نا پوهی او زور زیاتی
ناپوهي او زورزياتې !
چيری چی جهل ( ناپوهي)وي، هلته ظلم (جبر)وي ،د جبر په شتون کی عقل د تاوترخوالي په انګيزو کی راښکليږي انسا ن نه پريږدي چی انسانيت ته ورنيږدي شې . دناپوه (جاهل) فکري نړۍديره کوچنۍاولنډه ده هلته انسان د جهالت په داسی چوکاټ کی ژوندکوي چی خپله فکري نړۍ ترهرڅه ښکلې اوپه زړه پوری ورته ښکاري که څه هم جاهل ډيرکم پوهيږي ديوه ډيرمحدودليدلوري درلودونکې دې ولی دې داخپله کمه ناپوهي يوه بشپړه کامله پوه بولي .جاهل هغه څوک دې چی نړۍ ديوه
سر تړلي لوښي په شان پژني حال داچی نړي نه يوازی دباندني چپريال سره تړلي ده، بلکه هغه د انسان دداخلي نړۍ سره هم اړيګی لري . جاهل تل پدي لټه کی دې چی خپل محدود اولنډ فکر د بل چاپه فکري چاپريال باندی تخميل کړي پدی توګه دې خپله ناپوهي د نورو ترپوهی لوړه بولي،حال دا چی دنوموړې دا عمل او کړنی په زغرده عقل سره دښمني ده جاهل په ډيري بی پروائئ پدی لټه کی دې ترڅو خلکو ته دا نړۍپه ډيره ساده بنه وروپژني ، دې دهرڅه په هکله ډير په بيړه قضاوت کوي اوژردهغه په عملی کيدو لاس پوري کوي .دجاهلانودا کړنی دي چی زموږ نړئئ انسانانوته په جیل يا زندان بدله کړيده دوي که په رښتيا جابران اوظالمان نه واې پخپلو کړنوکی بائئ تاوتريخوالي جبراوظلم ته ځاې نه ورکول دغه جابر اوجاهل انسانان دظلم او زورنه په کار اخستلو سره غواړي په نورو خپله واکمني وچلوي دا روښانه خبره ده په کوم ځاې کی دجاهل واکمني ده هلته بيا دخلکو راتلونکې دېوه ناڅرګند ډير ناوړه خواشينو ونکې حتادانساني ناورين سره مخامخ دې ځکه د جاهل نړي ليد په تاوتريخوالي مطلقيت ، ځان غوښتنی ولاړدې کم پوهيدنه زيات ځان پر حق بلل ئئ دده کړنو مغلول ګڼل کيږي ، دې تل انساني اړيکی د خپل محدود قضاوت په چوګاټ کی تعريفوي ، دې يوځل قضاوت کوي ولی پخپل قضاوت باندی ولاړ دې ، دده قضاوتونه په ځان غوښتنی ولاړ دي ،نوموړې د يوه شي په کله يوځل پژندنه کوي دا پیژندنه دده دپاره تل پاتي پیژندنه ده ، اوهغه باندی تل باورمند پاتي کيږي . جاهل تل پدي فکرکی دې اوپدی ټينګارکوي چی يوازي دې ده ،چی د شرف او عزت څخه برخمن دې نورو ته عزت درناوې کول ځان ته اهانت بولي ، دځان عزت اوشرف د نورو کسانوپه بی عزتئ اوبی شخصيته کولو لټوي ،ځان عوښتنه, بی علمي او ناپوهي ديوی مزمني ناروغۍ په توګه دجاهلا نو فکر، کاراوفعاليت ټول ډګرونه ترااغیزي لاندی راوستي دي ،ددوې سره په هيواد کی دملي ګټوساتلو اوتامين ، سولی ته راسيدل پدی ډول ديوی سوکالا ټولنی درامنځ ته کيدو، ديوه شيرازه پرمختللي ، اباد هيواد ملي ګټو په هکله پريکړوته راسيدل تل دستونځو سره مل وي ، دا ځکه چی په دوي کی فرد مخوري په پراخه کچه موجوده ده هر يو ځان کماللجملات ګڼي ،يوه بله ډيره بده ځانګړنه د داکسانو دا ده چی دهيچاسره کډو مخوته دراسيدو ليوالتيااحساس ددوې پشان کی نه ليدل کيږي چون دوې د د ډول اخلاقو بی برخی دي . جاهل دخپلی ناپوهې له کبله د ځان غوښتنی پداسی بد عمل مبتلا دې کوم انسانان چی دده سره يو ځاې ژوند، کاراو فعالیت کوي هيځ ډول خق او ارزښت ورته نه دې قائل ،هرڅه ځان ته غواړي تل د ځان په غم دې ، دې دومره زيات بی ځايه مغرور، پرځان مېن دې چی نور کسان ورته ډيربيوسه کمزور مغلوميږي دده په وړاند ی دا نړۍ ډيره کوچنۍ ، ذليله ،خواره ښکاري .جاهل هڅکله په هیڅ ځاې ، ماحول ولو که دجرم مرتکب هم شوې وي ځان ملامت نه بولی دخپل جها لت نه ددفاع دومره دلائل وړاندی چی غاقلان ئئ دخپل عقلانيت ددفاع دپاره نشی وړاندی کولې دده داسی چاپريال نه خواښېږې چی نوموړې په هغه کی خپل ځان نه ګوري ، هغه تخريب او له منځه وړي جابراوجاهل داسی کس دې چی ډير کم پوهيږي سره لدی په هرځاې هره موضوغ ځان دبل هرچانه پوه عالم اوپه حق ګڼي، دې دتسامح ، مدارا،ګډژوند انسانې حقونو، ازادې . . . . نورو درناوې نه پيژني ،جاهل تل د ارزښتونو په وړاندی ناوړه عيری عادلانه جګړه پر مخ بيائئ ،ارزښتونه نفي کوي اوپه وړاندئئ نفرت ، دښمنۍښکاره کوي ، دوي ته ورته کسان ، چی داکړنی خوښوي ، جاهل ته ددی صلاحيت او واک ورکوي ترڅوعاقلوانسانانو شخصيتونو باندی تيرې وکړي پدی توګه غواړي ددوي انساني او عقلاني ارزښتونه تر ګواښ لاندی ونيسي هغه بد نام اوتخريب کاندي . په کوم ځاې چی داسی کړنی د يوه ارزښت پشان منل کيږي ، کوم چاپريال چی ددې ليد لوري پلويان پکي ژوند کوي ،هلته پوه ، عالم ، انسانان خورا زيات ذليل ، ناکاره اوپه بی واسئ اونهيلئ کی شپی سبا کوي ددی ناوړه حالت اصلي وجه داده کوم کسان چی دپوهی ، علم ، خاوندانو زغم ، منلو ظرفيت په ځان کی نه لري تل ئ تغصب ، بدبېني په برخه وي ځکه نوروته په ټيټه سترګه کاته کوي ،اوهميش ځان تر نورو شه او لوړ شميري داسی شخصيت ځان بولي چی په هرڅه خبردې تر نورو ډيرزيات او ښه پوهيږي، حال دا چی ،دده عمل دعلم، منطق ، هوښيارئ ، عقلانيت نه بی برحی ده .ددی ټولو ناوړه ګړنو سره، سره جاهل اوجابرپه ډيره سپين سترګئ او بی شرمئ پدی لټه اوهانددې چی هرڅرنګه وي ، دهری لاری طريقی اووسيلئ نه په کار اخستل سره کيداې شي دې بايد په ټولنه واګمن شي .جاهل اوجابرواکدران هروخت ، هر ځاې کی واکمنۍ ته راسيدلي دي جبراو ظلم ئئ د واکمنۍ دچلولواوټينګښت يوازنۍ وسيلهه وه دده په وجود کی عقل علې يا بلکل کمزورې وي ، هميشه ورنه د جبر غږ پورته ګيږي . د جبر ظلم بیساري زياتيدل ددی سبب کيږي ترڅو خلک دژوند ټول اړين ، ښه ، په زړه پوری فرصتونه له لاسه ورکړي ، هلته د ټولو انسانې ارزښنو لکه : تسامح ، مدارا ،اذادي،وروروالې ،زعم اوتحمل ، حق پژندنه ….. نور درناوي له پامه غورځول ګيږي دجاهل واکمنئ ډګر داسی ځمکی ته ورته دې چی پکی د عقل پوهی فصل نه زرغونيږي هغه يوازی د تعصب ځان غوښتنی لنډ فکرۍ سپره ډګردې .دجاهل د ژوند فضاد عقل په وړاندی ددښمنئ ، نفرت فضا ده خپله کم پوهيږي ولی ځان کامل قاضي بولی حال دچی ناپوهیئ دقضاوت کولواصلي بنسټ جوړوي ، دې تل دتغصب لنډليدسره ژوند کوي، هروخت دنورونه ځان لوړ حسابوي . دجابرانو اوجاهلانو خبری قضاوتونه په ټولنه کی تغصب تاوتريخوالې راپاراوي دوي داسی څوک دي دحسن نيت ښی فضا پرځاې نفرت خپلمنځي خوابدئ ته لمن وهي دوي دخپلو ګټو ساتلو دپاره دنورو په حقوقو تيرې روا کاربولي پدی توګه دوي دنورو دحقونو منلو اواغترف کولو ظرفيت په ځان کی نه لري دبده مرغه دوي خپلی ناپوهئ دومره کاڼه او ړنده کړي اوپدي نه پوهيږي چی دوي په ېوه انساني ټولنه کی ژوند کوي نه په کوم ځنګله کی ۰ځما ددی ليګنی موخه زموږ دهيواد اوټولنی اوسنې ناوړه حالت ته زغلنده کتنه وه زه ددی ليکنی د مختوا، املائئ غلطيو په کله دلوستونکو لارښوونو مشاورو اونيواکوته سترګی په لاره يم ، ستاسو هروړانديز ، نيواکه ديوي نيکی مرستی اوښي پيرزوينی په توګه منم
