وروستي پرلیکه شوي

اروښاد نورمحمد تره کی لیکوال او استثنایی مشر

ریالست لیکوال اواستثنایي مشر
———————————
ارواښاد نورمحمد تره کی دهیواددهغو سیاسي اوفرهنګي څیروڅخه دی چې دنړیوالو استکباري شیطاني مرکزونو،دهغوی دافغان ګوډاګیانواوارتجاعي کړیو دښمني یې په برخه شویده اوله همدې کبله یې نوموړی دتورونو اوتومتونوهدف ګرزولی دی. ددې تبلیغاتو اصلي موخه دارواښادتره کي د شخصیت تروراوپه افغاني ټولنه کې دمترقي غورځنګ دبیا ساه اخیستلواوپه پښودریدلو مخنیوی دی. خوژوند وښودله چې دافغانستان دترقی اوپرمختګ ددښمنانو اوپه ځانګړې توګه دتره کي دمخالفانو دا ټولې هلې ځلې معکوسې پایلې لري . هغوی پدې بریالي نشول چې دتره کي شخصیت اوحقیقت ته زیان ورسوي بلکې هغه دوخت په تیریدوسره دروڼ اندوپه زړونوکې ځای نیسي اولیوال دي چې دتره کې دژوند ، فعالیت اواندونو سره آشنا شي چې څرګندساری یې څلورکاله مخکې دپولې دهغې خوا روڼ اندو پرمټ د هغه دپښتو آثاروچاپ اوپه روان کال کې دپښتونړیوال مرکزله لوري دشهیدتره کي دویناوو،پیغامونو اومطبوعاتي مرکو خپرول دي. دنوموړي دآثارواومرکو بیا چاپ ښیي چې تره کی دخلکوپه زړونوکې ځای لري او هغه ته دیوه منلي اووتلې لیکوال اوسیاستوال په سترګه ګوري. دده آثارداسې تلپاتې ارزښتمنه پانګه ده چې دنیمي پیړۍ په تیریدو سره دهغو لیوال شته اوپدې کې هیڅ شک نشته چې دلسیزو په تیریدوسره به راتلونکي نسلونه دارواښادتره کي آثارلولي، ګټه به ترې اخلي اوخپله تنده به پرې ماتوي. څرنګه چې هرمعلول لاملونه اوپه هغو کې اصلي لامل لري اودامعلول چې ولې دتره کی د شخصیت دترورهڅه شوې اوکیږي دنورو لاملونو ترڅنګ اصلي لامل یې باید دتره کي په اندونو ، سیاسي فعالیتونواوشخصیت کې ولټول شي کوم چې عوام غولونکو، شیطاني مرکزونو او دټولنیز عدالت دښمنانوته دزغم وړنه دي. پدې لیکنه کې هڅه شوی چې دتره کي اندونواوسیاسي فعالیتونوته په ځغلنده توګه ګوته و نیول شي.
تره کي په کلي کې اوهغه هم په یوه بیوزله کورنۍ کې وزیږید، هلته لوی شو چې پدې توګه یې د کليوالي ژوند ستونزې، دګروندګرواوکوچیانودزغم نه وتلی کړاوونه لیدل اوهغه یې پخپله احساس کړل. دتره کی برخلیک داسې شوچې هغه په تنکۍ ځوانۍ کې خپل کلی پریږدي کندهار، کویټې او هندوستان ته ولاړشي.هغه په هندوستان کې دنویو غوړیدونکو افکارواو اندونو د خاوندانوسره چې دهندوستان دپرمختګ په موخه یې منظمه سیاسي مبارزه پرمخ وړله پیژنګلوي پیداکړه دهغوی داندونو اودهندې ټولنې له غوره ولسواکۍ سره آشنا شي. سربیره پردې ارواښادتره کي دافغانستان دخپلواکې داتل د راپرزولو دناورین ناظرپاتې شواودپولې هغې خوا یې دفخرافغان پاچاخان سره چې دبلشویکي انقلاب اودلینن داندونو څخه اغیزمن و هم کتلي دي چې دې ټولو د نورمحمدتره کي په اندونواړین اغیزاچولی دی. تره کی هیوادته په راستنیدوسره پدې سوچ کې کیږي چې څرنګه دخپل خوارولس لپاره کوم چې په تیاروکې ساتل شوی دخدمت جوګه شي.لدې امله یې په لیکنواودپوهې اونظردخاوندانوسره لیدنې کتنې پیل کړې چې موخه یې دخلکود ذهنونوروښانول اودیوه سیاسي خوځښت جوړول و.تره کي پخپلو لیکنو اومباحثو کې د افغانستان په وروسته پاتې ټولنه کې واکمن غیرعادلانه اقتصادی مناسبات، دغوڅ اکثریت افغانانو خواري او بیوزلي ،په ټولنه کې د سودخورو اوملاکانونارواوې، په دولتي ادارو کې فساد، دواکمنیو بیغوری ،دارتجاعي روحانیت ټګي اوبرګي په ګوته کړي اودهغو سربیره د پرمختللي افغانستان دجوړولولارو چاروته هم پام راګرزولی دۍ. دتره کی دژونداوفعالیتونو نه داسې بریښي چې هغه زیاته پاملرنه اوهلې ځلې دیوه سیاسي سازمان جوړولوته راګرزولې دي چې دلته دتره کی دشخصیت هغه جوهررا څرګندیږي چې غوښتل یې د هیواددمختلفووروڼوقومونواومذهبونومخکښ استازي دیوې واحدې ملي آجندا لاندې یوه ملي اووطني امراو رسالت ته چې دهیوادهراړخیزپرمختګ دی په یوه سیاسي غورځنګ کې وویني. البته تره کی یوازینی څوک نه و چې دې کارته یې ملاتړلې وه بلکې نورژمن ، وطنپال مبارزان اوسیاستوال هم وو چې پدې لاره کې یې هلې ځلې کولي. دتره کي اودده په شان نوروبا احساسه منورینو دهڅوله برکته دي چې دشلمې پیړۍ دڅلورمې لسیزي په نیمایی کې دویښ ځلمیانو سیاسي خوځښت بنسټ ایښودل کیږي. ددې غورځنګ دجوړیدودوخت په هکله څیړونکي یوه خوله نه دي ځینې دهغه دبنسټ ایښودلو کال ۱۹۴۶ اونور۱۹۴۷ ګڼي. همداراز دهغه دلارښوونکي هیآت په اړه هم د نظر یووالی نشته ۰ ځینې هغه پنځلس تنه اونورهغه پنځه تنه شمیري . خوپه دې دواړو کې د ارواښادتره کي نوم لیدل کیږي اودابیا ددې معنا لري چې هغه ددې غورځنګ دبنسټ ایښودونکو اومشرانو څخه یودی. ددې غورځنګ دفعالیت اصلي مرکزونه کابل ،کندهار او ننګرهاروو. دویښ ځلمیانوغورځنګ په لنډه موده کې په یوه پیاوړي خوځښت واوښت. دغورځنګ دپیاوړتیا بهیرسلطنت په ویره کې واچاوه اودهغودپاشلو هڅې یې پیل کړې. څه وخت وروسته ولیدل شول چې یوشمیرکسانوداغورځنګ پریښود اودنورو ډلوپه جوړولو لګیاشول. پدې اړه ګومان دادی چې ښايي هغوی دسیاسی خاموالی اوبی تجربګۍ اویا دواکمنۍ د هڅونې او لمسون له امله نوروجلا ډلو جوړولوته هڅول شوي وي ترڅوپدې ډول داځوان مترقي غورځنګ کمزوری کړي. خوسره لدې ویښ ځلمیانو دپیاوړتیا په لورګامونه اوچتول اودسراسري کیدونښې نښانې یې ترسترګو کیدې چې واکمنۍ پرې مرګونی ګوزار وکړ. دغورځنګ دمشرانواوفعالانوپه زنداني کولو، بیکاره کولو، دښارونو او مرکزونو څخه یې دفعالانودبدلولواویا په بهرکې په دندو ګومارلوسره تاراومارکړ. تره کی چې دویښ ځلمیانو دکابل دکړۍ فعاله څیره وه په امریکې کې مطبوعاتي آتشه مقررشو خوهغه هلته هم خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه اوپه یوه مطبوعاتي مرکه کې یې دحکومت پرسیاستونو نیوکې وکړې. دمرکې وروسته په واشنګتن کې افغان سفیرسردارمحمدنعیم، تره کی دبې کفایتۍ په نامه له دندې ګوښه او هیوادته راستون شو. دیادولو وړبریښی چې دلویدیځ په اصطلاح آزاده رسنۍ دافغانستان دوخت د واکمنواوپه واکمنیوپورې تړلوکړیوپه څیرد تره کي په اړه هغه څه زمزمه کړي اوکوي چې هغوی تبلیغول. دساری په توګه دبی بی سی په فارسي ویب پاڼه کې د « زندګینامه تره کی – از کارمند اخراجی تارهبرحزب » په نامه یومطلب ترسترګوکیږي چې په هغه کې تره کی په بې کفایتۍ ، اختلاسګر ،شړل شوی ، شیعه ستیز، په خرافاتو باورلرونکی معرفي شوی دی اودده دپښتوناولونوپه اړه ویل شوي دي «۰۰۰ دځینوکارپوهانوپه اندداآثارزیات داستاني ارزښت نلري» اودزنده ګي نوین په نامه دفلسفي اثرپه اړه راغلي دي چې«۰۰۰ هغه دده اثرنه دی اوښایي چې هغه شوروی فارسي ژبویا دایران توده یانولیکلی وي . » که چیرې په بی بی سی کې خپاره شوي مطلب ته ځیرشوپه هغه کې دتره کی دشخصیت یومثبت ټکې نه ترسترګوکیږي اوټول دهغه منفی ځانګړتیاوته چې دتورونواوتومتونو یوه ټولیزه ده وقف شوی دی. دلته لیدل کیږي چې دادآزادې پانګه والې نړۍ رسنۍ څومره بې پرې ، ناپییلې اود واقعیتونوانځورونکې ده ؟
تره کی هیوادته په راستنیدوسره دتنویری هڅوترڅنګ سیاسي فعالیتونوته دوام ورکړترڅوبریالی شو چې د۱۹۶۴کال دجنوری په لومړی نیټه پخپل کورکې دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوندکنګره جوړه اودی په کنګره کې د ګونددمشرپه توګه وټاکل شو. ویل کیږي چې دکابل دویښ ځلمیانولومړۍ غونډه هم دتره کي په کورکې چې هغه مهال دشاه دوشمشیره شاوخوا اوسیده جوړه شوې وه. دتره کی فرهنګي ، تنویري اوسیاسي هڅې اودنوي ګونددمشرپه توګه دهغه راڅرګندیدل ددې سبب شول چې دواکمنۍ ،محافظه کاروکړیو او ارتجاعی روحانیت دښمني راوپاروي اودده خلاف د ناروا اوله بنسټه ناسمو تبلیغاتولړی لانوره هم پیاوړې کړي. ددې تبلیغاتو اصلي ټکی پرمذهب څرخیده ګواکې چې تره کی کمونست ، ملحد ،بیدینه اودشوروی اجنټ دی اوپربله خوابیا دهغه سیاسی سیالانوهغه د امریکې او انګلیس د استخباراتو سره په اړیکوتورناوه تردې چې ببرک کارمل دپرچم دډلې مشردتره کي بیوګرافی خپره کړه چې ګواکې هغه دسی آی اې سره اړیکې لري. حسن شرق چې دپټ پرچمي اودکی جی بی سره داړیکولرلوتورله ځانه سره وړي په خپل کتاب (کودتای پنجم درسقوط دولت جمهوری سرخ یا سیاه؟) دافغانستان کیڼ غورځنګ چې هغه کمونستان بولي په چین پلوه ، شوروي پلوه اوامریکا پلوه ویشي او خلقیان امریکایي کمونستان معرفي کوي .دتره کي په پته داډول تبلیغات پدې موخه ترسره کیدل چې دتره کی شخصیت اوسیاسی فعالیتونه ترپوښتنې لاندې راوړي اودهغه ترمشرۍ لاندې د افغانستان دخلق دموګراتیک ګوند دخلقي فرکسیون دپیاوړتیاخنډ او مخه ونیسی. دتره کی ترمشرۍ لاندې ګونددیولړ انشعابونو سره مخ شواومختلفې ډلې تري بیلې شوې خو یوې یې هم دتره کي تر مشرۍ لاندې خلقي ډلې سره دسیالۍ جوګه نشوې اوزیاتره یې سیمه ئیزې اوتوکمیزه ځانګړتیاوې لرلې. دثوردوسله وال پاڅون په درشل کې دهیوادداسې دولتي سیمه ئیزاداري واحد( ولسوالي ، علاقداري ) نه ترسترګو کیده چې هلته د خلقیانوګوندي کمیټه فعاله نه وي . ژوندښيي چې سیاسي سازمانونه اوسیاسي څیرې کله ناکله دغیرمترقبه پیښو اوفوق العاده حالت سره مخامخ کیږي اواړکیږي په یو لړ بیړنیواوله ګواښه ډکوکارو لاس پورې کړي چې دخلقي پوځیانو لخواد۱۳۵۷ کال دثورداومي نیټې پوځي پاڅون یې څرګنده بیلګه ده.خودې پاڅون وښودل چې خلقیانودا ځواک او وړتیا درلودله چې دواکمنۍ لخوا ورته شته ګواښ چې ددې غورځنګ بشپړماتول اوله منځه وړل و په وړاندې ودریږي اوله ځانه دفاع وکړي. دثوردسیاسی بدلون په پایله کې چې ګوندواک ترلاسه کړبیله ځنډه یې دهغو وعدواوژمنو دپلې کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړل کوم چې دګوندپه کړنلاره کې ورته ګوته نیول شوې وه. داژمنې د پرګنوپه ګټه یولړسیاسی، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي سمونونه وو. داسمونونه چې دوخت اوخلکو غوښتنه وه دګونددبې تجربګۍ ، دمخالفینود ترهګریزوفعالیتونو اوپه ګوند کې دواک دمدعیانو دآګاهانه سبوتاژ له امله د سترګووړ تیروتنوسره جوخت پلې شول چې د واکمنۍ لپاره یې ټاکلې ستونزې راپیدا اودهغې اعتبارته یې سخت زیان ورساوه. ددې سره سره دتره کي ترمشرۍ لاندې واکمنۍ لخوابیړه ناکوآرماني ،انساني اوافغاني هیلواوسمونونوداسې خوځښتونه راپیل کړل چې دیوه پرمختللي افغانستان اورښتیني انقلاب زیری یې ورکاوه چې له بده مرغه دواشنګتن اومسکو د څرګندو اوپټو لاسوهنواو دسیسو له امله په نیمه لارکې پاتې شول. واشنګتن دافغانستان خلاف نااعلان شوې جګړه سمبالوله او مسکوددوستانوپه جامه کې دګونددننه اختلافونو او مخامختیا ته لمن وهله چې دګوند یوشمیر مشران دخودخواهۍ اونوردناپوهۍ له امله د مسکوددسیسوښکارشول اوپایله یې دتره کي ګوښه کول اوبیاپه بیرحمۍ سره دهغه وژنه شوه. دتره کي دشهادت پایله داشوه چې خلقي غورځنګ دیوه ژور کړکیچ سره مخ شي. څرنګه چې کرملن دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند اودخلقي غورځنګ په مشرتابه کې داختلافونو دچاغولو اوددې غورځنګ دهډونودماتولو چینه او مرکزو هماغه دي چې د۱۳۵۸ کال د جدي په شپژمه پخپل خاینانه پوځي یرغل سره خلقي واکمنۍ ته دپای ټکی کیښود.
تره کی نه یوازې یوریالست لیکوال او فعال سیاستوال وبلکې هغه یو استثنایي دولتي مشر هم و. هغه دعمل سړی و، هغه دټګې اوبرګۍ اوعوامودتیرایستلوسره پردی اونه پخلاکیدونکی سیاستوال و. دتره کي دزعامت ځانګړتیا پدې کې ده چې هغه دشخصي اوفامیلي ګټوپه پرتله ملي ګټوته لومړیتوب ورکاوه اودخپلې کورنۍ غړو ته یې لکه دنوروپه شان دولتي څوکۍ، امتیازونه اوصلاحیتونه ورنکړل. که په پاچاهی رژیم کې د سلطنتي کورنی غړو واک او ځواک ، شان اوشوکت درلود داپه افغانستان کې یوه معمولي خبره ګرزیدلې وه۰ خوکله چې په هیوادکې دجمهوریت ، ټولنیزعدالت ، ټاکنواو ولسواکۍ خبره کیږي ، هلته د هیواد مشر دمطلق العنان ټولواک په شان ځانته داحق نه ورکوي چې دخپلې کورنۍ غړو ته لوړ دولتي مقامونه اوبې کچې واکونه ورکړي. دتره کي نه مخکې دسردارمحمد داود ترڅنګ دهغه ورور سردارمحمدنعیم ددولت دمشرپه شان واک درلوداودهغه امراوهدایت په حقیقت کې ددولت دمشرامراوهدایت و. دتره کي وروسته دافغانستان خلق دموکراتیک ګوند، دګوندي مشرانود کورنیوغړو بې کچې واکونه او اختیارات لرل. دببرک کارمل په زمانه کې نه یوازې دهغه ورور محمودبریالي دسترګووړ واکونه لرل بلکې دګوندپه مرکزی کمیټه کې دکارمل اودهغه دورور بریالی پرته دهغه خپلوانواوکلیوالو ( اناهیتا راتب زاد، عبدالوکیل ، شاه محمددوست، یاسین صادقی… ) انقلابي سلطنتي سرداران و. پدې هکله دجهادي اواوسنۍ دشراوفساد دواکمنیو په اړه یادونه یوه دخنداوړخبره ده ځکه چې ددې واکمنیوکړه وړه دحکومتونوکړنو ته ورته هم ندي. په روانه اونۍ کې چې دارواښادتره کي دزوکړې دسلم تلین سره سر خوري په فیسبوک کې د نوموړي دشخصیت اوتلپاتوکارناموپه هکله دهغه ځینو مینه والواوپلویانولیکنې اوتبصرې کړې دي چې دادستایلو وړ کار دی.خو اصلي اوپخه خبره داده چې یوازې لیکنې اوتبصرې یا دغونډو رابلنې اوجوړونې زموږدجګړه ځپلي اوکړیدلي ولس د دردونواو ټپونو درملنه نشي کولی اودواکمن ربړونکي حالت څخه دوتلولپاره ګټورنه تمامیږي. خبره داده چې موږدهیواد دځلانده ستوروپه شان عمل وکړو او د هغوی داندونواوهیلورښتیني پلي کونکی وو اویا شو. موږ د ارواښادتره کي دژوند او اندونوپه اړه دیوبل څخه اوروچې تره کی له افغان روڼ اندي نه غوښتل چې دحق او حقیقت ، دمظلوم اوتراسارت لاندې انسان اوولس ترڅنګ ودریږي یاداچې د عوامفریبانو، د ترقي ضدکړیو، ظالمانو ،ملي ضداوپه پردیوپورې تړلو واکمنیواواشغالګروپه چوپړ کې ونه دریږي. دارواښادتره کي دمرګ وروسته بهیروښودل ځینو چې ځانونه یې دتره کي داندونو پلویان ګڼل اویا یې ګڼي، دتره کي هره خبره به یې زمزمه کوله اویایې کوي دانټرناسیونالیسم اوګلوبالیسم په نامه د نیواکګرودخدایي خدمتګارانو او رضاکارومبلغانورول لوبولی دی. ددې ډول افرادوچلنداودریځ دتره کي دهیلو اواندونو سره هیڅ سرنه خوري. لدې کبله داواقعیت چې د هیواددځلانده څیروپه اړه لیکنې اود هغوی په ویاړیوازې دپرتمینوغونډو جوړول جوړونکی رول نشي لوبولی بلکې هغه څه چې تره کي اویا بل کوم وطنپال افغان پوه ، سیاستوال اوملي څیرې ویلي دي دهغو رښتیني پلي کونکي شو اودهغوی کړه وړه موږته الګواوسرمشق وي. پدې هیله چې افغان روڼ اندي دمیرویس نیکه ، احمدشاه بابا ، غازي امان الله ، شهیدنورمحمدتره کي اونوروملي مشرانو دهیلواواندونو دترسره کولو په لاره کې عملي ګامونه پورته کړي اوپه تیره داوسنۍ فاسدې واکمنۍ ، جنګسالارانو ، مذهبي اوقومي ټیکه دارانو او دهغوی دنړیوالانوبادارانو په وړاندې دحق او حقیقت په دفاع اودمظلوم افغان ترڅنګ ودریږي.
یادونه : دالیکنه څوکاله مخکې دسانت پیترزبورګ دافغانانودادبې ټولنې هغه غونډې ته استول شوې وه چې دارواښاد نورمحمدتره کي ژونداوفرهنګي فعالیتونو ته ځانګړې شوې وه. څرنګه چې دجولای ۱۴ دارواښادنورمحمدتره کي ددې نومیالي وتلي سیاسي اوفرهنګي شخصیت دسلم تلین سره سرخوري ومې غوښتل دالیکنه دځینوسمونوپه راوړلو سره یوځل بیا خپره کړم. البته دیولړستونزو له کبله بخښنه غواړم چې هغه مې پخپل وخت خپره نشوای کړای
لیکوال : اصف خواټی