وروستي پرلیکه شوي

په امستردام کی کنفرانس

امستردام !
تیر شپه په امستردام کی د غرغښت بنسټ په نوښت یو لوی کنفرانس د غرغښت ټولنی د ځوانانو دپاره نیولی وه .
بلی په کنفرانس کی ډیری په زړه پوری ویناوی او مطالب وړاندی شول د کنفرانس موضوع توروریزم او افراطیت وه ، په کنفرانس کی وینا والو د تروریزم او افراطیت په باره کی هر اړخیز معلومات وړاندی کړل .
یوه عرب سپین ږیری هم په کنفرانس کی ګډون کړی وه او خپل معلومات یی له خلکو سره شریک کړل چه څنګه تروریستانو د هغه ځوی د جهاد په نوم سوریه ته تشویق کړی وه او هلته داعش په طرفداری ووژل شو ، هغه کیسه وکړه چه زوی یی پوره اسلامی زده کړی نه درلودی انتر نیتی شیخانو چه ځانونه د دین عالمان ګڼی د لاری ایستلی وه اوس یی کوچنی اولادونه ماته پاته دی د هغه ټوله کیسه اوږده ده هغه وویل چه دا کیسه ځکه کوم چه زما د زوی په شان نور ځوانان بی ځایه قربانی نه شی ،
همدا شان دکتر صاحب د افراطیت په باره کی مفصل معلومات وړاندی کړل او د هغوی د مخنیوی لاری چاری یی په کوټه کړی ، د امستردام د اسلامی زده کړو د پوهنتون استاذی د اسلام له نظره تروریزم په هر اړخیزه توګه تشریح او بیان کړ او دا یی ثابته کړه چه اسلام هیڅکله هم د تروریستانو دین نه دی او حضرت محمد (ص) هیڅکله څوک نه دی وژلی ، ځوانو محصیلینو هم په د هکله په زړه پوری مقالی ولوستی . البته غوندی د پنځو بجو څخه تر لسو بجو دوام وکړ ، همدا شان د غوندی په اخیره کی وینا کونکی او ځوانان د ګلانو په ښکلی غنچو ونازول او په لسو بجو غونډه پای ته ورسیده .