الله نوازد فوایدعامی وزیر شو او وروسته په برلین کې دافغاني وزیر مختار دنده تر لاسه کړه. همدارنګه یو هندوستانی چې د شاه جي سید عبدالله خان همداني په نوم یادیده دیوازینۍ پوځي فابریکې رئیس شو، له دې سره سم د هیواد دوسله تون او همدا شان دبوټو جوړولو دفابریکې رئیس هم و. دشاه جې اصلي نو م قربان حسین و چې په ګاډیوان مشهور و.دغه هندوستاني ګاډیوان وروسته دپکتیا دتنظیمه رئیس شو .ویل کیږي چې یوه ورځ فرقه مشر سید حسن خان کنړي په یوه غونډه کې په ریشخند سره دشا جي اصلي نوم ( قربان حسین ګاډیوان ) په ژبه راوړ ،نادر خان په همدې ګناه هغه په دهمزنګ کې بندي او هملته ېې وواژه . دنادرخان دپاچاهۍ پرمهال داسې اداره نه لیدل کیده چې هلته دې دطبیب ، مستشار اوپه نورو نومونو هندوستانیان شتون ونلری . څرنګه چې د شوروي داشغال پرمهال په ادارو کې شوروي سلاکاران هرکاره وو اودکرزي –غني د واکمنۍ پرمهال د ناټويي دولتونواړونده سلاکاران وروستۍ خبره کوي.
محمدآصف آهنګ په یوه مرکه کې وايي چې دنادرپه واکمن کیدو سره دکابل ښار په ټولیزه توګه په یوه سیاسي بندیخانه واوښت .عبدالحمید مبارز لیکي چې دنادر خان په واکمنۍ او دهاشم خان په صدارت کې یوه ډیره ویره وونکې جاسوسي اداره ضبط احوالات را منځ ته شوه. پورتنیو څرګندونو ته په کتو سره ویلی شو چې دنادر خان او وروسته د محمد هاشم خان په لاسونو دآزادي غوښتونکو او استعمار ضد روښانفکرانو ځپنه، دیوه ړانده فرهنګ خپرونه او په تیارو کې دخلکو ساتنه بې له شکه دهمدغو هندي انګریزي جاسوسانو تر نظر لاندې پلې کیدله . دنادر خان دزمانې دټولو ښونځیو شمیر ۲۷ ښودل شوی چې په هغوکې ۴۵۱۹ زده کوونکو زده کړې کولې ،په داسې حال کې چې دشاه امان الله دواکمنۍ په وروستي کال کې ۸۳ زره هلکان او نجونې په زده کړو لګیا وو. ویل کیږي چې دسید کمال په نوم محصل چې په برلین کې ېې محمدعزیزدداودخان پلار وواژه دخپل عمل دلیل ېې دا راوړ چې انګریزان د نادر په واکمنۍ کې پر افغانستان واکمن دي نو ځکه مې دغه سردارله پښو را وغورځاوه . همدارنګه محمد عظیم منشي زاده دنجات دلیسې ښوونکي وروسته له دې چې د انګلیس په سفارت ورننوت او هلته ېې یو انګریز، یو هندوستانی او یو افغان ساتونکی وواژه په محکمه کې وویل چې پرافغانستان مې د انګریز واکمني لیدله غوښتل مې سفیرته ېې ځان ورورسوم اوهغه ووژنم خو ترهغه ورونه رسیدم. د۱۳۳۲ کال دعقرب په اولسمه په ارګ کې د عبدالخالق په واسطه دنادر خان وژنه هم ښيي چې دې کورنۍ دخپلوملي ضدکړنو له امله دولس ددښمنۍ سره مخامخ شوه . ددې کورنۍ دلویانودوژنې نه واکمنه کورنۍ پوهیدله چې ددې وژنو شاته داستعمار ضد کړیو لاس دی نو ځکه ېې دنادرخان دوژنې وروسته یوشمیر روڼ اندي اومشروطه غوښتونکي بندیان کړل. نادرخان دافغانستان دخپلواکۍ داتل دادانګریزانو قسم خوړلی دښمن څخه تردې کچې کرکه لرله چې« دامان الله ټول دوستان اومنوره طرفداران وځورول. دامان الله نوم یې دکتیبواود ښونځیو له کتابونو څخه لیري کړ، دامان الله شخصي دارایي یې خپله کړه .»(۵ ) ددارالامان نوم یې په دارالفنون واړاوه خوخلکو هیڅکله هم دارالامان ته دارالفنون ونه ویل. خان عبدالولي خان دهند وزیر پیل دلیکنې یوه برخه راوړي چې« نادرشاه موږ مایوسه نه کړو او موږچې څه غوښتل ترکال ۱۹۳۰ پورې هغه هرڅه وشوو. روس وروسته شو ، کابل کې قلاري شوه اوپه سرحدونوامن قایم شو.» (۶ ) ښيي چې نادرخان هغه څه وکړل چې انګریزانو ترې غوښتل. بل داچې دیحیی کورنۍ لوړپوړودانګریزانو دستراتژیکو متحدینو په څیردیوبل د مخالفینو په ځپلوکې مرسته کوله. په ۱۹۴۲ کې په جنوبي اومشرقي کې یوشمیرپښتنوقبیلو ( ځدرانو، تڼیو ، منګلواو ساپيو) دحکومت دولسي ضدکړنو په وړاندې ودریدل چې زمرک خان ځدران پکې ځانګړی ځای درلوداودامهال دپولې هغې خوا کې فقیرایپي دانګریزانو خلاف جنګیده. صدراعظم محمدهاشم د انګریزانووغوښتل چې دپولې دهغې خوا دپښتنوقبیلو مخه ونیسي چې زمرک خان ته مرسته ونکړي. دانګلیس سفارت دخپل حکومت په استازیتوب هاشم خان ته ډاډ ورکړ چې آزادقبایل به ځدرانوته مرسته نه کوي او دافغانستان دحکومت په غوښتنه یې هغه کلي چې د ځدرانومشرانوکولی شول هلته پټ شي په وزیرستان کې بمباري هم کړل . دجمهوري نظام تر ټینګیدوپورې دسلطنتي کورنۍ تګلارې ترډیره بریده دانګریزانود پالیسیوڅخه اغیزمنې وې تردې چې«دانګلیس سفارت دجګړې ( دوهمه نړیواله جګړه – لیکوال ) پرمهال دهاشم خان موافقه ترلاسه کړې وه چې دجګړې ترپایه دټول افغانستان د کنترول لپاره دانګریزانو دجاسوسۍ دستګاه په کابل کې دانګلیس دسفارت ترڅارنې لاندې جوړه شي»(۷ ) آخځونه :
۱ – استوارت ریه تالی، آتش درافغانستان- ۱۹۱۹- ۱۹۲۹ ، مخونه ۴۹ – ۵۰ ۲ – پاسنی اثر، مخ ۸۰ ۳ – آدمک ، لودویک، مسایل خارجی افغانستان دروسط قرن بیستم ، مخ ۱۸۰ ۴ – نهرو، جواهرلعل ، نګاهې به تاریخ جهان ، مخ ۱۶۶۶ ۵ – جنرال محمد زکریاابوي ، داودخان واردو، مخ ۱ ۶ – عبدالولي خان ، خدایي خدمتګاري اوباچاخان ، لومړی ټوک ، مخ ۹۲ . ۷ – میرغلام محمدغبار، افغانستان درمسیرتاریخ ، دوهم ټوک ،مخ ۲۰۴ نوربیا…
لیکوال اصف خواټی