وروستي پرلیکه شوي

دپیر کیسه

د پیر کیسه :
زه د کابل په هوایی ډګر کی د مخابری د اختیاط سرتیری وم .
د هغه وخت زیاتی خاطری راسره په لیکلی ډول موجودی وی د عسکری د هری ورځی مشکلات او خاطرات می پکی لیکلی وه داسی وخت راغی چه د دکتر نجیب نظام د منځه لاړ او زما خاطری او ټول کتابونه د اور خوراک شول خو بعضی خاطری می تر اوسه هم په ذهن کی پاته دی .
د پیر کیسه می ذهن ته راغله ما مکلفیت عسکری هم په مخابره کی کړی وه اوس د اختیاط عسکری هم دلته کوم اوس دستګاه وی هم چلانولی شم د افسرانو سره مو مناسبات هم دیر ښه دی ځکه زمونږ څخه هم د دوی په شان واظیفه غواړی .
اصلی خبری ته راځم ،زمونږ په منځ کی یو هزاره افسر ؤ او زمونږ د ټولی قوماندان د پنجشیر ؤ دیر مذهبی سړی وه .
هزاره افسر قوماندان ته وویل چه داسی یو پیر درته راولم چه ستا حال او ایند حالت درته بیانولی شی .او ستاد کور او اولادونو تعداد درته ښودلی شی قوماندان علاقه وښوده ،
که ګورم سپین ږیری چه اوږده ږیره یی درلوده پوستی ته راوستلی دی او کوټه کی ناست دی ، سرباز راته وویل چه پیر یی راوستلی دی . هغه وخت کی به چه چا ږیره درلوده خلکو دیر احترام ورته کول .
زه وراغلم او احترام می ورته وکړ څوک نه وه ورته ومی ویل چه دلته ډیر خاطرناک سپی دی یو سرباز یی خوړلی وه شفاخانی ته یی یوړ نور لاړم …
هلته می هزاره افسر ته وویل چه که زما د ژوند په باره کی یی معلومات راکړل راشه خط در کړم چه زما معاش د پیر صاحب شو …
اوس پیر د سپی څخه دومره ډاریږی چه اندازه یی نشی کیدای او هغه هزاره افسر ته یی وویل چه زه د سپی څخه ډیر سخت ډاریږم چه سپی نږدی را نه شی ،هغه افسر ته می کار پیدا کړ هغه یوازی د پستی سپی شړی .
قوماندان ته یی ټول شیان وښودل چه څو اولادونه لری او په اینده کی څه ورته انتظار دی .
یو څو نفره نور هم وراغلل هغوی هم تری خوشحال بیرته را ووتل ، نوبت زما شو کله چه زه کوټی ته ورننوتم پیر صاحب هی ، هوی … وکړل او ږیره یی ببره کړه سر یی لوڅ کړ د لاس یو ګوته یی پورته کړه ما هیڅ ونه ویل بیا یی هی ، هوی … وکړ او بیا یی دوه ګوتی پورته کړی . بیا هم ما څه ونه ویل ما یوازی پیر صاحب ته کتل ، هر څه چه یی وکړل ما هیڅ هم ونه ویل ما ویل چه پریږده چه پیر صاحب یی ووایی .
په اشاره یی پو هه کړم چه یو واده لرم ، خو ما هیڅ هم ونه ویل ، بیا یی په اشاره راته کړل چه دوه ودونه لرم ، بیا ما هیڅ ونه ویل ما یوازی ورته کتل !
اخیر کی یی ځان باندی پیریان راوستل زاګونه یی پورته شول او اخیر کی یی ویل چه ما ته نوره اجازه نشته چه خبری وکړم .
ما ورته وویل چه کله د اجازه پیدا کړه بیا راته ووایه چه واده لرم کنه ؟
افسر خفه شو ویل یی ټولو ته یی ښودلی شی یوازی تا ته یی ونه ښودل ځکه چه ستا سترګی شنی دی .
ما ورته وویل : د سترګو خبره نه ده ما دانسان پیژندنی کورس لوستلی دی او زه په خرافاتو او چټیاتو عقیده نه لرم .
په راتلونکی یوازی خدای خبر دی چه انسان سره څه پښیږی .
مونږ د تخنیک په واسطه بغضی وړاند وینه کولی شو د هوا حالات معلو مولی شو ، په سپرلی پسی اوړی راځی دا د طبعیت قانون دی او خدای پاک داسی قانون جوړ کړی دی .
خو پیر یا بزرګ دا کارونه نشی کولی دا یوازی د خلکو په سترګو کی خاوری اچوی …
نجیب